د مطلب اشنا یارانو درې نښې

ليکنه: حنيفه مومند
تاسو به زیاتره خلک ليدلي وي چې ډېر خواږه او يو بل ته ډېر نږدې ملګري وي، خو زیاتې ملګرتياوې، په ډېر نازک تار پيول شوي او هره شېبه يې د شلېدلو او لمنځه تلو امکان وي.
هر څوک په کار ځای، ښوونځي، پوهنتون، چم ګاونډ اوداسې نورو… ځايونو کې، دوستان او ملګري لري، چې په خپلو کې پراخې اړيکې لري. اوس پوښتنه دا ده، چې دا ملګرتيا يې يوازې د اړوندو اړیکو پورې تړاړه لري، که نه د تل لپاره او په هر حال دا ملګرتيا پايدونکې ده؟
راځئ تر هر څه د مخه ملګرتيا وپېژنو، چې ملګرتيا يعنې څه؟
کېداي شي ملګرتيا د هر انسان تر ليد پورې منحصره وي، خو زما له نظره ملګرتيا، د موخې او تمې پرته د یو چا سره مرسته او تلپاتې اړيکې ساتل او پالل دي.
راسره اوسئ چې په هغه ټکو پوه شئ، چې په وسيله يې مطلبي ياران وپېژنئ او د خپلې ملګرتيا له ليست څخه يې بهر کړئ.
دا کسان په لومړيو کې خورا خواږه وي داسې کارونه ترسره کوي، چې ستاسو باور لاس ته راوړي. کله چې تاسې د خپل ځان څخه ښه ډاډه کړي، نو بيا د وخت په تېريدلو له تاسو واټن اخلي، او خپلې موخې تعقيبوي.
دويمه نښه يې دا ده چې دا خلک تاسو سره د خواله رسنيو له لارې خورا ډېره اړیکه لري، لکه ليکلي پيغامونه، فيسبوک، مسېنجر، زنګ وهل، اوداسې نورې لارې… چې تاسو ورته لاسرسی لرئ، ستاسو احوال اخلي او ځان درته لا نږدې کوي.
درېيمه نښه دا ده چې له حده ډيره مينه درکوي، تاسو ته دا ښکاره کوي، چې ډير ارزښت ورته لرئ او پرته له تاسو پرې وخت نه تېرېږي، خو بيا په وروستيو کې داسې ګوزار درکوي، چې د اسمان څخه مو د ځمکې تل ته را غورځوي.
او په پای کې هم دا چې له يو څه وخت وروسته يې له تاسو سره علاقه کمېږي، چې بيا د وخت په تېرېدلو ورته د مزاحم حيثيت لرئ، او که زړه مو وغواړي، چې خبرې ورسره وکړئ، نو په اسانۍ ځواب نه درکوي او يا درڅخه په دې پلمه ځان خلاصوي، چې مصروف يم او وخت نه لرم.
که دا ډول ملګري/ دوستان لرئ سر له همدا اوسه يې له خپل ژوند څخه د تل لپاره لرې کړئ. مخکې له دې چې د خپګان باعث مو وګرځي، ځان وپېژنئ او دا ډول کسان مو له ژونده وباسئ، نو هله به تاسو د يو ځان پېژندونکي انسان په حيث  ځان ته د قدر په سترګه کتلی وي. په هر چا باور کول او زيات ارزښت ورکول مطلبي يارانو ته دا فرصت برابروي چې له تاسو ناسمه ګټه پورته کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ