ذهني فشار څه شی دی، کومې نښانې لرې او ترې د رغیدو لارې چارې

ژباړه: حماد هلال

ذهني فشار پدې مانا دی چې د معز په ګډون ټول بدن له جدي ګواښ سره مخ دی، چې ټول بدن په حرکت راځي. د تیښتې یا د فاع لپاره د زړه ضربان ډېرېږي او یو میتابولیزم منځ ته راځي چې ټول عضلات په اسانۍ سره انرژۍ ته لاس رسی پیداکړي. کله چې ذهن غواړي د یو ګواښوونکي حالت څخه ځان وژغوري، حواس ګړندیتوب پیداکوي.

د انسان د بدن عکس العمل د ذهني فشار په وړاندې د تېږو له دورې راپدیخوا زموږ د پایښت لپاره د ارزښت وړ دی. زموږ نیکونه چې له کومو خطرونو سره په ځنګولونو او دښتو کې مخ شوی وو، له دې فشار پرته  ترې روغ نشو وتلی. تر نن ورځې بدن په دې باور دی، چې کله ذهني فشار منځته راځي یا باید  تیښته وشي او یا مبارزه پيل شي. د اوس او تېږو وخت انسانو ترمنځ د ذهني فشار توپیر دومره دی چې هغه وخت ذهني فشار لنډ مهالی و. د څو ساعتو یا یوې ورځې مبارزې وروسته به ذهني فشار پاې ته رسیدو او له هغې وروسته به خلکو استراحت کولو. په اوسنۍ ټولنه کې ذهني فشار ثابت دی نو ځکه خو ډېر زیان رسوونکی دی.

ذهني فشار یقیناً یو زیان رسوونکی څیز دی. خوکله چې په داسې شکل غلبه وکړي، چې موږ د ګواښ په  مهار کولو کې پاتې راشو یا زر تر زره ونه رغېږو، نو په دې وخت کې خورا زیان رسوونکی شي.

څنګه پوهېدلی شو چې یو کس په ذهني فشار اخته دی؟

دا چې یو کس څومره ذهني فشار زغملی شي انفرادي موضوع ده ‎او د کاري فشار، شخصي ژوند، د ژوند کول طریقه، عمر او روغتیا پورې اړه لري. په مېرمنو کې نسبتاً د ذهني فشار کچه لوړه ده.

ذهني فشار د ټول بدن لپاره د انرژي ډیروالي لامل کیږي او له همدې امله یې نښې ډېری او متفاوتې دي.  د ذهنې فشار ستونزې لکه: اضطراب، ستړیا، د خوب ستونزې، د یادښت اختلالات، د پاملرنې اختلالات، ناسم چلند، معدې ستونزې او د بدن غړو دردونه ډېر عام دي. د ذهني فشار نورې نښانې عبارت دي له  سګرټ یا شرابو څښل، د خوړو خوړل د تسکین لپاره یا د خوب راوړوونکو  درملو کارول.

د ذهني فشار درملنه ولې اړینه ده ؟

رغیدنه پدې مانا ده چې خپل ذهن ارام کړې او هغه ذخیره انرژي چې بدن دې له لاسه ورکړې  بېرته یې لاس ته راوړې. بدن پرته له انرژۍ ستړی کېږي او ډېری خلک پرته له هغې انرژۍ چې دوی ورته د خپلې روغتیا لپاره اړتیا لري، دومره انرژي ولري کار یا مکاتبو ته ځي. که چېرته ذهني فشار ډېر و اوږدمهالی شي او درملنه ونکړئ، د اوږدې ستړیا اختلالاتو د رامنځته کېدو امکان شتون لري، نو په همدې دلیل باید د بدن خبرداریو ته متوجې اوسو ترڅو په لومړیو کې د دې ستونزې مخه ونیولی شو.

د ذهني فشار د اوږدو رخصتیو له امله ډېری ګمارونکو د ذهني فشار وقایوي تدابیر  درک کړي دي. د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا د کار په چاپيریال د څارنې ادارې یو فرمان صادر کړو، چې دا فرمان د یو ښه کاري چاپیریال چمتو کولو لپاره د ګمارونکي مسؤلیتونه او دندې تشریح کوي، ترڅو معتدل او مناسب کاري فشار چمتو کړي.

څنګه له ذهني فشار څخه ورغېږو؟

د ستړیا اړوند فشار وروسته، ذهن ارام کولو ته اړتیا لري. له کار وروسته کورته تلل او د کوچنیانو پالنه، د کور اړوند کارونه، د خوړو تیارول دا د ذهنې رغیدنې کارونه ندي، خو فزیکي فعالیتو او ټولنیز تعامل ذهني فشار کمولو کې مرسته کولی شي. د تلوېزیون کتل، کتاب لوستل، په صوفه کېناستل او د هیڅ کار نه ترسره کول ستاسو د لاسه ورکړې انرژۍ د پوره کېدو لامل کېږي. په ټوله کې باید د ذهني فشار په وخت کې ارام وشي.

ویده کېدل د رغېدنې ترټول ښه شکل دی. خوب کولی شي تاسو د فشار په وړاندې حساس کړي، په داسې حال کې چې فشار د خوب ستونزې منځته راوړي. باید په یوه شپه ورځ کې له اوو تر اتوو ساعتونو خوب وشي. د کار په وخت کې دمه کول هم د پاملرنې وړ ده. د کار حجم او فشار چې څومره لوړ وي، په هماغه اندازه ډېرو دمو ته اړتیا پيداکېږي، ترڅو تاسو د اوږد وخت لپاره خپله ځواکمنتیا وساتئ.

 

 

وروستي مطالب