ټولنیز ژوند ژوند بڼه طبیعت کلتور او هنر مخکښان

سپوږمۍ د نورو شپو په پرتله ډېره رڼه ده

لیکنه: مهر تاج

ډېره ارامه شپه وه، د سپوږمۍ پستې وړانګې له کړکۍ نه د آمنې کوټې ته راننوتلې، ګومان کېده چې کوم پوست لاس دی چې په نړۍ یې راکاږي او د مینې او مهربانۍ ولولې راویښوي، د آمنې روح د مشکو له خوشبویي نه ډک شوی و، هغه نه پوهېده چې دغه خوږبوی د هغو عدو څخه راخیژي چې وینځې یې په اور اېښي و او که له اسمانونو څخه راکوزيږي.

په کوټه کې د رحمت خوږې وږمې وچلېدې، داسې نرم غږ یې کاوه ګوندې ملائکې تسبیحات وایي.

د وینځې آمنې ته پام شو، آمنه ډېره ارامه ده، که څه هم خپل ماشوم یې زېږاوه، له وینځې سره یو ویره مله شوه. وویریده چې ډېر ژر به ماشوم یوازې وزیږوي او دنیا به په چېغو راواخلي، له کوره غلې ووتله، د عبدالرحمن بن عوف په مور “الشفاء “پسې ورغله، څو د دغه یتیم ماشوم پالنه وکړي چې لږه شېبه وروسته به یې آمنه وزیږوي.

دا یې کړکۍ ته نږدې شوه، اسمان ته یې وکتل، ګومان یې وکړ چې په دغه شپه باندې سپوږمۍ د نورو شپو په پرتله ډېره رڼه ده، ګوندې زړه یې کېږي چې کوټې ته راکوزه شي، ستوري هم ډېر زیات ځلېږي، د هاشمیانو په کورونو یې نظر واچوه، ارامه ارامي وه، هېڅوک نه دي خبر چې د عبدالله زوی دنیا ته راروان دی. بیا یې مخ کعبې ته واوښت، ګومان یې وکړ چې سپوږمۍ د بخمل تور پوښ وراغوستی چې د سپېنو زرو سیمات په کې تېر شوي دي.

آمنه پر کاله شوه، یو غږ یې واورېده چې په ماشوم، محمد نوم کېږده، سترګې یې وغړولې، احساس یې کړه چې دا نوم یې په زړه کې وکیندل شو، حیرانه شوه چې د عبدالله د پلرونو په نومونو کې خو دا نوم نشته، دا نوم نو تر دې مخکې په زهره‌یانو کې هم نه و، په هاشمیانو کې هم نشته، بلکې په ټوله مکه کې نشته.

ماشوم یې د آمنې خواته راوړه، آمنې ورته په درزېدلي زړه کې چې مینه ترې راڅڅېدله ور وکتل، ویې انګېرله چې ټوله نړۍ له رڼا ډکه شوې ده، د مینې احساسات یې طوفاني شول، خپلې غېږې ته یې په ډېره مینه راجوخت کړ، ورټیټه شوه او په وړوکي مخ یې داسې ښکل کړ، ته وا چې ټوله دنیا یې ښکل کړه، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، په ذهن کې یې يو څه ورتېر شول چې په وجدان کې یې دردونه راوپارول.

خوږ زوی یې یتیم دی، کاش عبدالله همدا شېبه دلته وای چې د خپل خوږ زوی په لیدو خوشاله شوی وای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ