میسي فوټبال ته له راګرځېدو سره سم بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ!

له اوږډه ځنډه وروسته وړمه شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۸مي اونۍ په لوبو کې بارسلونا فوټبال لوبډله د مایورکا فوټبال لوبډلې سره میدان ته کښته شوه، چې بارسلونا ۴ ګولونه پر ۰ مایورکا ته سخته ماته ورکړه.
یاده لوبه کې د بارسلونا لپاره لومړۍ ګولوهنه د لوبې په ۲همه دقیقه کې ارتور ویدال، په ۳۷مه دقیقه کې بریتوېت، په ۷۳یمه دقیقه کې جوردي البا او په ۹۰یمه دقیقه کې بیا لیونل میسي ګولوهنه ترسره کړه.
میسي د یوې ګولوهنې ترڅنګ بریتوېت او جوردي البا ته د ګولوهنې ترسره کولو په موخه د ګول پاسونه هم ورکړل.
میسي چې اوس یې د لالیګا لیګ په روان پړاو کې تر دې دمه ۲۰ ګولوهني کړي او د ګولوهونکو لوبغاړو په سر کې دی، یو ځلي بیا نوی ریکارډ خپل په نوم کړ.
د مایورکا په وړاندي د میسي ګولوهني هغه یو بل ریکارډ ته هم ورساوه.
هغه دا چې میسي د اسپانیا لالیګا لیګ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی دی، چې په پرلپسې ۱۲ پړاونو کې ۲۰ ګولوهني وهي او یا هم تر ۲۰ زیات ګولونه ترسره کوي.
د لالیګا لیګ په وروستیو ۱۲ پړاونو کې د میسي ګولوهني:
د ۲۰۰۸م څخه بیا تر ۲۰۰۹م پوري ۲۳ ګولوهني
د ۲۰۰۹م څخه بیا تر ۲۰۱۰م پوري ۳۴ ګولوهني
۲۰۱۰م څخه بیا تر ۲۰۱۱م پوري ۳۱ ګولوهني
د ۲۰۱۱م څخه بیا تر ۲۰۱۲م پوري ۵۰ ګولوهني
۲۰۱۲م څخه بیا تر ۲۰۱۳م پوري ۴۶ ګولوهني
۲۰۱۳م څخه بیا تر ۲۰۱۴م پوري ۲۸ ګولوهني
۲۰۱۴م څخه بیا تر ۲۰۱۵م پوري ۴۳ ګولوهني
د ۲۰۱۵م څخه بیا تر ۲۰۱۶م پوري ۲۶ ګولوهني
د ۲۰۱۶م څخه بیا تر ۲۰۱۷م پوري ۳۷ ګولوهني
د ۲۰۱۷م څخه بیا تر ۲۰۱۸م پوري ۳۴ ګولوهني
د ۲۰۱۸م څخه بیا تر ۲۰۱۹م پوري ۳۶ ګولوهني
او د ۲۰۱۹م څخه بیا د روان ۲۰۲۰م پوري ۲۰ ګولوهني.
د لالیګا لیګ وروستی پړاو تازه یو ځلي بیا پیل شوی، چي لا معلومه نده میسي به خپلې ګولوهني له ۲۰ څخه څو ته پورته کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ