میسي په ژړا د بارسلونا لوبډلې سره مخه ښه وکړه

درې ورځې وړاندې په ناڅاپې توګه بارسلونا کلب پر خپلو ټولنیزو رسنیو یوه اعلامیه خپره کړه، چې ددې کلب نامتو او بریدګر لوبغاړی لیونل میسي نور نشي کولای په بارسلونا لوبډله کې ولوبیږي، چې دې خبر د فوټبال د ډېرو مینوالو ترڅنګ حتا خپله لیونل میسي هم خورا زیات حیران کړی.

بارسلونا کلب په یاده خپره کړې اعلامیه کې ویلې، د میسې سره د نوي تړون لپاره موافقې ته رسېدلي وه، خو د تړون نوي کولو مالي او ساختماني خنډونو دغه تړون لغوه کړ او نور میسي نشي کولای د بارسلونا لوبډلې سره نوی تړون وکړي.

د بارسلونا کلب له لوري په خپره شوې اعلامیه کې دا هم راغلې، چې د کلب مسئولین او میسي دواړه خوښ وه، ترڅو په بارسلونا لوبډله کې پاتې شي، خو دداسي وضعیت سره د مخ کېدو په حال کې میسي د بارسلونا کلب سره نشي پاتېدلای.

اعلامیه کې راغلې:

«که څه هم بارسلونا کلب او میسي د نوي تړون د کولو لپاره موافقې ته رسېدلې وه، خو د تړون نوي کولو مالي او ساختماني خنډونو، چي د اسپانیا لالیګا لیګ د اُصولو خلاف کار دی، دغه نوی تړون لغوه کړ، نو په همدې موخه بدبختانه نور میسي په بارسلونا کلب کې نشي لوبېدای. دواړه طرفونه سخت پر دې پرېکړه خواشیني دي. دا ښکاره خبره ده، چي میسي د بارسلونا کلب لپاره ترټولو مهم لوبغاړی و او موږ دده له ټولو هڅو ځانګړې مننه کوو. میسي ته په راتلونکې کې د ښو بریاوو هیله کوو.»

 

د بارسلونا لوبډلې څخه د میسي خدای پاماني او د کنفرانس مهمي خبرې یې

 

له هغه وروسته لیونل میسي نن د یوه کنفرانس پر مهال په رسمې توګه د بارسلونا لوبډلې څخه خدای پاماني وکړه.

هغه نن تر کنفرانس مخکې زیات وژړل.

۱ـ زامنو ته مي وعده ورکړه، چې بیرته به بارسلونا لوبډلې ته راوګرځم.

۲ـ د پاریسن جرمېن او یو شمېر نورو لوبډلو سره د یوځای کېدو په موخه زما خبرې روانې دي.

۳ـ بدبختانه د لالیګا لیګ د اُصولو په اساس مي تړون ونشو کړای.

۴ـ ما ټوله هڅه وکړه، چې بارسلونا کې پاته شم، غوښتل مي پنځوس سلنه معاش مي راکم کړم.

۵ـ تېر کال مې نه غوښتل پاته شم؛ ولې سږ کال د تېر کال په پرتله ډېر توپیر لري.

۶ـ اوس هر څله له صفر څخه شروع کیږي، پوهېږم دا بدلون زما د کورنۍ لپاره ډېر سخت دی.

۷ـ هر څه تمام شوي دي او بارسلونا کې زما لوبېدل امکان نه لري.

۸ـ نوي لوبغاړي راځي او یو شمېر بیرته ځي؛ مګر بارسلونا به تل تر تله وي.

۹ـ باروي وم، چې په بارسلونا لوبډله کې به پاته شم او هیڅ مشکل به نشي رامنځته.

۱۰ـ د لالیګا لیګ په خاطر بارسلونا کلب نشوای کولای راسره همکاري وکړي.

۱۱ـ کله چي یوه ورځ د بارسلونا لوبډلې سره مخ سم، د خپلې نوي لوبډلې لپاره له خپله توان زیاته هڅه کوم.

۱۲ـ بارسلونا ماته دوکه نه ده راکړې، دواړو اړخونو د تړون لپاره ډېرې هڅې وکړې، ولي ونشوه.

۱۳ـ مینه لرم، یوځلې بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي خپله کړم.

 

 

 

د لیونل میسي لوبو، جامونو او ګټلو جایزو ته کتنه

 

۳۴ کلن لیونل میسي په ۱۳ کلنۍ کې د بارسلونا کلب سره یوځای شوی و، خو له د بارسلونا له لومړۍ لوبډلې سره په ۲۰۰۴م کال کې یوځای شو، چې د یادې لوبډلې ترټولو زیات ګولوهونکی او ګول جوړونکی لوبغاړی دی.

۱ـ میسي د بارسلونا لپاره ۷۷۸ لوبې کړې دي.

۲ـ میسي په یادو ۷۷۸ لوبو کې ۶۷۲ ګولونه لګولې.

۳ـ میسي په یادو ۷۷۸ لوبو کې نورو لوبغاړو ته ۳۰۵ د ګول پاسونه ورکړې دي.

۴ـ میسي د بارسلونا کلب سره یوځای ۳۵ بېلابیل جامونه ګټلې دي.

۵ـ میسي ۶ د سرو زرو توپونه ترلاسه کړې دي.

۶ـ میسي ۶ د سرو زرو بوټونه ترلاسه کړې دي.

۷ـ میسي ۸ د پیچیچي جایزې ترلاسه کړې دي.

۸ـ میسي یوځلې د فیفا غوره لوبغاړی راغلی.

داسي ویل کیږي، چې میسي به ډېر ژر د پاریسن ژرمېن لوبډلې سره یوځای شي.

 

 

وروستي مطالب