له واده وړاندې د مشورې اړتیا

مرکه: صدیقه پوپلزۍ

له پخوا زمانو راهیسې زموږ په ټولنه کې د مشورې نوم کښته او پورته کېږي او موږ په دودیز ډول وخت ناوخت له مشرانو مشورې اخیستي لويې او وړې پرېکړې مو کړي.
د پرېکړو په لړ کې یوه هم د واده او کوژدې مسئله ده چې ډېر ځله د ځینو کلتوري مسایلو له امله پرې یو اړخیزې پرېکړې کېږي چې بیا یې لوی زیانونه را اړولي او د ډېرو کورنیو بدبختيو لامل شوي او له نېکه مرغه اوس دا دی د کوژدې او واده بحث او مشوره هم په علمي بحثونو ورننوتي او نور یو تخصصي کار او چاره ده او په افغانستان کې د همدې علم مخکښ ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي دفتر ته راغلې یم او له ده سره – له واده څخه مخکې مشورې په اړوند – مرکه لرم.
یاده دې وي چې همدا اوس په کابل کابل ښار کې یوه ښوونکې او د په یوه بهرنۍ موسسه کې کارکوونکې نجلۍ او هلک له استاد څخه په همدې اړوند مشوره واخیسته چې زما د پوښتنو لپاره هم ښه بهانه جوړه شوه.
پوپلزۍ: سلام استاد هیله ده چې روغ جوړ او لۀ شته آفتونو به پۀ امن یاست استاد هر کله چې دوه کسان غواړي واده وکړي، نو حتماً باید مشوره واخلي؟
استاد عظیمي: لۀ وادۀ وړاندې مشوره پۀ افغان ټولنه کې ډېره دود نه ده، ځکه ډېری خلک نالوستي او پر دې اړوند لا فکر هم نه کوي، خو له واده وړاندې مشاوره اخیستل ډېر اړین دي، ځکه ټول انسانان یو شان نه دي، د انسانانو شخصیتونه بېلابېل او له یو بل سره توپیر لري هغه کسان چې یو بل سره واده کوي باید ځانګړنې یې یوبل سره جوړ راشي دا خبره سمه ده چې دوه داسې انسانان نشو موندلی چې له هره اړخه یو شان وي، خو لږ تر لږه کولای شو دوه داسې کسان ومومو چې ځانګړنې یې هغومره سره یو شان وي چې په راتلونکي کې د ستونزو لامل نشي او دواړه لوري وکولای شي د یوبل ځانګړتیاوې وزغمي او په خوا کې یې نور لاملونه لکه سن، بلوغونه، همغږۍ، کورنۍ، مینه او روغتیا هم شته چې باید جدي ونیول شي.
پوپلزۍ: له واده وړاندې مشوره اخیستل څه ګټې لري؟
استاد عظیمي: تر واده وړاندې مشوره اخیستل له واده وروسته د ګڼ شمېر ستونزو مخنیوی کوي لومړی دا چې د کورنۍ مشورې متخصصان د روغ واده پر معیارونو له نورو ښه پوهېږي چې په دې سره د انحرافي ودونو کچه راکمېږي د بېلګې په توګه د یوه چا د مال او شتمنۍ لپاره هغه سره واده کول یوه ناسمه اړیکه ده چې د شتمنۍ له تمامېدلو وروسته اړیکه هم سر خوري او د واده لپاره یوازې یو معیار کفایت نه کوي.
دویم دا چې ارواپوه دواړه لوري د واده په اصلي مانا پوهوي ډېری کسان وادۀ کول ناسم تعبیروي ښځې ته د متاع او ماشین په سترګه ګوري او هماغسې چلند هم ورسره کوي ارواپوه هڅه کوي چې نجلۍ او هلک د ژوند پر اصلي مانا وپوهوي او پۀ راتلونکې کې لۀ ژونده خوند واخلي درېیمه مسئله دا ده چې ارواپوه له واده کوونکو سره مرسته کوي، چې د نارینه او ښځینه پر اروايي ځانګړنو پوه شي او په ورته مهال یادې ځانګړنې وزغمي په ټوله کې له واده وړاندې مشوره له وګړو سره مرسته کوي، چې له هره اړخه د یو بل له حاله خبر شي.
پوپلزۍ: ايا په مشوره کې دواړه لوري، يانې هلک او نجلۍ رښتيا وايي؟
استاد عظیمي: دې پوښتنې ته د هو او نه دواړه ځوابونه ویلای شم، ځکه ټول انسانان یو شان نه دي، خو په انحرافي ودونو کې ډېر ځله نجلۍ یا هلک دروغ وایي، ځکه مقابل لوری غواړي خپلې موخې ته ورسېږي او بل دا مسئله د انسان شخصیت، کلتور او ماشومتوب پورې هم اړه لري.
په ټوله کې افغانان اول خو مشوره نه اخلي، که یې واهم خلي، نو تر ډېره رښتیا نه وایي او ډېره ځله غولول او تېر ویستل په کې راځي، خو دا هم ووایم چې په مشوره کې رښتیا او دروغ هم پيدا کېږي او په اصطلاح د ارواپوه له فلتره په اسانه نشو تېرېدای او که بل هر چا ته دوکه ورکړو کېدای شي ورې کړو، خو د ارواپوه تېر ویستل سخت وي.
پوپلزۍ: استاد له واده وړاندې مشوره ښه وي که وروسته؟
استاد عظیمي: دا خو طبيعي خبره ده چې له واده وړاندې مشوره غوره ده، ځکه له واده وروسته خو بیا اوبه له ورخه تېرې وي، خو که له واده وړاندې مشوره ونه شي یا د هر شوني لامل له امله پاتې شي، نو له واده وروسته مشوره هم مرسته کولای شي، ځکه ښایي دواړه لوري د یو بل منلو ته چمتو کوي او په عاطفي وده کې یې هم ونډه لري له هرې ستونز وړاندې باید تابیعه ونیوله شي موږ تل خبره له خبرې تېره کړو ستونزه غټه کړو ناروغي تر سرطانه ورسوو بیا درملنې ته ملا تړو.
پوپلزۍ: په اوسني وخت کې څومره خلک مشاورې ته چمتو وي؟
استاد عظیمي: باید ووایم چې ډېر لږ سلنه خلک له واده وړاندې مشورو ته چمتوالی ښيي، خو پر همدې کمه سلنه زموږ د اروایي مشورو مرکز ته ډېر خلک د یادې مشورې په موخه مراجعه کوي، یانې زموږ مرکز نشي کولای همدغه کمه سلنه خلک هم مدیریت کړي، موږ یوازې په قرنتین کې وکولی شول چې یوې لويې برخې مراجعینو ته اروايي خدمتونه وړاندې کړو.
پوپلزۍ: ولې ځيني کسان له واده وړاندې مشاورې ته په بده سترګه ګوري؟
استاد عظیمي: بېلابېل لاملونه شتون لري چې خلک دې ته اړباسي، له واده وړاندې مشاورې ته بد فکر وکړي، ځکه په دې ټولنه کې د ارواپوهنې په اړوند ناسمې انځورونې شتون لري چې اصلاً علمي ریښه نه لري، لومړی له هغو د ارواپوهنې او لېونتوب ترمنځ اړیکې دي په دې مانا چې خلک فکر کوي څوک چې ارواپوه ته ورځي، حتماً به لېونی وي.
بل ناسم باور دا دی چې خلک فکر کوي چې د مسلکي او کلیوالي مشورو ترمنځ توپیر نشته، یانې فکر کوي مشوره له هر چا اخیستل کېږي، د ارواپوه پر ځای د کلي له سپینږیري نه وړیا مشوره اخلي، نو که یې ژوند خراب شو او یا ښه پروا نشته.
همدارنګه کلتوري مسایل، بېوزلي او نالوستي هم رول لري.
پوپلزۍ: د مشاورې پر وسیله څومره وروستۍ پرېکړې ته رسېدلای شو؟
استاد عظیمي: دا مسئله تر ډېره د مقابل لوري له درک، پوهې، ذهن، کلتور، شخصیت او سواد سره تړاو لري متمدن او پوه خلک ژر وروستۍ پرېکړې ته رسېږي، ځکه د ارواپوهنې په اړوند عمومي معلومات لري، هر کله چې د مسئلې ژورو ته رسېږي، نو نهایتاً د هو یا نه پرېکړه کوي، خو ځینې وروسته پاتې خلک بیا تر ډېرو مسله نشي درک کولای لۀ همدې امله یې تر ډېره پرېکړه نۀ وروستۍ کیږي.
پوپلزۍ: د مشاورې په وسیله کولای شو یو بل ښه وپېژنو؟
استاد عظیمي: په اصل کې د مشاورې موخه پېژندنه ده. ارواپوه لۀ مقابل لوري سره مرسته کوي تر څو خپل راتلونکی مېړۀ/مېرمنه وپېژني د راتلونکي پۀ اړوند مالومات لاسته راوړي او ژوند ځانته روښانه کړي.
پوپلزۍ: حتماً باید دواړه لوري پۀ مشاوره کې ګډون وکړي؟
استاد عظیمي: دا اړینه خبره ده چې دواړه لوري باید په مشوره کې ګډون وکړي، ځکه چې کۀ دواړه لوري پۀ مشاوره کې شتون ولري یوې پرېکړې ته رسېدلی شي، خو بېله بېله مشاوره هم اخیستلی شي.
پوپلزۍ: استاد په دې اړوند څېړنې څۀ وایي؟
استاد عظیمي: پۀ افغانستان کې داسې کومه څېړنه نلرو خو پۀ نړۍ کې څېړنې ښیي هغو کسانو چې لۀ وادۀ وړاندې مشوره اخیستې ژوند یې بریالی، اړیکې یې ښې او راتلونکی یې روښانه وو خو هغو کسانو چې لۀ مشاورې پرته وادۀ کړی وو ژوند یې لۀ تاوتریخوالي، ناخوالو او اندېښنو ډک وو او پۀ ټوله کې یې یو نابریالی ژوند درلود.
پوپلزۍ: عام خلک څنګه وپوهوو تر څو دې کار ته زړۀ ښۀ کړي؟
استاد عظیمي: پۀ ټوله کې د عامه پوهاوي سیمینارونه، راډویویي او تلویزیوني خپرونې، ټولنیزې رسنۍ، انټرنټي سایټونه او مهالنۍ مرسته کوي تر څو دا مسله د خلکو تر غوږونو ور ورسوي، ورسره لۀ وادۀ وړاندې مشاوره اړینه وبلي او دې ته زړۀ ښه کړي چې د راتلونکي ژوند پۀ اړوند پر ځای او مسلکي پرېکړه وکړي.
پوپلزۍ: استاد لۀ تاسې نه یوه نړۍ مننه په دې هیله چې د نورو اروايي ګډوډيو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ.
استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د یوۀ روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي