سپورټ کرکټ

د انګلستان پخواني لوبغاړي او مبصر مېچل واګن د ای سي سي وروستۍ پرېکړه مسخره کړه.

لیکنه: ياران

لیکنه: بهار سمسور

د جمع په ورځ د کریکټ نړیوالې شورا په ناسته کې د کریکټ نړیوال شل اوریز جام نوم چې پخوا ICC World T20  ( ای سي سي نړیوال شل اوریزه ) یادیده اوس يې د ( ICC T20 World Cup (د ای سي سي شل اوریزنړیوال جام اعلان کړ چې له دې وروسته به ترهمدې نوم لاندې تر سره کیږي.

واګن پر خپل ټېوټر لیکلي دا مې د کال تر ټولو ښه خبر واریده، دا رښتیا هم ماته لمسونکی خبر دی.یو غټ بدلون!

د واګن له دې خبرو داسې جوتیږي چې نوم,ړي د کریکټ نړیوالې شورا دغه د نوم بدلونې پرېکړه مسخره او عادي خبره ګڼلې او د نوموړي له دې ټېوټ څخه داسې محسوسیږي چې کریکټ نړیوالې شورا دې د نوم د بدلولو پر ځای د نړیوالو لوبو پر ښه والي او تخنیکي اړخ باندې کار وکړي.

د نومړي له دغه ټيوټ پوسټ څخه یو سوال دا پیدا کیږي چې ای ای سي سي یوازې د دغه ټورنمېنټ د نوم پر بدلولو فکر کړی که په لوبو کې به هم کوم بدلون رامنځ ته شي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران