خوندیتوب ژوند بڼه کورنی ژوند

د ماشومانو د سپین‌سترګۍ لاملونه

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

د ماشوم له چلن نه مې ستړې/ ستړی شوی یم، دا ولې داسې کوي؟

یو زما اولاد همداسې دی، که دا ټول دي؟

نو څه وکړم چې سم شي؟

که دا ډول پوښتنې له ټولو سره وي، نو باید پوه شئ چې د دوی د غټېدلو پړاوونه ډېر مهم دي، مثلاً کله چې ماشومان ۲-۵ کلن وي، ډېری وخت ورته کومه خبره کوئ او هغوی (نه) درته وايي، دا (نه) ویل یې د دې ښکارندويي کوي چې دوی په خپلو موخو تمرکز کوي او په اضافي چارو باندې سر نه خوږوي. دا بیا تاسو پورې اړه لري چې د هغوی له دې کړنو څه رقم مطلب اخلئ. ډېری وخت د دوی دا کار غلط درک کېږي او ماشوم سپین‌سترګی ګڼل کېږي. حال دا چې دوی هڅه کوي خپل شخصیت ورغوي.

د ماشومانو د ناسم چلن لاملونه

د ماشومانو ستونزې یوه غټه مسئله ده او دا خبره تر کورنیز چاپېریاله، د چلن څرنګوالي او کورنیز دريځه توپیر سره کوي. یوازې ځينې وختونه د دوی دا ناسمې کړنې دقیقې پلټنې ته اړتیا لري چې کېدای شي سرچینه یې ځينې نورې ګډ وډۍ وي.

ماشوم ته نه پاملرنه

کله چې د ماشوم مثبت خویونه ونه ستایل شي او منفي کړنې یې نورو ته وویل شي، نو ماشوم فکر کوي چې منفي کارونو سره کولی شي د خلکو او کورنۍ پام ځان ته واړوي، ځکه خو منفي کارونه ډېروي. ښه به دا وي چې ماشوم ته مو مثبته پاملرنه وکړئ، چې هڅه ونه کړي په منفي کړنو ستاسو پام ځان ته واړوي.

د ماشوم د مثبتو کارونو ستاینه هغه له منفي چارو ساتي. کوچني مثبت بدلونونه یې وستایئ، چې متوجه شي چې تاسو د هغه/ هغې مثبتو کړنو ته متوجه یاست.

د ماشوم وېره

بل لامل یې د ماشوم ډارېدل، اظطراب او له هغه سره ناوړه چلن دی.

د هغوی خبرو ته غوږ ونیسئ.

اندېښنې یې کمې کړئ.

د وېرې او اظطراب له منځه وړلو لارې چارې یې ومومئ، که چېرې ونه شئ کړای، نو اروايي روغتیاپال څخه مرسته وغواړئ.

د مور/ پلار بې تجربه‌ګي

پوه مور/ پلار هڅه کوي چې د ماشوم د د غټېدلو پر مهال د سِن اړوند ټولې غوښتنې یې تشخیص او ورپوره کړئ، همداراز ماشوم ته د دغو غوښتنو په اړه پوهاوی ورکړي، مثلاً کېدای شي کله چې ماشوم ښوونځي پیل کړي د ملګرو پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي، نو مور/ پلار دې د دې خنډونو په لرې کولو کې مرسته ورسره وکړي.

غوسه او قهر

ماشومانو ته مو اجازه ورکړئ چې خپل احساسات څرګند کړي. همدرانګه هغه/ هغې سره مرسته وکړئ چې خپله غوسه کنټرول، د هغې د قابو کولو لارې چارې زده کړي، یانې د غوسې د قابو کولو وړتیا په ځان کې پیاوړې کړي.

بېځایه تمې

د ماشوم د نه بلوغ له کبله به تاسو د هغوی د وارخطایۍ او ځينوو نورو شکمنو شاهد وئ. د هغوی جسمي کمزوریو ته په کتو باید خپلې تمې ترې کمې کړئ او د ناسم چلن لامل مه کېږئ. ماشوم خپله نابلدي په ځینو ناسمو کړنو کې څرګندوي. د احساساتو د ښکارولو اجازه ورکړئ.

تاسو له دغو لارو کولی شئ ماشومانو سره د دې خبرو اړوند مرسته وکړئ

  • خبرو ته یې غوږ شئ او د خبرو اترو وخت ورکړئ؛

  • احساسات یې درک کړئ؛

  • پر خپلو مقرراتو او قوانینو تل ټينګ اوسئ؛

  • پام مو وي چې بېځایه تمې باید ونه لرئ؛

  • هغوی ته وخت ځانګړی کړئ؛

  • ویې هڅوئ چې خپلې ستونزې حل کړای شي؛

  • سمې کړنې یې وستايئ.

پاملرنه

ماشومان یو له بل سره توپير لري. مور/ پلار دې هر یوه سره د هغوی د ځانګړنو مطابق چلن وکړي.

امکان لري چې یوه تګلاره تل کار ورنه کړې، نو خلاقیت وکړئ او نوې لارې چارې ومومئ.

مورولي او پلارولي د اولادونو د سِن په لوړېدلو سره باید یو څه بدلون وکړي او د هغوی سِن سره برابر چلن ورسره وشي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ