ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه کلتور او هنر کورنی ژوند

مينه د مغز د لذت مرکز فعالوي

لیکنه: شپنه سلګۍ
 ژباړه: شپنه سلګۍ

هغه چا چې د مینې خوند حس کړی، پر دې ښه پوهېږي چې دغه احساس په انسان څه کوي. خو پوښتنه دا ده چې مینه څه ده؟ آیا کولی شو هغه اندازه کړو او یا یې په بدن کې ووینو؟ پوهان له ډېره وخته راهیسې د دغو پوښتنو په ځوابونو پسې گرځي.

ډاکتر جان گري، چې لیکوال او کورنی مشاور دی، په ۱۹۹۲ کې یې یو کتاب ولیکه. د دغه کتاب نوم «مریخي سړي، ونیوسي ښځې» و. د دې کتاب پنځوس میلیونه ټوکه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې وپلورل شول او د ۱۲۱ اونیو لپاره د تر ټولو ډیر پلورل شوو کتابونو په لیست کې شامل و.

دغه امريکايي ليکوال په دغه کتاب کې د ښځینه او نرينه ترمنځ رايجي سونزې د بنسټیزو اروايي اختلافونو له کبله بللي دي. هغه ليکلي دي چې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ دومره توپیر دی چې نارینه له مریخه او ښځې بیا له ونیوسه ځمکې ته راغلي دي.

که څه هم د مریخ نارینه او د وینوس ښځې يو له بل سره ډېر اختلافات هم ولري، بیا هم هغوی په یوه مورد کې سره یو ډول دي چې هغه هم مینه ده. کله چې سړی مين کېږي روح او جسم یې بې قراره کېږي. له ډېر وخت راهیسې انسانانو فکر کاوه چې مینه یا عشق یوه معما ده، خو اوس پوهان په دې هڅه کې دي چې دغه معما حل کړي.

مینه څه ده؟ آیا سړی کولای شي هغه اندازه کړي؟ آیا سړی کولای شي هغه د مغز د سکن کولو او یا هم نورو معایناتو له لارې اندازه کړي؟ آیا د بیلگې په توگه سړی کولای شي چې د انځورونو د اخیستلو له لارې د یوه انسان په بدن کې د عشق ناروغي تشخیص کړي؟ او تر ټولو اصلي پوښتنه دا ده چې اصلاً عشق زموږ په بدن څه کوي؟

پر عشق باندې د مغز قومانده

په ادبیاتو، هنر او د خلکو په عادی مهاورو هر وخت چې د مینې خبره کېږي خلک هغه له زړه سره تړلې موضوع بولي. د بیلگې په توگه وایي چې زړه د معشوق په لیدو سره تپیږي او سړی داسي احساس کوي چې زړه یې له سینې څخه د راوتلو په حال کې دی. که څه هم په دې تعبیر کې د زړه او مینې ترمنځ اړیکه ډېره ټينګه ده، خو په حقیقت کې د عشق ټول فشار د انسان پر مغز وي باندې وي نه پر زړه.

د پیزا پوهنتون استادي دونانلا مارازیتي، چې پخپله هم دوه واري مينه شوې ده، د مینې په اړه يې ډېرې څېړنې کړې دي. هغې په ۱۹۹۹ کې د یوې څېړنې پایله خپره کړه چې پکې ښوول شوي ول چې د سروتونین سطح د هغو عصبي ناقلینو په پرتله چې د انسان د آرامولو دنده لري، په هغو کسانو کې ډېره کښته وي چې مين وي.

د دې څېړنې له مخې په دغو کسانو کې د سروتونین سطح تر هماغه اندازي لوړه وي، لکه په اختلال او وسواس اخته کسانو کې. دا څېړنه د New Scientist په مجله کې خپوره شوه او پکې راغلي ول چې مينان او په اختلال یا فکري/ عملي وسواس اخته کسان د یوه شي او یا هم یوه کس په اړه ډیر تشویش کوي.

دغو څېړونکو ویلي ول چې د عاشقانو د مغز حالت د وسواسي کسانو مغزي حالت ته ورته وي. وسواسي کسان د بېلگې په توگه په یوه ورځ کې څو وارې خپل لاسونه پرېمینځي او یا هم په غیر عادي ډول له نظافت سره ډیره علاقه لري.

دوناتلا مارازیتي او کاري ډلي یې په خپله څېړنه کې ۲۴ نارینه او ښځي چې تر څېړني شپږ میاشتې دمخه مينان شوي ول له ۲۴ نورو نارینه او ښځو سره پرتله کړل چې یا خو په یوه ثابته رابطه کې ول او یا خو هم له ډیر وخت راهيسې له یوه کس سره اوسېدل.

هغه خبره چې دغه پوهان په لومړي سر کې په پوه شول، دا وه چې د مينانو په بدن کې د کورتیزول هورمون سطحه چې د ستریس پر مهال ترشح کېږي ډیره لوړه وه.

مينان ملایمه دي، خو ميناني نه

دوناتلا مارازیتي په دې خبره هم پوه شوه چې په مينانو کې د تستوسترون هورمونونه چې تر ټولو مهم نارینه هورمونونه دي، کمېږي او په بدل کې بیا د هغو ښځو په بدن کې دغه هورمونه ډیریږي چې ميناني وي. په دې ترتیب سره نو د ډاکټري مارازیتي په خبره مينان ډیر ښځو ته ورته کیږي او ميناني بیا ډیر د نارینه وو خصوصیتونه خپلوي.

پوهان تر اوسه لا په دې توانېدلي نه دي چې د دغو بدلونونو علمي علت پیدا کړي، خو هغه څه چې پوهان په پوهېږي دا دي چې مينان ډیر ملایم وي او دا هغه څه دي چي په مرسته يې هغوی خپلي میني ته رسوي. له بلې خوا بیا کله چي ښځې مينې شي جنسي اړیکو ته يې تمایل ډېرېږي. خو اوس پوښتنه دا ده چې دغه بدلونونه یوازې د مينې په صورت کې رامنځته کېږي؟

د تکامل تئوري ته په کتو سره پر دې باندې باور موجود دی چې عشق په یوه انسان کې له شپږو میاشتو څخه تر درو کلونو پورې عمر کوي.

یو شمېر څېړونکو بیا د انسان په بدن کې د عشق پر مهال د هورمونونو د سطحي بدلیدل، له جنسي اړیکې سره تړلې خبره بللې ده چې په دې مرحله کې ډېرېږي.

خو یو شمیر نور څېړونکي بیا دغه نظر ردوي او وایي چې که دغه خبره صدق ولري نو باید په نارینه‌وو کې د تستوسترون سطحه د کمښت پر ځای ډېره شوي وای.

آیا مينه یو ډول اعتیاد دی؟

څېړونو ښوولې ده، کله چي سړی په ټينګه مينه اخته شي، د مغز ځینې برخې ډیرې فعالېږي او د ځینو نورو برخو فعالیت بیا په څرگند ډول راکښته کېږي. له لندن څخه سمیر زکي او اندریاس باریلز دوه لومړني پوهان ول چې د دوغو برخو په پېژندلو وتوانېدل.

هغوی مينانو ته د هغوی د معشوقو انځورونه وښول او مغزونه یې ورته د آژ ای په واسطه سکن کړل. په دې څېړنه کې دا خبره معلومه شوه چې د مينانو د مغزونو په لیمبیک سیستم (د احساس عصبي رشتې) کې څلور نقطې ډیرې فعالې شوې. هغوی دا خبره ثابته کړه چې دغه بدلونونه په کوکائینو باندې د اخته کسانو په مغز کې بدلونونو ته ورته ول. ډاکټر بارتلز لیکي:

«د مينې او اعتیاد ترمنځ اړیکه موجوده ده. داسې ښکاري چې اعتیاد په مغز کې له په عشق پورې تړلو مودلونو څخه ناسمه استفاده کوي.»

د تکامل تیوریو ته په کتو سره دا باور رامنځته شوی دی چې د جذابیت احساس له شپږو څخه تر درو کلونو وخت ته اړتیا لري، څو دوه کسان وکولای شي یو له بل سره ژوند وکړي.

علمي څېړنې ښيي چې مينه د مغز د لذت مرکز فعالوي. دا هغه وضعیت ته ورته دی چې سړی له نشه‌يي موادو لکه کوکائین، هیروئین، نیکوتین، آمفتامین او نورو څخه استفاده کوي.

دغو څېړنو دا خبره هم ثابته کړه چې کله میندي د خپلو کوچنيانو انځورونه ويني په مغز کې یې هماغه برخې فعالیږي لکه د مينې پر مهال چې فعاله وي.

خو سړی کولای نه شي د دې آزمویني په پایلو باندي سل په سلو کې باور وکړي، ځکه که سړی پر يو چا باندي مين وي او د يو بل کس انځور ورته وښوول شي، په داسې حال کې چې هغه د خپلي اصلي معشوقې په اړه فکر کوي، د مغز هماغه بخشونه یې فعالیږي، لکه د مين په مغز کې چې د خپلي معشوقې د لیدو په صورت کې فعال وي. په دې ترتیب سره نو سړی کولای نه شي له دې څېړنو څخه قطعي نتیجه واخلي.

هورمونونه، د ميني اصلي ماشینونه دي

سړی کولای شي د مينې محرکه قوه په ډیرې اسانۍ سره هورمونونه ویلي. خو په دې صورت کې بايد له یوه او یا هم دوو مشخصو هورمونونو څخه یادونه ونه کړي. د انسان په بدن کې د هورمونونو سیستم یو له بل سره تړلی دی او په یوه برخه کې بدلون د ټول سیستم د بدلیدو لامل کیږي.

آلمانی څېړونکی کریستوف کک، مينه د ستريس يو مثبت احساس بولي چې په هغه کې تر نورو ډېر تيروييد غدې او جنسي هورمونونه شته‌والی ښيي.

په شهوتي حالتونو کې د هیپوفیز غدې چې تر مغز لاندې موقعیت لري، د اکسي توسین په نامه هورمونونه ترشح کوي چې پر نورو ډیرو موضوعگانو باندي اغېزه کوي. تر اوسه پورې د دغه هورمون په اړه ډیرې څېړنې شوي دي او د مينې یا وفاداري د هورمون په نامه هم یادېږي. د مينې پر مهال یو بل مطرح هورمون وازوپرسین دی. دغه هورمون په جنسي اندامونو کې د وینې د جریان د تیزیدو لامل کیږي.

څېړونکي دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د مينې احساس د لېونتوب تر حده پورې په منځنۍ توگه یوازې د اوو میاشتو لپاره دوام کوي.

د مخ رنگ د مين حال ښيي

د مين د مخ رنگ د هغه دننی وضعیت ښيي. کله چې یو مين د خپلي ميني يا مين انځور او یا هم هغې یا هغه ته مربوط څه وویني د هغه مغز د مخ رگونو زیگنالونه استوي چې د مخ د عضلاتو د سستیدو سبب کېږي. په دې ترتیب سره په مخ کې د وینې جریان ډېرېږي او هغه سور رنگ نیسي.

د ورغوي خولې هم د توجه وړ بله موضوع ده. د مين يا ميني په لیدو سره مغز د خولو غودو ته زیگنال لېږي چې په پایله کې یې انسان ډیري خولې کوي.

د مین سترگې ړندې وي

دا چې پخوانیو خلکو به ویل چې مینه سړی ړندوي، ښایي له حکمته خالي خبره نه وي. څېړنو ښوولې ده چې د مينې په صورت کې انسان کولای نه شي د خپلې مينې يا مين کمی وویني. د ډاکټر اندریاس بارتلز څېړنیزې ډلې دا خبره ثابته کړې ده چې د مينې پر مهال د عصب هغه برخې چې پر نورو د نیوکو پر مهال فعالېږي، غیرفعاله وي.

«مينه یوازي درې کاله عمر کوي»

هغه کسان چې مينه یې کړې ده، پوهېږي چې دغه مرحله د یوه وخت له پاره دوام کوي. امریکایي انسان‌پېژندونکی ډاکټر هلن فیشر، چې د عشق په اړه د نړۍ لو مهمو څېړونکو څخه دی، له خپلو همکارانو سره دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د مينې احساس د لیونتوب تر حده پورې په منځنۍ توگه یوازې د اوو میاشتو له پاره دوام کوي.

تر دې مودې وروسته د هورمونونو د بدلونونو سطح کرار کرار راکمېږي او تر یوې مودې وروسته بیا مينان یوې بلې مرحلې ته ننوځي. په دې مرحله کې هم هورمونونه خپل نورمال حد ته نه رسېږي، خو د پخوا په شان فعاله هم نه وي.

د تکامل تئوري ته په کتو سره پر دې باندې باور موجود دی چې عشق په یوه انسان کې له شپږو میاشتو څخه تر دریو کلونو پوري عمر کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ

تبصره مو ولیکئ