سپورټ فوټبال

رونالډو د ځان سره د میسي پر توپير ږغېدلی!

اعلان

د نړۍ د وتلو دوو فوټبالرانو لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو پر توپیر او لوبیز ژوند د فوټبال ډېرو پوهانو بېلابیلي تبصیرې کړي، چي ځیني وايي لیونل میسي تر رونالډو ډېر ښه دئ، خو ځیني بیا وايي، چي نه رونالډو تر لیونل میسي ډېر ښه دئ.

د فوټبال په نړۍ کي د دې دوو لوبغاړو پر پرتله تاوده بحثونه د نورو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کي هم کیږي.

خو خپله د پرتګال هیواد دې تکړه لوبغاړي په خپلو تازه څرګندونو کي د لومړي ځل لپاره د ځان او لیونل میسي د توپير په اړه خبري کړي.

هغه د DAZN په نوم د یوې رسنۍ سره په خبرو کي وویل:

«زما او د لیونل میسي توپیر یوازي په دې کي دئ، چي ما په څو بېلابیلو لوبډلو کي لوبي ترسره کړي او په یادو مختلفو لوبډلو کي مي د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي ترلاسه کړې ده.»

هغه د خپلو خبرو په بل اړخ کي وویل:

«میسي یو په زړه پوري لوبغاړی دئ، موږ باید یوازي د هغه د سرو زرو د ګټلو توپونو په اړه خبري ونکړو، موږ شاهدان یو، چي هغه هر کال د فوټبال په ډګر کي پرمختګ کوي.»

رونالډو یو ځلي په ۲۰۰۴م کال کي د منچسټر یونایټيډ سره د اُروپا د اتلانو لیګ اتلولي خپله کړې او د ریال ماډریډ سره ئې بیا ۴ ځلي په ۲۰۱۴، ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کلنو کي یاد جام ګټلی.

د پرتګال هیواد او جیونټوس کلب دې تکړه لوبغاړي تر دې دمه ۵ د سرو زرو توپونه هم ترلاسه کړي دي.

رونالډو چي اوس په ایټالوي کلب جیونټوس کي لوبیږي، تر دې مخکي په اسپورټینګ لیسبون، منچسټر یونایټیډ او ریال ماریډ کلبونو کي ئې لوبي ترسره کړي.

اما لیونل میسي د خپل ژوند ټول د فوټبال دوران د بارسلونا سره تېر کړی او توانېدلی، چي د بارسلونا سره ۴ ځلي د اُروپا د اتلانو لیګ اتلولي خپله کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.