د ماشوم ذهني وروسته والی څه دی؟

صدیقه پوپلزۍ
اراواپوه عبدالجلیل امرخېل

لۀ کور څخه مې د دندې پۀ لور حرکت وکړ، هوډ مې کړی وو چې نن به پیاده او پۀ قدم وهلو تر کار ځایه پورې ځان رسوم، مزل مې پیل کړ نیمې لارې ته به نۀ وم رسېدلې چې یوۀ جالب ماشوم ته کې پام شوم، چې پۀ پوره ډول یې د نورو ملاتړ ته اړتیا لرله، بایسکلک کې ناست وو لۀ خولې یې لاړې راتللې خلاصه ډېر مې زړۀ بد شو ور روانه شوم لۀ اړوند کس څخه مې پوښتنه وکړه دا ماشوم څۀ ستونزه لري؟ پۀ دري ژبه یې راته وویل “عقب ماندګي ذهني شدید دارد” پۀ دې مانا چې شدید ذهني وروسته والی لري، پۀ لومړي ځل مې د یادې ستونزې نوم واورېدۀ، نو زړۀ مې ورته بد شو لۀ همدې امله مې نورې پوښتنې ورڅخه ونۀ کړې، خپل پیاده مزل ته مې دوام ورکړ، پۀ لاره ددې ګډوډۍ پۀ اړوند د مالوماتو پۀ فکر کې شوم، غوښتل مې یوه لیکنه پرې وکړم لۀ همدې امله مې د نورو پۀ څېر ګوګل ته ور ودانګل، خو پۀ ایراني ژبه مې یوازې لۀ څو سطحي کرښو نه بل څۀ ونۀ موندل، بیا مې بل څۀ پۀ فکر کې راغلل تېره اونۍ مې د آتیسم پۀ اړوند لۀ ښاغلي عبدالجلیل امرخېل سره مرکه کړې وه نو فکر مې وکړ چې دا ستونزه هم لۀ آتیسم سره ورته والی لري ښایي هغه یې پۀ اړوند ډېر مالومات راکړي نو پر همدې موخه د هغوی د مشورو او اروايي درملنې مرکز ته ورغلم او لۀ ښاغلي عبدالجلیل امرخېل سره مې د مرکې کولو وخت ونیوۀ هغه ارواپوه دی او تر ډېره د ماشوم ارواپوهنې ته کار کوي.
هیله ده چې تر پایه یې راسره ولولئ.

پوپلزۍ: سلام استاد هیله لرم چې روژه او اختر به مو پخیر سره تېر کړي وي او اوسمهال به لۀ هره اړخه روغ او صحتمند یاست، پۀ لومړیو کې غواړم وپوښتم چې په ماشوم کې ذهني وروسته والی څه دی؟
امرخېل: سلام تاسو درنو لوستونکو او قدرمنو همکارانو ته اختر مو هم مبارک شه هیله لرم چې پۀ خوښۍ به مو تېر کړی وي. ذهني ورسته والی د ماشومتوب مهال یوه ودیزه (رشدي) ګډوډي ده چې پۀ پایله کې یې د انسان ذهن او مغز پۀ کافي کچه وده نۀ کوي او یا یې وده ټکنۍ مخته ځي. دا چې د انسان مغز او ذهن د بدن د ټولو حرکاتو او خوځښتونو د کنټرول دنده پۀ غاړه لري نو پۀ ذهني وروسته والي کې لومړۍ ستونزه چې مینځته راځي، د حرکاتو، تګ راتګ، خبرو کولو، اخیستلو، نیولو او ګرځېدو برخه کې ژورې ګډوډۍ مینځته راځي، د بېلګې پۀ توګه پۀ لاره تګ یې لۀ عادي ماشومانو سره توپیر لري او ژر خبرې نشي کولای.

پوپلزۍ: استاد پۀ ماشومانو کې ذهني وروسته والی پۀ بېلابېلو کچو سره شتون لري کۀ ټولو کې یو شان وي؟
امرخېل: هو د ماشومانو ذهني وروسته والی بېلابېلې کچې لري، د ارواپوهنې لۀ مخې پۀ پینځو لویو ډلو وېشل کیږي، لومړۍ ډله یې د ذهني وروسته پاتې او عادي کسانو تر مینځ راځي او د مرزي یا ډېر آموز پۀ نوم یادیږي یاد ماشومان عادي وي خو لږ پۀ ځنډ زده کړه کوي، یا بېلو تګلارو ته اړتیا لري، دویمه ډله بیا خفیف ذهني وروسته والی لري یاد ماشومان کولای شي لومړنۍ زده کړې وکړي لیک لوست زده کړي خو لږ پۀ سختۍ سره. درېیمه ډله بیا متوسط ذهني وروسته پاتې ماشومان دي چې د تربیه منونکو پۀ نوم هم یاديږي یادو ماشومانو ته کولای شو صرف لۀ ځانه د ساتنې، ځان سره د مرستې، ګرځېدو، خوړلو او نور مهارتونه ور زده کړو، څلورمه ټولګه شدید وروسته پاتې ماشومان دي یاد ماشومان د ملاتړ منونکو ماشومانو پۀ نوم هم یادیږي او تل د نورو ملاتړ ته اړتیا لري ښایي آن خپله ډوډۍ هم پۀ یوازې ځان ونۀ شي خوړلای تل د نورو پۀ اوږو بار وي او ډېری لۀ هغو کم عمر لري. پینځمه او وروستۍ ډله ژور ذهني وروسته والی لرونکي کسان دي چې معمولا لۀ ۶ ورځو وروسته مري.

پوپلزۍ: استاد آیا پۀ افغانستان کې هم د یادې ستونزې څرک شته او ستاسو مرکز ته داسې ماشومان مراجعه کوي.
امرخېل: باید ووایم چې یاده ګډوډي کوم ځانګړي قوم، نژاد او توکم پورې اړه نلري او پۀ هر رنګه شرایطو کې پر یاده ګډوډۍ د اخته کېدو شونتیا شته، پۀ افغانستان کې هم تر ډېرو یاده ستونزه شته او زموږ مرکز ته د مراجعه کوونکو ماشومانو شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوي، او موږ یې تر تشخیص وروسته پۀ کابل ښار کې زموږ تر نظر لاندې وړکتونونو ته ور معرفي کوو تر څو د ماشومانو پۀ ټولګه کې زموږ د مسلکي کارکوونکو تر نظر لاندې کار ورسره وشي او لۀ خپلو شته وړتیاوو ګټه واخیستلای شي.

پوپلزۍ: استاد دا ګډوډي پۀ نجونو کې ډېره ده او کۀ هلوکانو کې؟
امرخېل: ذهني وروسته والی معمولاً پۀ دواړو جنسونو کې لیدل کیږي خو وروستۍ څېړنې ښیي چې د مغز د ښۍ او چپې نیمکرې د ارتباط ارزونې پۀ پایله کې ثابته شوې چې یاده ګډوډي د نجونو پۀ پرتله پۀ هلکانو کې ډېره لیدل کیږي د نجونو د ښۍ او چپې نیمکرې تر مینځ ښې اړیکې شتون لري لۀ همدې امله پر یادو ګډوډیو ډېرې نۀ اخته کیږي.

پوپلزۍ: استاد ددې ګډوډۍ لاملونه څۀ دي؟
امرخېل: بېلابېل لاملونه ددې ګډوډۍ پۀ تشکیلېدو کې ونډه لري چې لۀ هغې ډلې څخه د مور لوړ عمر، د امیندوارۍ پر مهال لۀ مخدره توکو او خپلسرو درملو ګټه اخیستل، د کیمیاوي ګازونو تنفس، د ایکس وړانګو اخیستل، پۀ رحم فشار راتلل، کلتوري بېوزلي، جنټیکي او کروموزمي ناروغۍ، د امیندوارۍ پر مهال ژورې اروایي ګډوډۍ او کمزوری غذایي رژیم، سخت زېږون او لۀ وخته وړاندې یا وروسته زېږېدنه، د خپلوانو تر مینځ ودونه او نور یې د یادولو وړ دي.

پوپلزۍ: استاد لۀ دې ګډوډۍ نه څنګه مخنیوی کولای شو؟
امرخېل: د امیندوارۍ پر مهال غذایي رژیم، اروایي او بدني روغتیا ته پاملرنه، د ایکس لۀ وړانګو لرېوالی، لۀ بدني فشارونو ځان ساتل، لۀ خپلوانو لرې وادۀ کول، لۀ زېږون وروسته د ماشوم ایمني سیسټم ته پاملرنه، لۀ خپلسرو درملو څخه ځان ساتل او نور ددې ګډوډۍ پۀ مخنیوي کې مرسته کوي.

پوپلزۍ: ایا دا ګډوډي درملنه لري؟
امرخېل: باید ووایم چې یادې ګډوډۍ ته درملنه نۀ بلکې ځانګړۍ ښوونه او روزنه یا وړتیا بښنه کارولای شو، وړاندې مو یادونه وکړه چې ددې ماشومانو څو ډلې چې کمه سلنه تشکیلوي د زده کړې وړ ندي خو لۀ بېلابېلو لارو کولای شو ځیني مهارتونه ور وښیو، دې ماشومانو ته د زده کړې ورکولو پر مهال لۀ درې ډوله وسایلو کار اخلو، خپله شی، د شي انځور او د شي مډل. یاني کۀ موږ ماشوم ته زمري ور پېژنو نو لومړی یې باید ژوبڼ کې ورته وښایو وروسته یو پلاسټیکي زمری ورکړو چې لمس یې کړي بیا یې انځور ور وښیو دا به لامل شي چې ماشوم د انځورونو تر مینځ اړیکې ټینګې کړي او شی زده کړي. همدارنګه د ماشون د ژبې ګډوډۍ لپاره سپیچټراپي کاروو او پۀ دې ډول د ستونزې حل ته لار هواروو ښایي یاد ماشومان د عادي ماشومانو پۀ څېر مخته ولاړ نشي خو کولای شو د عادي والي پر لور یې وخوځوو.

پوپلزۍ: میندې او پلرونه د داسې ماشومانو پر وړاندې کوم مسوولیتونه لري؟
امرخېل: ددې ماشومانو میندې او پلرونه دې یوازې دومره وکړي چې یاد ماشومان دې پر همغۀ حالت چې دي ومني، ډېرځله یادې کورنۍ د خپلو ماشومانو یاده ګډوډي نۀ مني او لۀ وړتیا پورته کړنې پرې تحمیلوي چې نۀ یوازې دا چې ګټه نکوي بلکې د ماشوم راتلونکی لۀ بېلابېلو ننګونو سره مخ کوي.
بله مسئله دا ده چې میندې او پلرونه پۀ کورنۍ کې د داسې ماشومانو لرل شرم ګڼي لۀ همدې امله یې پر ښوونه او روزنه هم اقدام نکوي، مګر دا فکر نکوي چې یاد ماشوم همدوی نړۍ ته راوړی او څوک چې نړۍ ته د ماشوم د راوړلو وړتیا لري بیا یې باید مسوولیت هم پۀ غاړه واخلي.
میندې او پلرونه باید ددې او نورو ماشومانو تر مینځ لۀ توپیر څخه پۀ کلکه ډډه وکړي ځکه توپیری چلند او پرتلنه یې هغه شته وړتیا هم ورڅخه اخلي، روحیه یې کمزورې کوي او پۀ یوۀ سست او ټنبل انسان یې بدلوي.

پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مو راکړ، خوشاله اوسئ.
امرخېل: هیله کوم لۀ تاسو او د یاران سایټ لۀ ټولو همکارانو مننه چې د ارواپوهنې غږ د هېواد ګوټ ګوټ ته رسوي.

وروستي مطالب