ځوانان او زده کړې روغه سټه ژوند بڼه

په دغو ۴ لارو مو روحیه پیاوړې کړئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

د روحیې پياوړي کولو له پاره بېلابېلي لاري او مختلف انتخابونه سته چي له جملي څخه ئې کولای سو چي تمرين، له مشکل سره د مخامخېدا طریقې زده کول او د منطقي تفکر ډول ته اشاره وکړو. د اضطراب او اندېښنې سره د مقابلې له پاره باید مشکل له منځه یو نه سئ او په حقیقت کي له اضطراب، اندېښنې سره د مقابلې لاري فرد مقاوم تر کوي. چي څو حللارې عبارت دي له:

د کارونو مسؤلیت مو خپله پر عهده واخلئ

هغه کسان چي له رواني پلوه، توانمن دي، خپل مسؤلیتونه په خورا ښه ډول پېژني او د خپلو ټولو رفتارونو، تفکراتو او احساساتو مسؤلیت په خپلو غاړو باندي آخلي. هغوی په دغه باور سره چي ځیني کارونه ئې له وس او توانه وتلي دي باور لري چي د دغو حالاتو په وړاندي یوازي دوئ خپله مسؤل دي.

دغه کسان هیڅکله د خپلو مشکلاتو، عصبانیت او خپلو بدو شرایطو او حالاتو په وجه، د ملامتیا ګوته نورو ته نه نیسي او یوازي خپله دوئ د خپلو کارونو د پایلو مسؤلیت مني ځکه باوري دي چي څه پېښېږي ټول د دوئ د پرېکړي کولو پایلي دي، نه د بل چا.

وړاندوینه مه کوئ

له روحي اړخه قدرتمن کسان په دغه ښه پوهېږي چي راتلونکی وخت نه سي پېش بینی کولای. هغوی هیڅکله خپل وخت د راتلونکي پر  پیش بینی کولو نه لګوي ځکه چي باور لري باید د حال په فکر کي اوسي او راتلونکی لا تر اوسه نه دئ رارسېدلی او راتلونکو افکارو په دام کي ګیرېدل، دوئ پر اوسي فعالیت باندي له تمرکزه منعه کوي او په دوئ غلطي کوي.

توهماتو او تخیلاتو ته لاره مه ورکوئ
په داسي حال کي چي ټول افراد د خپلو خوبونو او تخیلاتو سره علاقمندي لري خو قدرتمند کسان باورمند دي چي خوبونه واقعیت نه لري او پر غیر واقعي موضوعاتو باندي په فکر کولو سره، واقعیت تر پوښتني لاندي نه راولي.

په تېر کي مه پاتېږئ

د ډېرو کسانو له پاره دا سخته ده چي خپلي تېري سوي پېښي دي هېري کړي دا په داسي حال کي ده چي قدرتمند کسان پوهېږي چي پر تېرو باندي فکر کول او د پېښو د پېښېدو یا نه پېښېدو هیله او آرزو، یوازي یوه آرزو ده او واقعیت نه دئ.

هغوی پر تېر باندي چي څوندي ارزښت لري فکر کوي او باورمند دي چي تېر ته د ور ګرځېدو کومه لاره نسته؛ ځکه نو دغي ډلي کسانو چي څه شي بایللي یا ضایع کړي دي مني او پر هغه څه باندي د فکر کولو پر ځای چي په تېر کې کولای سوای، پر هغه څه باندي چي اوسمهال ئې کولای سي فکر کوي ځکه چي تېري سوي غلطۍ په راتلونکي کي د هر چا له پاره – د جبران په غرض ښه فرصت آماده کوي.

سایسنترال کي کاږي: روحي او رواني توانايي حاصلول خورا ستونزمن بحث دئ چي په یوه وار نه حاصلېږي او څنګه چي موږ اړتیا لرو څو د مشکلاتو سره د مخامخېدو ډول زده کړو همداسي اړتیا لرو چي د خپلي شاوخوا کسانو په وړاندي له خپل ځای او طرز فکره واټن ونیسو.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي