ټولنیز ژوند ژوند بڼه سفر طبیعت

مېمله باغ ته سېلانیان ور مات شوي

لیکنه سمیع الله درانی

د مېملې یا نېملې باغ، چې په هېواد کې له تاریخي ځایونو بلل کېږي، په دې وروستیو کې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ د مېملې په سیمه کې د امنیت له نسبي ښه‌والي سره دې بڼ ته د سېلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

هغه کسان چې خوګیاڼو ولسوالۍ ته له ښار او یا هم نورو سیمو او ولایتونو څخه ځي، د مېملې باغ لیدل یې ارمان وي او خامخا د ورتللو هیله کوي.

د سترګو لیدلی حال

د ۱۳۹۹ د جوزا یا غبرګولي میاشتې په وروستۍ لسیزه کې مو له یو شمېر ملګرو سره د خوګیاڼو لوخۍ کلي ته ولاړو.

دا چې ما خپله هم تر دې دمه دا تاریخي بڼ نه و لیدلی، نو ارمان مې و چې دا بڼ وګورم.

له ملګرو سره له لوخۍ کلي دې بڼ ته مازیګر ۴ بجې وخوځېدلو، بڼ پورې سړک ډېر ښایسته کانکرېټ شوی. د موټر له شل دقیقو مزل وروسته بڼ ته ورسېدلو.

لکه څنګه چې بڼ ډېر پخوانی دی، نو په څېره کې یې لرغونتوب له ورایه جوتېږي.
پخوانی خاورین دېوال، د همغه وخت کنډو کپر سړک چې باغ ته داخل شوی، د صبر یا ناجو هسکې او یو لاس ونې، د باغ دخولي لارو کې شته.

په دروازه کې ساتونکي ناست دي، له ورننوتلو سره له موټر چلوونکي ۵۰ افغانۍ اخلي او بیا سیلانیان له موټرو پرته مېملې باغ ته دننه کېږي.

خو یو توپیر شته، هلته د ساتونکو لخوا ځینې موټر دننه پرېښودل کېږي، خو د هر عادي کس موټر دننه نه پرېښودل کېږي.

بڼ ته په ننوتو سره دې سترګې په هسکو چنارونو، رنګارنګ ګلانو، ناجو ونو او نورو شینکیو لګېږي. د بڼ دننه ویالې او فوارې شته، چې یوه ځانګړې ننداره یې جوړه کړې. پر موږ سربېره ډلې ډلې نور خلک هم د باغ لیدلو ته راتلل.

مسوولین یې وایي چې باغ ته د سیلانیانو راتګ زیات شوی، چې دا د خوښۍ خبره ده.
الله ج دې وکړي چې امن او سوله راشي، چې د وطن د ښکلاګانو نندارې وکړو.

د بڼ ځانګړنې

د باغ یو سر له بل سر څخه د ګڼو ونو امله نه لیدل کېږي او که د باغ ټولې برخې لیدل غواړي، باید پراخ وخت او پیاوړې پښې ولري، ځکه ټول باغ لیدل نو انرژي غواړي.

دلته یوه لاره شته چې ډېره عجیبه ده، کله چې سترګې پټې او په لاره تګ وکړې، نو یا به اوبو ته لوېږې او یا به له هسکو چنارونو له تنو سره سرجنګي ورځې.

د نرګس ګل مشاعره له څو کلن ځنډ وروسته سږ کال یو ځل مېمله بڼ کې د  ترسره شوه.

د سیمې خلک یې پرمختللي دي او د ارام طبیعت خاوندان پکې زیات دي.

د مېملې باغ د تاریخچې په اړه

د مېملې باغ د ننګرهار په جنوب لویدیځه ولسوالۍ خوګیاڼو کې جوړ شوی. دا بڼ له جلال اباد ښار څخه ۴۰ کیلو متره لرې اباد شوی دی.

د کرغېړنې جګړې له امله دې تاریخي بڼ هم پوره زیان لیدلی، ونې او دېوالونه یې یو څه ټپي شوي او خلک یې له نندارې بې برخې کړي وو. د دې باغ طرحه د مغلو د پاچا شاه جهان لخوا ۱۶۱۰ م کې وړاندې شوې وه.

هغه داسې څلور نور باغونه هم افغانستان او کشمیر کې ډیزاین کړي وو. د کشمیر په سرِنګر کې شالیمار باغ یې یوه بېلګه ده.

د مغل پاچا شاه جهان مېرمن نورجهان د مېملې باغ د جوړولو چارې څارلې. د مېملې له نن څخه شاوخوا ۴۰۰ کاله وړاندې د شاه جهان پاچا لخوا جوړ شوی او نوم یې ځکه پرې نمله یا مېمله اېښی چې لور یې نمله نومېده. په شلمه مېلادي پېړۍ کې د افغانستان وروستی شاهي پاچا ظاهرشاه د دې باغ لیدو ته ورته.

له دغه باغ څخه ۱۱ کیلو متره لرې د ګندومک کلی پروت دی، چېرته د برتانوي هند وایسرای مارټي مېر ډیورېنډ سره پکې د افغانستان د یوې برخې په اجاره د ورکړې تړون لاسلیک شوی دی.

د مېملې باغ په ۶۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، خو ځینې یې بیا ۱۰۰ جریبه ګڼي. په دې باغ کې ۴۰۰ ونې د ناجو، ۳۵۰ چینارونه او ۶۰۰ نورې ونې شته.

د باغ د لا ښکلا په اړه

باغ ته باید خپلسري کسان چې باغ کې ګډوډي جوړوي باید پرېنښودل شي.

د باغ بهر او دننه سړکونه باید پاخه شي.

ویالې باید پاکې او پخې شي.

د کانالېزاسیون برخه یې باید ښه فعاله شي.

د برېښنا اسانتیا باید ورته برابره شي.

د باغ څنګ ته که هوټلونه او نور تفریحي ځایونه په دولتي او یا هم خصوصي ډول جوړ شي.

nimla_gardens_original.jpg

images (1).jpegimages.jpegEbA1v9ZWsAAzxhB.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی

تبصره مو ولیکئ