ادبیات ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر لیکوالي

مین جمهوریت؛ د ټولنې تر ټولو بد انسان، بد چارواکی دی

لیکنه: ملیحه ناصري

ناول دی، عبدالهادي احمدزي لیکلی، ۱۶۶مخونه لري. پښتۍ یې ښکلې ډیزاین شوې.

پیل یې پر داسې جمله کړی چې د کتاب له پرانیستو سره سم سړی دې ته متوجه کوي چې: لوله یې مه، ورننوځه!

دی لیکي:

ډالۍ! هغو ته چې یوازې لیکل لولي نه، ورننوځي هم.

عبدالهادي احمدزي تر دې مخکې یو بل ناول لیکلی و چې «ځوان زخمي پاچا» نومېده. په همدې ناول یې ځان ته په زړونو کې ځای وموند.

اوس یې خلک له احمدزي نه پاچا ډېر بولي. اوس یې بل ناول هم همداسې شور پیدا کړی لکه ځوان زخمي پاچا. د هغه محتوا ډېره پر مینه راڅرخېدله، د مین جمهوریت آره سکالو جمهوریت، د ټولنې ستونزې او ربړې، د ولسمشر هېوادنۍ مینه، د وجدانونو راويښول، د فساد د جرړو ایستل، عامه پوهاوی، د ټولنې ژور مثبت بدلون، د جبري ودونو منعه کول، مینې ته درناوی او ژمنتیا، هېواد ته ژمنېدل او د هغه لپاره هر ډول سرښندنې په ځان منل ده؛ خو د دې ټولو تر څنګ یې انسانۍ عواطف هم نه دي هېر کړي، د سیاسي ژوند په څنګ-څنګ کې یې خپله ځواني او سم خواهشات هم پاللي.

مین جمهوریت کې د ټولنې ستونزې هماغسې انځور شوي لکه دي چې؛ خو ورسره یې حللارې هم ورته په نښه کړي. د افغانانو د ستونزو له انعکاس سره یې، د دې بدبختیو له منځه وړلو په‌پار، داسې طرحې وړاندې کړي چې عملاً په مین جمهوریت کې تمثیل شوي.

په حقیقي ژوند کې موږ له ولسمشر سره په بسته ژوند کې یو ځل نشو لیدلی؛ خو مین جهوریت کې جمهور رییس هره جمعه سل نارینه او ښځينه را بولي، له هغوی سره مرکه کوي او دردونه یې اوري. یوازې اوري یې نه، سمدستي یې پر ټپونو مرحم ورته لګوي.

د ښوونځیو د ډېرو مضمونونو لپاره یې برنامه جوړه کړې چې ښوونځيو کې به لومړی زده‌کوونکی پېژندل کېږي چې څه یې خوښ دي چې ویې لولي، بیا به همغه شی لولي هم، څو هنرمند وروزل شي. داسې نه لکه زموږ چې ریاضي خوښېږي؛ خو ادبیات لولو او چې پر ادب مین وي، هغوی ساینس لولي.

په کتاب کې څو ځایه د «غیر قانوني» چلن کلمه کارول شوې ده. لومړیو کې مې ټایپي تېروتنه وګڼله؛ خو پای برخو کې مې پام شو چې هغه یې قصداً ویلي و. هلته چې څوک له قانونه سرغړاوی وکړي، قانوني چلن نه، غیرقانوني چلن ورسره کوي؛ ځکه قانوني لږ تر لږه یو څه زړه‌سوی لري.

په ښار کې د ګڼې‌ګوڼې ورکولو لپاره یې طرحه وړاندې کړې، داسې چې خلک لومړی په نرمه لارې ته سیده کړي، که نه شو په زاریو، په پای کې به سوټي پسې را اخلي او خلک پوهوي چې ښار مو خپل دی، انساني ژوند وکړئ.

د ورسپارل شوي ړنګ هېواد د هر وګړي غم ورسره او د هر یوه په درد همداسې ځورېږي لکه همغه کس چې وي. له مین سره وچ خپه وي، له دردمن سره خواخوږي کوي، له ناروغ سره نارامه وي.

د فسادونو او مفسدو کسانو د ورکولو لارې یې جوړې کړي. مضرو قومي مشرانو ته مضر درمل ورکوي چې ورک شي. غله په غلو لوټي. د اداري فساد له منځه وړلو په پار یې ۵۰ پاک ځوانان پیدا کړي چې خپله جنجالي دوسیه له ادارو راخلاصه کړي.

مین جمهوریت ټولنه او هېواد ژوند ته برابر کړ. پر دېوالونو یې د جګړو د خبرو پر ځای هیله بښونکې جملې ولیکلې.

دې جهموریت کې ولسمشر خپله انساني عاطفه (مینه) هم پاللې. د زړه له تله یې مینه یې کړې، د بېلتون بېخوندي یې هم څکلې.

سره له دې چې ټول یې خپل هېواد انځور کړی؛ خو ځينې برخې یې داسې دي لکه د کوم بل ځای ولسمشر چې وي. دلته زموږ وزېره ولسمشر ته چې لاس ورکړي، له فرهنګ سره ټکر دی؛ خو مین جمهوریت کې یې ان ښکلوي هم، چکر ته هم ورسره ځي او رومانټيکه فضا هم جوړوي. دلته ښځې له سګرټو ځان ساتي؛ خو لکه څنګه چې دې وروستیو زموږ مېرمنې هم سګرټ څکوي، په مین جمهوریت کې نجونې او مېرمنې سګرټ لکه مېوه داسې کاروي.

په پای کې د مین جهوریت څو جملې:

له خوراک سره دومره پام مه کوئ، لکه خپلو خبرو سره یې چې باید وکړئ.

هر څوک ممبر/سټېج ته مه پرېږدئ! د دې دوو ځایونو ارزښت باید تل لوړ او ارزښتمند پاتې شي.

ځينې کسان هر موسم کې چلېږي، عمري خوندور پیدا وي.

چې نظام جوړ وي؛ نو د هر چا د کور او ژوند ټولې چارې خپله جوړېږي.

دا کوم ژوند چې موږ کوو، دا ژوند نه دی، خودا چیشی دي، موږ ټول په یو رقم عذاب اخته یو، د دې عذاب د خلاصون لپاره د ژوند د ارامښت لپاره، د هېواد د سوکالۍ لپاره راولاړ سه!

ښې ورځې راځي، تشویش مه کوه هېوادواله!!!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ