د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ورزشي خبریالانو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ رسنیز جام په نوم ۱۰ اوریزه سیالۍ پیلیږي.
ننګرهار چې افغانستان کې د کرکټ لوبې کور په نوم یاديږي، پکې بې شماره د کرکټ مینه وال، لوبغاړي او د دغه لوبې یو شمیر خبریالان هم شتون لري، چې ډیر کله په دې ولایت کې په مختلفو نومونو سره د کرکټ سیالۍ ترسره کوي.
د رسنیو او کرکټ اړیکه خورا مهم بلل کیږي چې له همدې امله ویلی شو په مشهورولو کې یې هم رسنیو ستر رول لوبولی؛ د دې لوبې له تازه معلوماتو او خبري پوښښ څخه د خلکو خبرولو په موخه په دې وروسیتیو کې زیات شمیر خبریالان رامخکې شوي دي، خو کله کله په دغه ډګر کې خپله هم لوبیږي.
په ننګرهار کې ورزشي خبریالان وايي، په دې سیالیو کې یې د ګډون څخه موخه له نورو ورزشي خیریالانو سره د لا زیاتو اړیکو ټینګښت او یو بل سره په دې برخه کې د لا همکاریو او معلوماتو شریکول کول دي.
د رسنیز جام په نوم سیالۍ راتلونکې اونۍ د ننګرهار په مرکز ختیځ کرکټ اکاډمۍ کې د ۴ لوبډلو په ګډون سره پیلیږي، چې پکې د ننګرهار فعاله وورزشي خبریالانو، د ورزشي خبریالانو ګروپ، د ژورنالیستانو ملي شورا او همدا راز په دې جام کې د لمړي ځل لپاره د سینما یا فلمي ډګر لوبغاړو لوبډلې ته هم ځای ورکړل شوی دی.
په ننګرهار کې د سینما یو تن لوبغاړی یعقوب خان ناصري وايي، داسې لوبې جوړول د خبریالانو او فلمي لوبغاړو ترمنځ ډیرې ګټورې دي او یو بل سره د ښو اړیکو او یو بل څخه د خبریدا په معنی دي.
دغه سیالۍ په ختیځ کې د فعاله ورزشي خبریالانو، د ژورنالیستانو ملي شورا او د ختیځ زون د کرکټ بورډ مسول روح الله تره خیل په همکارۍ سره پیلیږي.
د ختیځ زون مسول روح الله تره خیل وايي، افغان کرکټ بورډ پلان لري، چې په راتلونکي ۲۰۱۹ م کال کې د رسنیو ترمنځ د کرکټ میډیا لیګ په نوم سیالۍ ترسره کړي او له دې سیالیو څخه یې موخه د غوره لوبغاړو ټاکنه ده.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم په ننګرهار کې د ورزشي خبریالانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ ترسره شوې دي، خو دا لمړی ځل دی، چې دغه ډول یو څلور اړخیز سیریز پلان شوی دی.
د رسنیز جام په نوم د کرکټ لوبې نه یواځې په افغانستان کې کیږي؛ بلکې د هېواد د یو شمیر نورو ولایتونو ترڅنګ په بهرنیو هېوادونو کې هم په ځانګړي ډول ترسره کیږي.