مارچ 6, 2021

په دغو لارو سره خپله مطالعه پراخه او چټکه کړئ!

Advertisements
ژباړه: عایشه حیدري

مطالعه د یوې ټولنې بنسټ جوړوي.
کومې ټولنې کې چې کتاب لوست او مطالعه نه وي، هغه ټولنه پرمختګ نه شي کولای، دغه ډول ټولنې تل وروسته پاتې وي. مطالعه د انسان پوهه پراخوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي.
که تاسو ازموینه لرئ او ازموینې ته مو کم وخت پاتې وي، هېڅ مطالعه مو نه وي کړې نو اندېښنه مه کوئ، د څېړنو بنسټ یو ځوان کولای شي په يوې دقيقې کې تر ۳۰۰ کلمو پورې ولولي، تاسو ارومرو پوښتئ چې دومره چټک لوست څنګه شونی دی؟
په نننۍ لیکنه کې له موږ سره د هغو لارو چارو د لوستلو لپاره پاتې شئ چې په چټکې مطالعې کې مرسته کوي:

د مطالعې د وخت زیاتوالی او مناسب خوب

د غوره او مناسبې مطالعې لپاره د لوست د وخت زیاتوالی او مناسب خوب ډېر اړین دي. دا ځکه چې که هرڅومره ډېر وخت ولرئ، کولای شئ ډېره مطالعه وکړئ او که خوب مو پوره وي تاسو به د ارامتیا او هوساينې احساس کوئ او وبه کولای شئ ډېره ښه او اغېزمنه مطالعه وکړئ. په یاد و لرئ چې په بې خوبۍ کې مطالعه ګټه نه لري.

د مطالعې لپاره دوخت ټاکل

د غوره مطالعې لپاره لومړئ اړین ګام د وخت ټاکل دي، بویه چې د مطالعې لپاره ځانګړی وخت وټاکئ، مثلاً د کتاب د یوې ځانګړې برخې او یا څپرکي ته د څپرکي د موضوعاتو په پام کې لرلو سره دوه ګړۍ وخت وټاکئ، خو دا باید هېر نه کړئ چې د مطالعې د وخت ټاکلو ترڅنګ باید خپلې مینې، هوساینې، ارامتیا او ددرس کچې ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.
که تاسو له هغه کتاب سره چې لولئ یې، مینه لرئ او د هوساینې او ارامتیا احساس کوئ، نو په ډېرې اسانۍ سره کولای شئ ویې لولئ او د خپلې خوښې له دغه ډول کتاب لوست څخه به تاسو ډېر څه زده کړئ.

د لوست په لړ کې دمه کول

د مطالعې پر وخت دمه کول مطالعې اغېزمنتیا ته ډېره ګټه کوي. یاد ولرئ چې د انسانانو ذهن نه شي کولای ډېر موضوعات په پرله‌پسې توګه جذب کړي، نو د مطالعې په لړ کې ارومرو باید لنډې دمې وشي.
همدارنګه د هر انسان د دمې کچه توپیر کوي، خو د ۷۵ تر ۹۰ دقیقو مطالعې وروسته باید ۱۵ تر ۳۰ دقیقو پورې دمه وشي، چې د انسان ذهن د څو شېبو لپاره ارام او ویده شي او تازه سا واخلي او وروسته چې کله بیا لوست پیلوي، نو موضوعات په ښه ډول جذب کړي.
د مطالعې د دمې پر مهال بویه چې د ټیلویزیون، فلمونو او ډرامو له کتلو په کلکه ډډه وشي، خو د موسيقۍ اورېدل، د لیمو اوبه څښل، د سترګو بندول او داسې نورې کړنې ډېرې ګټورې دي.
د هغو شیانو څخه چې تاسو په دوامداره توګه بوخت ساتئ او له هر هغه څه چې ستاسو ذهني ارامتیا ګډوډوي لرې اوسئ.

د متن نښه کول

په عنوانونو باندې ډېر لنډ نظر او د درسونو کمول هم د مطالعې په چټکتیا کې مرسته کوي. د متن سرلیک، د څپرکو نومونه او په پراګراف کې مهم ځایونه د نښه کوونکي رنګه قلم (Highlighter) پر مټ نښه کړئ.
دا کار به مو لږ وخت ونیسي، خو ستاسو د مطالعې له چټکتیا او اغېزمنتیا سره به ډېره مرسته وکړي.
یو متن څو ځلې مه لولئ، ځکه هم ستاسو وخت ضایع کوي او هم مو ذهن ستړی کوي. د مطالعې په لړ کې که کوم ځای درڅخه پاتې شو، بېرته یې له سره مه وايئ خپلې مطالعې ته دوام ورکړئ، وروسته مو چې بیا مطالعه کوله هغه ځایونه ولولئ دا کار به مو دوخت بربادېدو څخه مخنیوی وکړي.

په لوړ غږ مطالعه

د مطالعې ترټولو خرابه بڼه، متن په لوړ غږ لوستل دي.
په لوړ غږ مطالعه د دې لامل کېږي چې تاسو ډېره انرژي له لاسه ورکړئ او وخت مو ډېر ضایع شي او هم ستاسو د ذهن سرعت کم شي، دا ځکه چې د لیدلو چټکتیا د لوستلو د چټکتیا په پرتله ډېره ده.
د دې لپاره چې په لوړ غږ لوست ونه کړئ، خپلو شونډو ترمنځ یو قلم او یا هم پنسل کېږدئ او یا هم خپله ژبه د غاښونو ترمنځ کېږدئ چې ونه شئ کولای په لوړ غږ لوست وکړئ.
که تاسو نه شئ کولای دغه دوې کړنې ترسره کړئ، نو بيا کولای شئ په ډېرې ارامۍ سره د زمزمې په بڼه مطالعه وکړئ. د مطالعې پای کې باید له ځان سره و سنجوئ چې څومره موضوعات مو زده کړي او يو ځل بیا هغه متن له پیله ولولئ
د متن بیا لوستل تاسو سره مرسته کوي چې هغو ټکو ته چې په لومړي ځل لوست مو ور ته پام نه دی شوی، هغه هم زده کړئ او هر هغه څه مو چې زده کړي هغه مو ذهن کې تل پاتې شي.

د لوست پر مهال یادښتونه ولیکئ

د کتاب د لوست پر مهال په خپلې کتابجې کې لنډ نوټونه او یادښتونه ولیکئ، د یادښتونو لیکل تاسو سره مرسته کوي چې اړین او مهم ځایونه په نښه کړئ او بیا وروسته کولای شئ یوازې همدا یادښتونه د مطالعې د ارزونې او لنډې مطالعې لپاره وکاروئ.
ستاسو په ذهن کې به دا پوښتنه وي چې چټکلوستل څه‌ ګټه لري؟ دلته د چټک لوست ځینې ګټې په لنډ ډول لیکو:
۱ – د وخت د بېځایه لګېدلو مخنیوی کوي.
۲ – د مغز چټکتیا او فعالیت پراخوي او وړتیا زیاتوي.
۳ – له تاسو سره مرسته کوي چې موضوع ښه درک کړئ.
۴ – پر ځان باور ډېروي.
۵ – له تاسو سره مرسته کوي چې ځینې مهم ټکي د تل لپاره په ذهن کې وساتئ.
۶ – تاسو ته انګېزه درکوي چې نوره مطالعه وکړئ او ډېر موضوعات زده کړئ.
د مطالعې ترڅنګ ستاسو د ژوند بڼه، په منظمه توګه ورزش کول، وړ او پر وخت خوب، هغه ټکي دي چې ستاسو د زده‌کړې او پوهې په زیاتوالي کې مرسته کوي.
پورتنۍ کړنې به ستاسو لپاره لږ ستونزمنې وي، خو په پام کې نیولو او پلي کولو سره به تاسو غوره مطالعه وکړای شئ او ستاسو په پوه کې به ورسره زیاتوالی راشي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي