ولسمشرغني ومنله چې له ننګرهاریانو سره یې ژمنې نه دي عملي کړي

رنګین تجريدي ډیزاین

راپور: بشر درویش
ولسمشر محمداشرف غني پرون د یوه ویډیو کنفرانس له لارې د ننګرهار متنفذینو، علماوو، د ښځو، ځوانانو او بېلابېلو اقشارو او اصنافو استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
هغه په دې کنفرانس کې ومنله چې له ننګرهار سره ژمنې نه دي عملي شوي.
ښاغلي غني د پروسو د اسانولو په موخه د برېښنایي تذکرو پر وېش ټینګار وکړ او وې ویل، د ساساکي له لوري د ننګرهار پراختیایي پلان چمتو شوی او د دوی نږدې ټولې غوښتنې او وړاندیزونه په دې پلان کې شامل دي.
هغه زیاته کړه، د دې پلان توپیر له نورو سره دادی چې عملي دی او د ویډیو کنفرانس له ګډون والو یې وغوښتل چې دغه پلان ولولي او په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه له جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي.
یاران uncategorized 214 ولسمشرغني ومنله چې له ننګرهاریانو سره یې ژمنې نه دي عملي کړي
ښاغلي غني د اوبود چارو د تنظیم ملي ادارې او کلیو پراختیا وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په هغو یو نیم زر جوړېدونکو کوچنیو بندونو کې چې په پام کې دي، د ننګرهار برخه ځانګړې او له ولسونو سره همغږې کړي.
نوموړي وویل:

«جلال اباد ښاروالۍ ته جدي پاملرنه پکار ده او چمتو یم چې په تشکیل کې یې اساسي بدلون راوړم. د هیواد ټولې خصوصا هغه ولسوالۍ چې زیات زیانونه یې ګاللي زموږ د توجه په مرکز کې قرار ولري.»

ننګرهار ته نه پاملرنه

ولسمشر غني د ننګرهار د نفوس تثبیت جدي ستونزه وبلله او د نفوسو د احوالو ثبتولو ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې د تخمین او یا سروې له لارې د ننګرهار نفوس تثبیت کړي. هغه زیاته کړه، د پوهنې او ښوونکو په برخه کې ننګرهار ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د اداري اصلاحاتو او ملکو خدمتونو خپلواکې ادارې ته یې په دې اړه لازمه لارښوونه وکړه.

د ژمنو عملي کولو لیست

محمداشرف غني د جمهوري ریاست چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار ولسونو سره د شویو ژمنو چې لا هم نه دي عملي شوي لېست ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریک کړي. همدارنګه یې د افغانستان برېښنا شرکت ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار خصوصي سکتور ته د پانګونې په برخه کې زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.
یاران uncategorized 215 ولسمشرغني ومنله چې له ننګرهاریانو سره یې ژمنې نه دي عملي کړي

ګمرک او ننګرهار وضعیت

ولسمشر غني ویلي؛ په ګمرکونو کې اساسي بدلونونه راتلونکي دي، د لومړي ځل لپاره په ټولو ګمرکونو کې کمرې لګول شي. په تورخم بندر ۱۵ میلیون ډالر پانګونه کېږي. هغه زیاته کړه، له پاکستان سره به د ټرانزیټ په برخه کې شته ستونزې حل او له دې سره به د ننګرهار وضعیت بدل شي. چابهار لاره برابره شوې او په وروستیو دوه میاشتو کې ډېر مالونه له دې لارې راوړل شوي.
هغه زیاته کړې؛ کانونو او پټرولیم وزارت په کلیو او ولسوالیو کې واړه کانونه په چوکاټ کې راولي او د هغو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې د ولسونو په همکارۍ ټینګار وکړ.
هغه همداراز ویلي چې افغانستان به صنعتي کېږي او ننګرهار به پکې لویه برخه ولري.

2 Comments

Comments are closed.