ژوند بڼه سرسکالو سیاست له نړۍ مخکښان

اوسپنیزه میرمنه او سياسي ژوند يې؛ د میرکل د واک پنځلس کلونه پوره شول

لیکنه: مهر تاج

انګلا مرکل، د نړۍ تر ټولو با قدرته میرمن.

٢٢ د نومبر د “انګلا مرکل” واک ته رسیدو پنځلسمه کليزه ده. انګیلا ١٥ کاله مخکې په همدې ورځ د ځواکمن او شتمن جرمني صدراعظمه وټاکل شوه.

د شلمې پیړۍ په ورستیو کې انګلا مرکل د جرمني په سیاسیونو کې راڅرګنده شوه، چې ورځ تر بلې د سیاست په پوړو کې مخ پر وړاندي روانه وه.

IMG-20201122-WA0025.jpg

د جرمني ډېرو سیاسیونو هغه وخت“ انګلا مرکل“ د “ ګهل “د لور په نوم پیژندله.

”ګهل “هم انګلا ته د لور خطاب کولو.

”ګهل “ د هغه وخت د جرمني صدراعظم وو.

انګلا مرکل په ١٩٩٠ کال کې د جرمني پارلمان ته لاره پرانستله او د ٨ کاله کار نه وروسته د خپل حزب د جرمني دموکرات مسیحانو مشره یا رهبره وټاکل شوه.

IMG-20201122-WA0042.jpg

د ٢٠٠٥ کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې بريالۍ اعلان شوه او د جرمني هېواد لمړنۍ صدراعظمه وشمېرل شوه.

یعني د جرمني په تاریخ کې دا لمړی ځل ؤ، چې یوه میرمنه د ولسمشرې په توګه ټاکل کیدله.

IMG-20201122-WA0027.jpg

میرمن مرکل د اروپایې اتحادیې رهبرې او اوسپنیزې میرمنې په القابو هم یادېږي.

د میرمن مرکل د دوره یوه مشهوره کړنه د جرمني د سرحداتو خلاصول د مهاجرو پر مخ بلخصوص سوریه او عراق مهاجرو پر مخ ؤ. که څه هم مرکل د سختو نیوکو او د اروپایې اتحاد د فشار لاندې راغله، خو د نړۍ ځینو سیاسیونو میرمن مرکل د نړۍ د رهبري په نامه هم یاده کړله.

IMG-20201122-WA0026.jpg

انګلا مرکل اوس مهال د ٦٦ کلنو په عمر ده، چې د واک په چوکۍ یې ورستۍ کال دی.

انګلا په رسمي توګه ویلې دي، چې نه غواړي راتلونکو ټاکنو کې بیا ځان نومانده کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ