Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

په مېندو پورې تړلیو نارینه وو سره باید څه وکړو؟

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

له دغي مقالې مو هدف د هغو نارينه وو سره د روش او کړنلارو انتخابول دي چي په مېندو پوري تړلي يا وابسته دي. زموږ په افغاني ټولنه کي لا هم له دغه مشکله ډېري ماینې ګاني ځورېږي. دمخه تر دې چي ماینې ګاني د خپلو زړونو غوټي خلاصي کړي او د ارمان و فغان ساړه آهونه وباسي او ووايي: له ګذارې او صبر و تحمله پرته نو بله کومه لاره لرو! او نارينه هم څټونه وګرځوي او ووايي: دی خو بیا شروع سو، دلته هم ورڅخه د مږور او خواښي له جنجالونو خلاص نه یوو، غواړم ووایم چي وار دمخه قضاوتونه مو ایسته کړئ او یوار د همېشه له پاره دغي موضوع له هغي زاویې وګورئ چي تاسي پکښي نقش يا رول نه لرئ.

داسي نه ده چي موږ دلته ماینو ګانو ته هغه لاري چاري ور ښییو چي خپل مېړونه د هغوی له مورګانو څخه جلا کړي، بلکي غواړو چي یو عادلانه چار چلند او رفتار ولرو. لطفاً ما پر دغه باندي مه محکوموئ چي یوطرفه قاضي ته روان یم او ولي د خواښیانو له پاره د هغوی د رفتار او طرز فکر د بدلولو له پاره کوم وړاندیز نه لرم.

په یوه جلا لیکنه کي به د یوې خواښي د چم و خم یوه نمونه راوړو خو دلته چي چشي ډېر واضح او ښکاره دي، هغه انټرنیټ ته ستاسي مږندو لاسرسی او حضور او د مقالاتو لوستل دي. سربېره پر دې په لوړ عمر کي د طرز فکر بدلېدل، خورا ستونزمن دي او ښايي و نه سو کولای د یوه/ې شپېته کلن/ي طرز فکر دي بدل کړو، خو دا کېدای سي چي په لږ متفاوت طرز فکر او یو بل رقم رفتار، همغه شپېته کلن/ه له ځانو سره ملګري کړو.

زموږ کلتور او په مېندو پوري وابستګي

غوره ده چي فلمونه او سريالونه هېر کړئ او و نه وایاست چي: د نړۍ په هیڅ ځای کي داسي نه دي چي زوی دي دوندي په مور پوري تړلی یا وابسته وي او دا يوازي زموږ بدبخته ټولنه ده. ومنئ چي دا یو فرهنګي او کلتوري واقعیت دئ. بل لا دا چي ډېری وختونه موږ وابستګي په زړه تړلو سره تعبیروو؛ یعني هلک وابسته نه دئ او د پرېکړي کولو وړتیا لري، خو د مور پر وړاندي خورا ډېر زړه تړلی دئ او تاسي د کورنۍ د مږور په حیث دغه موضوع نه سئ تحملولای او وایو چي هغه په مور پوري وابسته دئ. که لا هم وایاست چي نو فرق ئې څه دئ، غوره ده چي د وابستګۍ او زړه بستګۍ پر مفاهیمو لږ نوره روڼا هم واچوو.

وابستګي یعني یو څوک ددې له پاره غواړې چي تا ته ئې ګټه رسېږي، له هغه/ې پرته نه سې کولای چي خپل عادی ژوند ولرې او دا د مریضۍ یو ډول دئ. د تملک احساس رامنځ ته کوي او له فرده آزادي او خپلواکي آخلي. دا یو ډول روا او مشروط خوښېدل دي چي پکښي ځان غوښتنه ډېره وي. او زړه بستګي یعني یو څوک د هغه/ې له ټولو ښېګڼو او بدګڼو سره غواړې. له دغي اړیکي څخه د کومي ګټي حاصلولو تمه نه لرې او د ژوندانه په پرېکړو کي دي خلل نه رامنځ ته کوي.

که ستاسي د ژوند ملګری عاطفی بالغه وي، کولای سي ددې پر څنګ چي یو ښه او مهربان هلک دئ او د خپلي مور پام ساتي، ستاسي څخه هم غافله نه سي او په تاسي کي منفي احساس رامنځ ته نه کړي. البته که ډېره ځانغوښتونکې نه اوسئ او ومنئ چي مور ته د هغه پاملرنه ستاسي سره د هغه له علاقې سره ټکر نه لري؛ یعني داسي نه دي چي هغه خپلي مور ته توجه کوي او تاسې له پامه غورځولي ياست.

د يوه ګډ او سالم ژوند لرلو په خاطر چي باید چشي حاصل کړو، دا دي چي نجلۍ او هلک باید په خپلو کورنیو پوري وابستګي و نه لري، خو زړه بستګي یا د زړه تړنه یوازي دا نه چي کوم مشکل نه لري، بلکي د هغې کورنۍ د عاطفي سلامت او روغتیا څرګندونه کوي. نو کله چي غواړئ د خپلو مېړونو په رفتارونو کي مو اعتدال رامنځ ته کړئ، پام مو وي چي ستاسي د ښځتوب حسادت سبب نه سي چي تاسي د مور او زوی د زړه تړني یا زړه بستګۍ په وړاندي هم حساسي سئ او وغواړئ چي د مور او زوی تر منځ اړیکي پیکه کړئ.

موږ داسي فرضوو چي ستاسي د ژوند ملګري د يوه ژوند د تشکیل له پاره عاطفي بلوغ ته رسېدلی نه دئ او دوندي په خپلي مور پوري تړلی دئ چي له هغې پرته اوبه هم نه چښي، اوس باید څه وکړئ؟

تر هرڅه دمخه باید هڅه ونه کړئ چي په جنګ، ناراحتۍ او خشونت سره هغه مجبور کړئ چي ستاسي او مور ترمنځ انتخاب وکړي؛ ځکه غوره ده پوه سئ چي په دغه لوبه کي له وړاندي بایلونکي یاست. ستاسي دغسي روش په کور کي یوازي اختلاف او جنګ و جدل رامنځ ته کوي او کومه پایله هم نه ورکوي.

که وغواړئ چي په مینه او د ښځمنتوب په روشونو سره مو مېړه د ځان خوا ته راواړوئ او په اصطلاح له موره ئې لېري کړئ، بیا هم نه بریالۍ کېږئ او په ضمن کي مو د علاقمندیو ښکاره کول مصنوعي دي او نه سي کولای چي په ژوند کي خپل مثبت اغېز وښندي.

تاسي باید لومړی علت پیداکړئ. که ستاسي د ژوند ملګری عاطفي بلوغ ته رسېدلی وي، کولای سي ددې پر څنګ چي یو ښه او مهربان هلک دئ او خپلي مور ته توجه کوي، تاسي هم له پامه نه غورځوي او په تاسي کي منفي احساس نه رامنځ ته کوي. (البته که ډېري ځانغوښتونکي و نه اوسئ او ومنئ چي مور د ته هغه توجه ستاسي سره د علاقمندي د کموالی په معنا نه ده).

نو تاسي باید د خپل ژوند له ملګري سره مرسته وکړئ څو عاطفي بلوغ ته ورسېږي او وکولای سي چي په ژوند کي د خپلو علاقمندیو ترمنځ توازن رامنځ ته کړي. دا کار په یوه یا دوو میاشتو کي نه سي کېدای. او که وابستګي له بریده زیاته وي او ستاسي د مېړه فردي او همدارنګه ستاسي کورنی ژوند اغېزمنوي، کولای سئ چي دواړه له یوه مشاوره کومک وغواړئ؛ داسي چي دواړه هلته حضور ولرئ. البته مشاور ته د ورتلو بڼه باید په مور پوري ستاسي د مېړه وابستګي نه وي؛ ځکه په دغه صورت کي کېدای سي هغه اصلاً و نه غواړي چي ستاسي سره ولاړ سي. غوره ده چي یوه بهانه لکه د ورځنیو اختلافاتو او پټو ناعلاقمندیو شتون – پیداکړئ او ووایاست چي د خپلي اړیکي د رغېدو له پاره مو خوښېږي چي مشاور درسره مرسته وکړي. په دغه وخت کي هم باید پرېنږدئ چي مېړه مو د هغه د مور په وړاندي ستاسي په حساسیت پوه او درته متوجه سي.

ددې له پاره چي سکون ولرئ او داسي حس نه کړئ چي د مبارزې او مناقشې میدان ته راوتلي یاست، غوره ده چي د خواښي سره مو ښه چلند ولرئ او ورسره ښې اړیکي وساتئ. تر واده وروسته ستاسي خواښي، لکه ستاسي مور داسي ده؛ د عمیقي او ژوري میني لرلو له جهته نه چي کېدای سي دا یو ناسم شعار وي، بلکي د یو ډول میني لرلو او اړیکي د جنسیت له جهته.

دا چي ستاسي مېړه په مور پوري تر حد زیات تړلی دئ، دا دلیل نه سي کېدای چي ستاسي خواښې دي بده وي. زموږ کلتور او فرهنګ داسي دئ ښځي تر مور کېدو وروسته خپلي ټولي عاطفي اړیکي په اولادونو کي را خلاصه کوي او په همدې خاطر ځیني وختونه د اولادونو تر وادولو/واده ورته کولو وروسته، هم نجلۍ او هم هلک له والدینو څخه لېری والی نه سي زغملای او ځیني وختونه ئې بېخي ډېر د هغوی د لیدو غوښتنه کوي. د((مېندو)) روحي شرایط درک کړئ او پرېږدئ چي هغوی خپل زامن له کینې او نفرت پرته وویني؛ هرکله چي تاسي خپله مېندي سواست، هغه وخت به ووینئ چي کرکه او نفرت نسته او یوه مور همېشه د خپل اولاد لیدو ته بې تابه وي.

کوښښ وکړئ چي تاسي هم د خپل مېړه له مور چي ستاسي خواښې کېږي – سره ښې اړیکي ولرئ او ددې پر ځای چي د مېړه د اړیکي په نسبت له هغې سره حساسه اوسئ او حسادت وکړئ، د خپل مېړه په څنګ کي اوسئ. مینه او محبت د مورګانو زړونه را جذبوي. امتحانول ئې تاوان نه لري. البته که وابستګي تر برید او حد زیاته وه، کولای سئ چي د وخت په تېرېدو سره داسي داسي کار وکړئ چي په زړه بستګۍ باندي تبدیله سي، خو مې هېروئ چي هغه د کومي بلي ښځي سره علاقمند نه دئ؛ د هغه مور ستاسي دواړو مور ده، هغه یوه پردۍ ښځه نه ده چي ستاسي د مېړه په زړه کې ستاسي سره د میني او عشق ځای نیولی وي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي