هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد خواړه

ایا افغانستان کې مکډونالډ ته ورته ځنځیري رسټورانټ ګټور دی؟

په ۱۹۹۲ز کال کې مکډونالډ په نړۍ کې ۱۲زره او ۷۰۰ څانګې درلودې، خو اوس یې شمېر ۳۳ زرو ته رسیږي. د نړۍ شاوخوا یوه سلنه وګړي هره ورځ د مکډونالډ له ځنځیري رسټورانټونو ډوډۍ خوري. د مکډونالډ یو شمېر څانګې په هره ثانیه کې ۷۳ همبرګر پلوري او هر کال ۳۲ میلیارده ډالره عاید ترلاسه کوي. دغه شرکت په ۱۱۹ هېوادونو کې د ورځې ۶۸ میلیونه مشتریان لري.

دوی پر برګرو سربېره، د کافي شاوخوا ۶۰۰ څانګې لري، چې ښه مشتریان یې پیدا کړي دي. دوی د ماشومانو لپاره د لوبې فضاوې جوړې کړې او د لوبو وسایل هم تولیدوي. اکثریت ماشومان، (۹۰ په سلو کې) چې وږي کیږي مک ډونالډ ته مراجعه کوي.

پر مک ډونالډ د خلکو نیوکې هم شته، ځکه د دوی ډوډۍ او خوراک د خلکو او ماشومانو د چاغیدو سبب ګرځي. پر دې سربېره دوی چرګان په ډېر وحشیانه ډول روزي او په زور یې داسې چاغوي، چې ځیګر یې وپړسیږي او له دې بیا دوی خاص Foie Gras) )خواړه تیاروي.

د مکډونالډ په څانګو کې دمګړۍ یونیم میلیون کسان په کار بوخت دي. دغه شرکت په اتلس هېوادونو کې د کورونو دروازو ته خپل خدمات رسوي. امریکایان ۴۵۰ زره ټنه غوښه (پنځه نیم میلیونه غویان) په مکډونالډ کې مصرفوي.

مکډونالډ په پیل کې ساده همبرګر پلورل، خو وروسته یې خپل فعالیتونه او خوراکونه متنوع کړل.

د مک ډونالډ وروڼو ترڅنګ، ددغه شرکت مهم ونډه وال ري کراک خورا بیوزله سړی و، خو په سر کې یې د شتمنتوب خیال و. هغه، چې د مکډونالډ برګرو پر وړاندې د خلکو اوږده کتارونه ولیدل، فکر ور پیدا شو، چې دا خدمات باید په رسټورانټونو کې په پوره نظافت او ځنځیري بڼه وړاندې شي. ده د مکډونالډ د کارکوونکو لپاره ځانګړي کورسونه او روزنځایونه جوړ کړل او په ۳۵۰ مخونو کې یې یو لارښود چاپ کړ، چې کارکوونکي یې باید په پام کې ونیسي.

دوی د خوراک لپاره سټنډرډ خوراکي توکي په پام کې نیسي او هیڅ څیز پکې ډېر او کم کیږي نه. هغوی په یوه درې نیم اېنچه برګر کې ۳۰ ګرامه پیاز کاروي. په ۴۵۴ ګرامه غوښه کې یې ۱۹ سلنه غوړ وي. چپس باید په اوو دقیقو، برګر په لسو دقیقو او قهوه په دېرش دقیقو کې وپلورل شي او که ونه پلورل شي باید وغورځول شي.

دوی د مسلمانانو په خاطر د خوګ غوښه نه کاروي او په هند کې د غوایانو پرځای د وزې غوښه کاروي، ځکه هندوان غويي ته په مذهبي لحاظ درناوی لري.

عموما د مکډونالډ په بري کې د هغوی خپل ځانګړي معیارونه ډېر رول لري. یو ډول قیمت، یو ډول کیفیت او خدمات، چټک تیاری او پراخ تبلیغات ددې لامل ګرځېدلي، چې مشتریان یې ډېر شي.

زما یاد دي، چې په امریکا کې موږ د شپې ډېر وګرځېدو، خو په عامو رسټورانټونو کې خوراک ډېر ګران و. بل دا معلومول هم سخت و، چې کوم یې حلال او کوم حرام دي. په کوم هوټل کې، چې اوسېدو هلته خو خوراک زموږ له وسه بهر و. په نږدې ځای کې مو مک ډونالډ وموند او په ډېره کمه بیه مو خیټې مړې کړې. په اروپا کې هم پر لومړي ځل له داسې یوې ستونزې سره مخ وو، خو مکډونالډ مو ستونزې را اوارې کړې.

زه مکډونالډ ته تبلیغ نه کوم. زما د لیکنې هدف دا دی، چې په افغانستان کې زموږ هر سوداګر کولای شي، چې ورته ځنځیري ارزانبیه رسټورانټونه پرانیزي. دلته خو د پوهنتون او روغتون او … په خولو کې د بولانیو او برګرو ریړۍ ولاړې دي، چې نه یې غوړ صحي دي او نه هم کار او چاپیریال.

که یوڅوک پیدا شي او د یوڅو میلیونو افغانیو په پانګونې سره د ښار په بېلابېلو برخو کې دا وړ ځنځیري غذايي خدمات پیل کړي، زه فکر کوم، چې زیات مشتریان به ترلاسه کړي. دا کار په دویم او دریېم ګام کې په ننګرهار، کندهار، خوست، هرات، مزار شریف او نورو ولایتونو کې هم کولای شي.

که زموږ د خوراکي خدماتو بیه ټیټه او کیفیت یو وي، هر محصل، زده کوونکی او ان ماشومان به یې هم وپېرلای شي. له لس او شل افغانیو نه تر ۱۰۰ افغانیو پورې په بېلابېل کیفیت برګر او نور خوراکي توکي د ښوونځیو او پوهنتونونو او دغه راز د ښار د ګڼه ګوڼې په ځایونو کې ښه بازار پیدا کوي. زموږ اکثریت څلورلارې له مزدورانو ډکې دي، هغوی د ۱۰ او ۲۰ افغانیو برګر اخستلای شي، خو د پوهنتون محصلین او نور دفتري کسان د ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو برګر ته زړه ښه کولای شي.

زه خپله ددغسې ځنځیري غذايي خدماتو ډېر لیوال یم، خو د پانګونې وس یې نه لرم. که څوک یې وس لري، دا طلايي چانس دې له لاسه نه ورکوي. یو ښه برانډ او ښه سټنډرډ خدمات، پاکوالی او ثابته بیه کولای شي، چې ستاسې غذا مشهوره کړي.

په ټلویزیونونو کې پرله پسې اعلان او بیلبورډي اعلانات ستاسې د خدماتو پر وړاندې مشتریان را ماتولای شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */