افغانستان اقتصاد ټولنیز ژوند ژوند بڼه سرسکالو

ملي دسترخوان پروګرام د ټول هېواد ۹۰ سلنه نفوس ته خوراکي توکي ویشي

د ۲۰۲۰ په اپریل میاشته کې د افغانستان اقتصاد وزارت د کورونا پر مهال د افغان وګړو اقتصادي حالت ارزولی دی او دا پایله یې را ایستلې چې د کورونا پر مهال به په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه پورته شي، په راپور کې راغلي وو چې کورنا به  پر کورنیو، شرکتونو، تصدیو، عامه سکتورونو او مرکزي بانکونو ناوړه اغیز وکړي.

رښتیا هم اوږدو رخصتیو، قرنطین او د کارونو دریدلو د کورنیو پر اقتصاد ناوړه اغیز وکړ. د راپورونو له مخه په افغانستان کې د کورنیو ۵۹ سلنه سرپرستان داسې کارونه لري چې کار ونه کړي د خوراک لپاره به څه ونه لري ۷۰۰ زره کسان داسې دي چې له ورځني کاره نفقه پیدا کوي له دې ډلې ۵۰۰ زره کسان داسې دي که هره ورځ ونه کړي د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه نه شي پوره کولی.

No description available.

د کورونا په لومړي پړاو کې حکومت ولایتونو ته یوه اندازه پیسې ځانګړې کړې وې چې یاد ولایتونه یې د درملو او خوراکي توکیو په رانیولو ولګوي.

کورونا وایروس یوازې د افغانستان اقتصاد نه دی ځپلی بلکې د نړۍ پر اقتصاد یې ناوړه اغیز کړی دی اکسفام نړیوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي چې د دې ویروس خپریدل ښايي د نړۍ شاوخوا نیم میلیارد وګړي د فقر او بې وزلۍ ښکار کړي د اکسفام په وینا دا اقتصادي بحران د ۲۰۰۸ م کال د اقتصادي بحران په پرتله ډیر ژور دی.

No description available.

په افغانستان کې د کورونا د لومړۍ څپې پر مهال افغان حکومت د بې وزلو د لاسنیوي په موخه ددغه هیواد په ۳۳ ښارونو کې د سپورې ډوډۍ د ویش پروګرام پلی کړ چې سره له یو شمیر نیوکو بریالی و او د خلکو ستونزې یې هوارې کړې.

د ۱۳۹۹ ل کال د چنګاښ پر ۲۸ نیټه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دسترخوان په نامه د یوه بل پروګرام په نامه د یوه بل مرستندویه پروګرام پرانسته وکړه چې له مخې به یې کورنیو ته خوراکي او نا خوراکي توکي ویشل کیږي. افغان ولسمشر وویل چې په دې بهیر کې به خبره اپوټه وي د حکومت پر ځای به خلک توکي ویشي او حکومت به يې څاري.

د کلیوبیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د ولسمشر د ستر سلاکار او ننګرهار والي سره په ګډه د ۱۳۹۹ ل کال (۱۸ لیندۍ) ننګرهار ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې ملي دسترخوان پروګرام پیل کړ.

No description available.

په پام کې ده چې ملي دسترخوان پروګرم په دوو پړاوونو کې د هیواد ۹۰ سلنه وګړي تر پوښښ لاندې راولي چې په لومړي پړاو کې به د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۱۲۸۹۶ کلیو کې ۱.۶۷ میلیونه کورنیو د ۸۶ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستندویه توکي وویشل شي  او په دویم پړاو کې به په ۲۰ زره او۳۹۷ کلیو کې ۲.۵ میلیونه کورنیو ته د ۱۴۰.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستندویه توکي وویشي.

ښاغلي کریمي د یاد پروګرام پرانستغونډې ته وویل:( ملي دسترخوان پروګرم به په لومړي پړاو کې د ۹.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار ولایت په ۸ ولسوالیو کې ۱۸۷ زره او ۷۰۳ کورنیو ته مرستندویه توکي و ویشي.)

تر ننګرهار وروسته د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولایتي دفترونو له خوا په ټول افغانستان کې د ملي دسترخوان لومړی پړاو پیل شوی دی.

وروسته له هغې چې افغان حکومت ددغه پروګرام د پیلولو اعلان وکړ افغان ولسونو په پرلپسې ډول غوښتنه کوله چې دا پروګرام دې ژر پیل شي چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د خلکو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه او ملي دسترخوان پروګرام یې پیل کړ.

No description available.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د هیواد په کچه کلیوالي پرمختیايي شوراګانې جوړې کړي چې د ملي دسترخوان توکي به همدغه شوراګانې ویشي نو دا چې خپله خلک په کې ښکیل دي په دې پروګرام کې د فساد شونتیا نشته او پرته له درغلۍ او راڼه ډول به تر سره شي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه له ۳۰۰۰ څخه  ډيرو کلیو ته پیسې ليږل شوي، له ۱۵۰ څخه په ډېرو کلیو کې ۱۳۰۰۰ کورنیو او ۹۱۰۰۰ کسانو ته خوراکي توکې وېشل شوې دي.

 

 

 

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل

تبصره مو ولیکئ