په بارسلونا کې د میسي لوبو، جامونو او ګټلو جایزو ته کتنه

وړمه شپه په ناڅاپې توګه بارسلونا کلب پر خپلو ټولنیزو رسنیو یوه اعلامیه خپره کړه، چې ددې کلب نامتو او بریدګر لوبغاړی لیونل میسي نور نشي کولای په بارسلونا لوبډله کې ولوبیږي، چې دې خبر د فوټبال د ډېرو مینوالو ترڅنګ حتا خپله لیونل میسي هم خورا زیات حیران کړی.

بارسلونا کلب په یاده خپره کړې اعلامیه کې ویلې، د میسې سره د نوي تړون لپاره موافقې ته رسېدلي وه، خو د تړون نوي کولو مالي او ساختماني خنډونو دغه تړون لغوه کړ او نور میسي نشي کولای د بارسلونا لوبډلې سره نوی تړون وکړي.

د بارسلونا کلب له لوري په خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلې، چې د کلب مسئولین او میسي دواړه خوښ وه، ترڅو په بارسلونا لوبډله کې پاتې شي، خو دداسي وضعیت سره د مخ کېدو په حال کې میسي د بارسلونا کلب سره نشي پاتېدلای.

اعلامیه کې راغلې:

«که څه هم بارسلونا کلب او میسي د نوي تړون د کولو لپاره موافقې ته رسېدلې وه، خو د تړون نوي کولو مالي او ساختماني خنډونو، چي د اسپانیا لالیګا لیګ د اُصولو خلاف کار دی، دغه نوی تړون لغوه کړ، نو په همدې موخه بدبختانه نور میسي په بارسلونا کلب کې نشي لوبېدای. دواړه طرفونه سخت پر دې پرېکړه خواشیني دي. دا ښکاره خبره ده، چي میسي د بارسلونا کلب لپاره ترټولو مهم لوبغاړی و او موږ دده له ټولو هڅو ځانګړې مننه کوو. میسي ته په راتلونکې کې د ښو بریاوو هیله کوو.»

 

د لیونل میسي لوبو، جامونو او ګټلو جایزو ته کتنه

 

۳۴ کلن لیونل میسي په ۱۳ کلنۍ کې د بارسلونا کلب سره یوځای شوی و، خو له د بارسلونا له لومړۍ لوبډلې سره په ۲۰۰۴م کال کې یوځای شو، چې د یادې لوبډلې ترټولو زیات ګولوهونکی او ګول جوړونکی لوبغاړی دی.

۱ـ میسي د بارسلونا لپاره ۷۷۸ لوبې کړې دي.

۲ـ میسي په یادو ۷۷۸ لوبو کې ۶۷۲ ګولونه لګولې.

۳ـ میسي په یادو ۷۷۸ لوبو کې نورو لوبغاړو ته ۳۰۵ د ګول پاسونه ورکړې دي.

۴ـ میسي د بارسلونا کلب سره یوځای ۳۵ بېلابیل جامونه ګټلې دي.

۵ـ میسي ۶ د سرو زرو توپونه ترلاسه کړې دي.

۶ـ میسي ۶ د سرو زرو بوټونه ترلاسه کړې دي.

۷ـ میسي ۸ د پیچیچي جایزې ترلاسه کړې دي.

۸ـ میسي یوځلې د فیفا غوره لوبغاړی راغلی.

تراوسه میسي خپله په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم نه ده معلومه، چې میسي به کومي لوبډلې ته ولاړ شي، خو راپورونه ورکول کیږي، چي ممکن د خپل پخواني ملګري نیمار سره په پاریسن جرمېن لوبډله کې یوځای شي.

 

 

وروستي مطالب