میسي د نړۍ دویم ورزشکاره میلیاردر شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ارجنټاین هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او اسپانوي کلب بارسلونا تکړه او نامتو لوبغاړی لیونل میسي په نړیواله کچه دویم ورزشکاره شو، چې خپله شخصي پانګه یو میلیارد ډالرو ته رسوي.
میسي تر بل نامتو فوټبالر کریسټیانو رونالډو راوروسته دې ځای ته ځان رسولی.
میسي اوس د نړۍ په کچه هغه شتمن فوټبالر دی، چې یوازې د فوټبال له طریقه پيسې نه ترلاسه کوي، بلکې له فوټباله ور هاخوا هم زیاتې پيسې لاس ته راوړي.

د امریکايي مجلې فوریس د اعلان له مخې میسي به ډېر ژر په رسمې توګه د یوه ورزشکار میلیاردر په توګه وپېژندل شي.
د یادې مجلې د راپور له مخې میسي به تر رونالډو وروسته د نړۍ دویم میلیارد ورزشکاره شي.

میسي د فوټبال ترڅنګ د اډیډاس کمپنۍ، فراملیتي ژیلت شرکت، پيپسي کولا او تاتا موټرونو سره په تبلیغاتي برخه کې دندې لري، چې هر کال ورڅخه په میلیونونه پيسې ترلاسه کوي.
۳۳ کلن لیونل میسي په داسي مهال د نړۍ دویم ورزشکاره میلیاردر کیږي، چې هغه څو اونۍ وړاندې د بارسلونا لوبډلې څخه د جلاکېدو غوښتنه کړې وه.
خو وروسته یې په یوې مرکه کې بیرته خپله پریکړه واخیستله او ویې ویل، چې د بارسلونا کلب مسوولینو ورته اجازه نه ورکوله.

لیونل میسي یوازینی فوټبالر دی، چې ۶ ځلې یې د سرو زرو توپ او ۶ ځلې یې بیا د سرو زرو بوټ ترلاسه کړی.
د سرو زرو توپ د کال تر ټولو غوره فوټبالر ته او د سرو زرو بوټ بیا د کال تر ټولو ډېر ګولوهونکي ته ورکول کیږي، چې میسې شپږ  ځلې د ټولې نړۍ غوره لوبغاړی او  شپږ ځلې بیا د ټولۍ نړۍ په سطحه ډېر ګولوهونکی لوبغاړی پېژندل شوی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب