د پوستکي د وچوالي د له منځه وړلو لپاره ځينې ماسکونه

په معمولي ډول هغه کسان چې د مخ د پوستکي له وچوالي سره مخ دي د خپلې دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره له درملو نه ګټه اخلي، دا منو چې درمل تر ډېره د مخ د پوستکي د وچوالي په له منځه وړلو کې مرسته کوي، خو ځينې ځينې وخت درمل د انسان پوستکي ته ځينې ستونزې هم زېږولای شي.

نو ښه به وي چې د مخ د پوستکي د وچوالي لپاره د درملو نه مخکې له کورنیو لارو چارو او ماسکونو نه ګټه واخلو ځکه چې کورني ماسکونه د دې ترڅنګ چې د مخ د پوستکي وچوالي والی له منځه وړي پوستکي ته هم هېڅ ډول زیان نه رسوي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د مخ د پوستکي د وچوالي د درملنې لپاره ځینې ماسکونه در وپېژنو چې په کارولو یې ستاسو د مخ هر ډول وچوالی له منځه ځي، ملتیا مو وکړئ!

په نننۍ لیکنه کې چې کوم ماسکونه در پېژنو د‌ دغو ماسکونو يوه ځانګړنه دا ده چې باید ارومرو په میاشت کې يو يا دوه ځلې وکارول شي، کني نو کېدای شي چې مخ مو يو ځل بیا له وچوالي سره مخ شي.

لومړی: د شات ماسک

شات په سمه توګه د پوستکي سوروکي ساتي او نه پرېږدي چې پوستکی ته مېکروبونه دننه شي. موږ کولای شو چې شات په يوازېتوب سره پر مخ ومښوو او د يوه ماسک په څېر ورنه ګټه واخلو.

خو ښه به وي چې دوه کاشوغې مستې له يوې کاشوغې شات سره یو ځای کړو او يو کاشوغه د زیتون غوړي ور زيات کړو، کله چې دغه مواد مو سره يو ځای کړل پر خپل مخ یې وموښو او د ۱۵ دقيقو لپاره یې پر خپل مخ پرېږدو، وروسته یې بیا په ګرمو اوبو واينځو، تر څو د مخ د پوستکي هر ډول مېکروب مو له منځه لاړ شي او پوست مو تغذیه شي. دا ماسک به په پوره توګه زموږ د مخ وچوالی له منځه يوسي.

دویم: د لېمو د اوبو ماسک

د لېمو اوبه د مخ د پوستکي هر ډول مېکروب او وچوالی له منځه وړي او مخ تازه کوي.

د لېمو د اوبو د ماسک د جوړلو لپاره يوه کاشوغه د لېمو اوبه، يوه کاشوغه مستې او يوه کاشوغه شات سره یو ځای کړئ او پر خپل مخ یې وموښئ او تر ۱۰ دقیقو وروسته خپل مخ پر ګرمو اوبو واينځئ.

که غواړئ په دې ماسک کې د لېمو پوستکی هم ور زياتوالی شئ. دا ماسک به ستاسو د مخ هر ډول وچوالی او مېکروب له منځه يوسي.

درېيم: د چرګې د هګۍ ماسک

د چرګې د هګۍ ماسک هم د مخ هر ډول مېکروبونه له منځه وړي او مخ د پوستکي د تازه کېدو لامل کېږي.

د دې ماسک د جوړلو لپاره د چرګې د هګۍ سپينوالی ښه وښورئ وروسته بیا د نیم لېمو اوبه ور زیاتې کړئ او بیا يوه کاشوغه د نارګیل غوړي ور زيات کړئ. کله چې دغه ماسک چمتو شو، د ۱۰ دقیقو لپاره یې پر خپل مخ وموښئ تر څو چې وچ شي او وروسته یې په ګرمو اوبو واينځئ. دا ماسک په میاشت کې يو ځل وکاروئ!

د لیکنې په پای کې باید یادونه وکړو چې د دغو ماسکونو د کارولو ترڅنګ د مخ د پوستکي د وچوالي د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړئ چې د ورځې په اوږدو کې په پریمانه کچه اوبه او نور مايعات وڅښئ تر څو چې ستاسو د مخ د پوستکي وچوالی ژر تر ژره ښه شي.




وروستي مطالب