مکسویل: د نړیوال جام لغوه کېدو ناهیلی کړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي
د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو الراونډر لوبغاړي ګلین مکسویل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام لغوه کېدو ناهیلی کړ.
هغه د فاکس سپورټ سره په خبرو کې وویل، دا ډېر د خوښۍ ځای وي، چې د کرکټ نړیوال جام دي په خپل هیواد کې ترسره کیږي.
د ۲۰۲۰م د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د اسټرالیا هیواد په کوربتوب په اکتوبر او نوومبر میاشتو کې ترسره کېدی، خو د کورونا ویروس له امله راتلونکې کال ته وځنډېد.
اوس د کرکټ نړیوالې شورا د تازه پرېکړې له مخې نړیوال جام به د ۲۰۲۱م په اکتوبر او نوومبر میاشتو کې ترسره شي.

۳۱ کلن مسکویل ددې ترڅنګ ویلې، چې د هند IPL سیالیو ته پوره چمتوالی لري.
مکسویل د تېر ۲۰۱۹م په نومبر میاشت کې د روانې ستونزو له کبله له خپل بورډ څخه د رخصتیو غوښتنه کړې وه، چې بورډ یې هم ورسره منلې وه.
خو اوس تازه هغه ویلې، چې هغه ځان فزیکي او ذهني چمتوی کړی او بیا به د کرکټ لوبو ته ښه راستون شي.
څو ورځې مخکې اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان خلاف سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه، چې پکې تکړه او نامتو لوبغاړی مکسویل هم شتون درلود.

مسکویل د نړیوال جام ترڅنګ په داسي مهال د آی پي ایل په اړه خبري کړې، چې دا لیګ د سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه پيلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۷مې نېټې پوري به دوام وکړي.
دا چې په هند کې لا تراوسه کورونا ویروس په پراخېدو دی، نو آی پي ایل په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

په متحده عربي اماراتو کې د هند کورنیو سیالیو ترسره کول نوې خبره نده؛ بلکې تر دې مخکې په ۲۰۱۴م کې هم یو ځلې آی پي ایل په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی او د دې ترڅنګ په ۲۰۰۹م کې بیا هند کې د عمومي ټاکنو له امله سویلي افریقا کې ترسره شوی.
تمه کیږي، چې په آی پي ایل سیالیو کې د لوبېدونکو لوبډلو لوبغاړي تر سیالیو یوه میاشت مخکې متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.
د نړیوال جام او اسیا جام راوروسته اوس د ټولو کرکټرانو او مینوالو سترګې IPL ته دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.