هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

لودویګ مرکل؛ په اروپا کې د درملو امپراطور

لودویګ مرکل د ادولف مرکل زوی دی چې د داروګانو د جوړولو له امله میلیاردر شوى دی. ادولف ته دا کسب له پلرونو په میراث شوی و ځکه هغوی له نژدې ۲۵کلونو راهیسي په دې برخه کې فعالیتونه کول. که څه هم په پرمختللو هېوادونو کې د دوا جوړولو کاروبار ډېر سخت او زړه خوړونکی کار دی چې که لږ یې هم په کیفیت کې بدلون راشي او د وګړو په روغتیا ناوړه اغېز وکړي په ګوټ ګوټ کې د کمپنۍ د محاکمې غوښتنه کیږي چې په دې توګه د کمپنیو پر وړاندې جدي ګواښونه رامنځته کېږي.

د ادولف کمپنۍ هم څو ځله له ورته ګواښونو سره مخ شوې چې په امریکا او ځینې نورو هېوادونو کې په ورته پېښو کې پړه بلل شوې ده. یو ځل په امریکا کې ځینې خلک په حادو پریشانیو اخته شول چې لامل یې د (Phoenix Pharmahandel AG) کمپنۍ د فلوکستین استعمال وښودل شو او ور سره یې په کوچنیانو کې د ځانوژنې پېښې هم لوړې کړې؛ خو هلته یې موافقین هم لرل چې ډېرو ویل ښه اغېز یې پرې کړى. ادولف د Phoenix Pharmahandel AG کمپنۍ ۷۵ سلنه په واک کې درلوده، خو بیا یې هم د خپلو فعالیتونو لمنه و غزوله او د سمنټو د یوې فابریکې ونډې يې وپیرلې.

بیا د پانګونو مدیریت په یوه کمپنۍ کې شریک شو او ورسره یې د خوږو په یوې کمپنۍ کې هم ونډه واخیسته. خو د درمل جوړولو کمپنۍ یې باالاخره په اروپا کې دويم مقام خپل کړ چې ادعا یې و کړه د آلمان، مجارستان، چک، سلواکيا، اېتالیا، دنمارک، فنلنډ او سويډن هیوادونو بازار په خپل واک لري. نوموړي کمپنۍ په جرمني کې تر دې پرمخ تللې چې هر درمل یې له نامه سره تړلي، کمپنۍ معمولا د روماتیزم، د بندونو درد او هاضمي ناروغیو لپاره درمل جوړوي، خو په وروستیو کې د کمپنۍ درملو ونشوای کړای چې د خپل بنسټ ایښودونکي درملنه وکړي همدا و چې ادولف مرکل د ۲۰۰۸ اقتصادي بحران د فشار له امله ځانوژنه وکړه او کمپنۍ یې زوی لودویګ مرکل ته پاتې شوه.

ادولف په ژوندوني د جرمني پنځم لوی شتمن و، هغه د درمل جوړولو داسې امپراطوري اداره کوله چې څه باندې یو لک کسانو په کې کار کاوه چې په ۲۰۰۸ کال یې د پلور اندازه څه باندې ۴۱میلیارد ډالرو ته لوړېده، کله چې ادولف خبر شو چې د کمپنۍ ونډې یې بیا هم ۶ سلنه ښکته لویدلي سخت پریشانه شو تر دې چې همدا پریشاني یې د ځانوژنې لامل شوه.

کله چې یې کمپنۍ زوی لوډویګ ته پاتې شوه، لوډویګ د خپل پیاوړي استعداد په مرسته وکولاى شول چې کمپنۍ ته ښه پرمختګ ورکړي، که څه هم په وروستیو کې یې کمپنۍ له یو لړ ننګونو سره مخ ده؛ خو بیا هم مخ په لوړروان دی او هڅه کوي بریالیتوبونه لا پراخ کړي. لوډویګ اوسمهال د (ludweg Group) مشر دی. لوډویګ له ۱۹۹۷ کال راهیسې په خپلې کمپنۍ کې په دنده بوخت دی، چې تر ډېره یې ښه تجربه پیدا کړې.

لودویګ مرکل د فوربس د ۲۰۱۳ کال د شمېرو له مخې د ۷.۱ میلیارد ډالره په لرلو په نړۍ کې ۱۶۲ ام او په جرمني کې ۱۳ لوی شتمن دی.

دى د تېر کال په شمېرو کې ۱۹۹ ميلياردر وو. واده یې شته او دوه بچیان لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */