تر دوه کلني ميني وروسته مکسويل کوزده وکړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
اسټرالياوي کريکټر د ويني رامان په نوم د يوې پيغلې سره کوزده وکړه.
ګلين مکسويل او ويني رامان دواړو پر خپل انسټاګرام د خپلي کوزدې اعلان وکړ.
ويني او مکسويل د ۲ کلونو راهيسي د يوبل سره اړيکي درلودې چي د مکسويل په غوښتنه د دواړو کوزده وسوه.
glenn maxwell on instagram yeah not bad caljpg4807656121277444806. تر دوه کلني ميني وروسته مکسويل کوزده وکړه
مکسويل چي د سويلي افريقا په وړاندي يو ورځنيو لوبو سکواډ کي يې نوم راغلی وو د څنګلي د ټپونو له کبله د سفر څخه پاته سو ځکه ټپ يې عملياتو ته اړتیا لري.
ويني رامان پرخپل انسټګرام اکاونټ ليکي:
“تيره ورځ زما د خوښي وړ شخص زما څخه غوښتنه وکړه چي زما سره واده وکه” #هو
20200226 2000254467930948051363413 تر دوه کلني ميني وروسته مکسويل کوزده وکړه
ګلين مکسويل هم د ويني سره ګډ عکس سره د ګوتمۍ نښانه خپره کړې.
د کريکټ مشهورو څيرو مکسويل او ويني ته مبارکۍ ورکړي او د بختور ژوند هيلي يې ورته کړي.
20200226 2000402071881622895548168 تر دوه کلني ميني وروسته مکسويل کوزده وکړه
ګلین مکسويل په ۲۰۱۹ز کال اکتوبر مياشت کي د ذهني نا ارمتيا له کبله استراحت سو چي وروسته د ۲۰۱۹ز کال ډسمبر مياشت کي د بیګباش ليګ د ميلبورن سټارز لوبډلي لوبډلمشر وو چي پايلوبه يې سيدني سيکسرز لوبډلي ته په ۱۹ منډو بايلوله.
په نهم پړاو بيګباش ليګ کي مکسويل ۳۹۸ منډي وکړې او تر مارکس سټونیس وروسته ترټولو ډيري منډي وې.
مکسويل د اسټراليا لپاره ۱۷۸ نړيوالي لوبي کړي پداسي حال کي چي راتلونکي شل اووريز نړيوال جام کي به هم د خپلي لوبډلي مهم غړی وي.