افغانستان روغه سټه نړۍ

جرمني: هغه والدین به ۲۸ سوه ډالر جریمه شي، چې بچیانو ته د شري واکسین نکوي

لیکنه: یونس تسکین

جرمني کې هغه مور و پلار چې خپلو بچیانو ته د شري دوه دورې واکسین په وخت سره ونکړي، د حکومت په امر به کم تر کمه ۲۸ سوه ډالر جریمه شي. دغلته د یو واکسین بیه یو ډالر ده؛ خو جریمه يې اته ویشت سوه ځلې زیاته ده.

د جرمني د روغتیا وزیر جینز سپن ژمنه کړې، چې له جرمني څخه به د شري ویروس پاک کړي. نوموړي ویلي:
“زه غواړم شری ورک کړم. ټول هغه ماشومان چې وړکتون او ښوونځي ته ځي، باید د شري ضد واکسین واخلي. که والدین ددوی د واکسین کارت ونه ښيي، جریمه به شي.”

د جرمني حکومت وروسته له هغې د شري په نه واکسین اخیستونکو جریمه ولږوله، چې په دغه هیواد کې د ۲۰۱۸ کال د مارچ او د روان کال د فبروري میاشتو ترمینځ د شري ۶۵۱ مثبتې پيښې ثبت شوي.

د رپوټونو په اساس په نړۍ کې په بیساري ډول د شري پیښې زیاتې شوي. د یونسف په یو تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې په ګرده نړۍ کې یو سلو لس زرره (۱۱۰،۰۰۰) کسان د شري ناروغۍ وژلي.

د یونسف راپور دا هم وايي، چې په نړۍ هر کال ۲۰ میلونه ماشومان د شري له واکسین څخه پاتې کیږي.

له جرمني وړاندې نیویارک کې هم هغه کورنۍ زر ډالره جریمه کیدې، چې خپلو ماشومانو ته د شري واکسین نه کوي. په نیویارک کې هم د شري ناروغي مخ په پراخیدو ده.

افغانستان او شری
د شري ناروغۍ د پراختیا په اړه اروپا اندیښمنه ده. هلته په بیساري ډول د شري ناروغي زیاته شوې. د افغانستان په څیر وروسته پاتې او جګړه ځپلي هیوادونه خو باید د شري یا سرخکان په اړه انديښمن اوسي.

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په لاس کې د شري ناروغۍ په اړه تازه او ټول شموله شمیرې نشته، خو د یاد وزارت چارواکي وايي، چې په هیواد کې هر کال له ۳۰ تر ۳۵ زره کسان په شري اخته کیږي، چې زیاته برخه يې له ۱۰ کلنۍ کوچني ماشومان دي. شری وژونکې ناروغي ده، چې کومه خاصه درملنه نلري، بلکې په واکسین سره يې مخنیوی کیدلای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د شري د محوه کیدو لپاره باید کم تر کمه ۹۵ سلنه ماشومان واکسین شي، او هر کس باید کم تر کمه دوه دورې واکسین واخلي.

په افغانستان کې د یونسف شمیرنې ښيي، دغلته یواځې ۶۲ سلنه ماشومان لومړۍ دوره د شري واکسین اخلي او ۳۹ سلنه يې دوهمه دوره د شري واکسین کوي. باقي ټول ماشومان له واکسینه پاتې کیږي.

د شري ناروغۍ نښې او علایم
ډاکتران وايي، په ماشومانو کې د شري نښې په لومړي سر کې رېزش او ذکام دی چې له سترګو او پوزې يې اوبه راځي؛ سترګې یې سرې او اوښکې لري؛ ټوخی، تبه او د ځان درد؛ بې اشتهايي؛ ستومانتیا او نارامي لري. وروسته يې د غوږونو شاته سرې دانې راپيداکیږي، چې بیا څټ، لاسونو، مخ او سینې ته خپریږي.

په شري اخته ماشومان باید په کور کې له نورو ماشومانو بېل وساتل شي او وخت په وخت قوي او مایع خواړه ورکړل شي. دا ماشومان باید د ډاکتر تر نظارت لاندې وي او جدي مراقبت يې وشي.

ډاکتران وايي، د شري یو ناروغ ۱۵ نور ماشومان هم په دې ساري مرض اخته کولای شي.

په افغانستان کې په ټولو روغتیایي مزکزونو کې د شري واکسین موجود دي، چې په وړیا ډول له یو کلنو تر ۱۰ کلنو ماشومانو ته ورکول کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین