افغانستان اقتصاد ټولنیز ژوند ژوند بڼه سرسکالو سیاست

فقیر ملت او ملي دسترخوان: پرځای که بې ځایه تګلاره؟

لیکنه: بشر درویش

لیکنه: بشر درویش

افغان حکومت د ملي دستورخوان په نوم یوه تازه برنامه پرانیستې ده.

دا برنامه پرون افغان ولسمشر اشرف غني رسماً پيل کړه.

ښاغلي غني وویل دا ګام یې د ملت د ستونزو د حل په موخه اخیستی دی.

هغه زیاته کړه:

«نن هغه ورځ ده چې موږ د دې برنامې په پرانېستو سره په ټولنیز تړون کې یو بل ګام پورته کړ. په راتلونکو کلونو کې زموږ نهایي هدف دا دی چې پیسې په مستقیم ډول هغو کورنیو ته چې ادرس، هویت او موقعیت یې واضح وي، ورسېږي.»

محمد اشرف غني زیاته کړه، د حساب ورکولو طریقه معکوسه ده، تر دې وروسته دولت څارنه کوي او خلک به وېشل کوي، که چېرې کومه بې عدالتي وشي، د شکایت لاره پرانېستې ده.

ولسمشر غني خپلو خبرو کې ویلي چې ۹۰ سلنه ملت د دوه ډالري بېوزلۍ تر کرښې لاندې دی.

نوموړي زیاته کړه چې په وزارتونو کې د مجرمینو کتل ملت ته سپکاوی دی. مجرمین او په ځانګړي ډول د پارلمان د وکیلانو اولادونه باید لومړی پخپله مسوول وي چې اولادونه یې مجرم نه وي او څوک چې دغه ډول اولاد روزي، له ملت څخه دې بښنه وغواړي.

هغه ګواښ وکړ چې په دې برنامه کې فساد کوونکي به له پښو ځوړند کړي.

څه ډول تګلاره ده او څنګه عملي کیږي؟

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح وايي د ملي دسترخوان برنامه په دوو مرحلو کې عملي کېږي چې په لومړۍ مرحله کې یې ۳۴ ولایتونه، ۱۲۳ ولسوالۍ، ۱۲۸۹۶ کلي چې په مجموع کې ۱.۶۷ میلیون کورنۍ کېږي شامل دي او د ملي دسترخوان برنامې د لومړۍ مرحلې مجموعي لګښت ۸۶ میلیون ډالر کېږي او د اوړو، وریجو، غوړیو، لوبیا او لاس وینځلو صابون په څېر لومړني توکي په دې مرحله کې وېشل کېږي.

صالح وویل:

«دویمه مرحله هم په ۳۴ ولایتونو کې ترسره کېږي چې ۲۳۵ ولسوالۍ، ۲۱۸۴۲ کلي او ۲.۵ میلیون کورنۍ به په کې شاملې وي او د دویمې مرحلې بودجه ۱۵۸ میلیون ډالره ده چې په مجموع کې به په دواړو مرحلو کې د افغان ملت ۹۰ سلنه تر پوښښ لاندې ونیسي.»

هغه وویل د افغانستان دولت د دې برنامې د تطبیق او څارنې صلاحیت لري او همداراز ټول مدني، ټولنیز او قومي بنسټونه او علما د دې برنامې د څارنې حق لري.

پرځای که بې ځایه برنامه؟

د ولسمشر غني له پرونۍ پرانیستې سره دا برنامه له تودو نیوکو سره مخ شوې او لا هم پر ټولنیزو شبکو نیوکې جریان لري.

خلک وايي، ملت دې په سوال نه اخته کوي، بلکې همدا پیسې دې پر داسې لاروچارو ولګوي چې ملت بوخت شي او له تمې بې غمه شي.

دا خبره په افغانستان کې یو واقعیت دی چې له بدمرغه دلته هر ډول پروسې د غلا او فساد له شتونه تر خولې ډکې وي، بې شکه چې دا برنامه به هم ترې خالي نه وي، خو ضرور ده چې ددې برنامو پرځای پر نورو پروژو، سیمه ییزو فابریکو، خلکو ته د وړو کاروبارونو پر جوړولو، بندونو، برښنا او نورو لارو چارو وکارول شي، څو په دایمي توګه یې ملت ته ګټه ورسي، تر نسلونو انتقال او هغوی وشي کولی چې په خپله ځانته رزق پیدا کړي.

که چیرته همدا برنامه پلي کیږي، ډاده یوو چې ۴۰ سلنه به یې هم وړ خلکو ته ونه رسیږي او که ورسیږي هم په درد یې نه شي دوا کولی، ځکه هغوی اړ دي چې رواني روغتیا ولري او دا روغتیا په خپل لاس کار کې ده، نه په دې موقته ناچیزه مرسته کې.

نو غوره ده چې مفسدینو ته د فساد او د ملت د پیسو د وهنې لپاره د زمینې برابریدو پرځای دا لوی لګښت پر نورو زیربینايي لارو وشي، څو ترې ملت همیش مستفید او ګټه پورته کړای شي.

که خدای مه کړه دا ډول برنامې په داسې یوه هیواد کې چې طبعي زیرمې او امکانات یې دا ډول لګښتونه غواړي همداسې بې ځایه ولګیږي، دا به ملت ته کومه فایده ونه کړي، ځکه دایمي حل نه دی او لا به یې سوالګر و تیار خور اموخته کړي.

هیله ده ولسمشر غني او ډله یې پام وکړي او هغه لارې چارې عملي کړي چې کولی شي له خلکو سره دایمي مرسته وکړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ