سپورټ کرکټ وزش او تمرین

مکسوېل IPL کې هیڅ شپږیزه ونه وهله؛ خو د هندوستان خلاف د ښې لوبې تمه لري

د اسټرالیا ستر الراونډر ګلېن مکسوېل چې د کرکټ په نړۍ کې یو خطرناک نوم دی، د ۲۰۲۰ په آی پي اېل کې د پنجاب لوبډلې لپاره هیڅ شپږیزه ونه وهله او په ۱۱ لوبو کې یې ټولې ۱۰۸ لوبې کړې وې.

په سږ کال آی پي اېل کې د ده لوړې منډې ۳۲ وې.

نوموړي اوس رسنیو ته ویلي:

«اوس د آی پي اېل د تېرو شوو لوبو په اړه فکر نه کوم، ځکه هغه هسې هم تېرې شوي دي، بلکې د اسټرالیا او هندوستان کرکټ لوبډلو ترمنځ په لوبلړۍ فکر کوي؛ څنګه وکولای شم، چې توپ ښه ولوبوم، په بېټ یې راولم او د اسټرالیا لپاره ګټور تمام شم»

مکسوېل له آی پي اېل وړاندې په انګلستان کې د انګلستان لوبډلې پر وړاندې یوه لوبه کې سلیزه وکړه او په درې لوبو کې یې ۱۸۶ منډې کړې وې؛ خو آی پي اېل کې یې بیا مزه نه وه.

د اسټرالیا او هندوستان لوبې

د نومبر په ۲۷ مه راتلونکې جمعه د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د اوږدې لوبلړۍ پرانیسته په یو ورځنیو لوبو کېږي.

د لوبو پیل په سېډني ښار کې کېږي او لومړۍ یو ورځنۍ کرکټ لوبه به د افغانستان پر وخت سهار لس باندې اته بجې پیل کړي.

دویمه یو ورځنۍ لوبه د نومبر په ۲۹ مه د یکشنبې په ورځ پېلوي او درېیمه یو ورځنۍ لوبه د ډېسمبر په دویمه نېټه ترسره کړي.

له دې وروسته د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي، چې لومړۍ شل اوریزه لوبه د ډېسمبر په ۴ مه ترسره کوي او د افغانستان پرمهال به غرمه ۱۲ بجې او ۴۰ دقیقې پیل کړي.

د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د ډېسمبر په ۸ مه پای ته رسېږي.

i.jpg

دواړه لوبډلې اوږدې یا څلور ټېسټ لوبې د ډېسمبر په ۱۷ مه پیلوي.

د هندوستان کرکټ لوبډله به شاوخوا اته ورځې په اسټرالیا کې په لوبو بوخته وي، په دغو لوبو کې د باکسېنګ ډی په نوم تاریخي ټېسټ لوبه هم کېږي، چې اسټرالیا یې هر کال د یوې لوبډلې پر وړاندې په اسټرالیا کې ترسره کوي.

۲۰۱۸ کې دغه لوبه هندوستان ګټلې وه او د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل و، چې د کولي په لوبډلمشرۍ کې هندوستان له اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې د درې ټېسټ لوبو سیریز وګاټه.

د اسټرالیایي لوبغاړو څرګندونې

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې رهبرۍ غړو ویلي، چې د توپوهونکو لپآره جسپرېت بومرا غوښتی یا مطلوب لوبغاړی دی.

موخه یې له دې ښایي دا وي، چې یا بومرا سره احتیاط وکړي، ترڅو توپوهونکي ونه وسوځوي او اسټرالیا په خپل کورکې له ستونزو سره مخ نه کړي.

یا یې ښایي توپوهونکو ته اشاره دا وي، که مو بومرا وټکاوه؛ نو نور بالران بیا خپله ټکېږي.

اسټرالیایان وایي بومرا د آی پي اېل پرمهال ښه توپ اچونه وکړه او توپوهونکي یې پرېنښودل چې زیاتې منډې وکړي.

بل پلو ګلېن مکسوېل د کولي په اړه څرګندونې کړي؛ مکسوېل وایي هیله ده، چې ادم زمپا ویرات کولي زیاتو منډو ته پرېنږدي.

ویرات کولي د هندوستان په لوبډله کې د توپوهنې د ملا تیر دی، که چېري کولي ودرېږي او توپوهنه وغځوي، نو اسټرالیا له ستونزوسره مخ کولای شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ