د ماسک نه اچولو له امله، یو مسافر له زېنو وغورځول شو

په ” هسپانیه ” کې د اورګاډي امنیتي ساتونکي تر بحث وروسته یو مسافر له پوړیو لاندې غورځولی.
د ساتونکي په وینا، نوموړي مسافر له ماسک لګولو ډډه کړې وه.
د څرګندونو له مخې د هسپانیې د “بارسلونا ” زیر زمیني اورګاډي تمځای کې امنیتي ساتونکي مسافر پورته کړ او له پوړیو (زینو) نه یې لاندې وغورځاوه.
د پېښې شاهدان وایي، دغه سیکیورټي ګارد چې کله مسافر ته د ماسک لګولو لارښوونه وکړه؛ نو مسافر ژبه ورسره وکړه, خبرې یې سره توندې شوې او پر شخړه واوښتې.
همداسې په شر تر زینو ورسیدل. دې وخت کې ساتونکي د خپل ملګري په مرسته مسافر ټیل وهلی او له پوړیو یې لاندې غورځولی دی.
ـ له “ماډرېډ ” ښاره بهر د “ګیټافي” اورګاډي تمځای کې, په یوه بله دې ته ورته پېښه کې, د اورګاډي امنیتي ساتونکي یو مسافر د دې لپاره له اورګاډي ښکته کړی و چې ماسک یې لګولی و, د ماسک لګولو له امله یې مخ سم نه معلومېده/ نه پېژندل کېده, موبایل کې یې خبرې هم کولې.
نوموړي هغه کس تمځای ته تر رسېدو وروسته له اورګاډي ښکته کېدو ته اړ کړی و چې ځایي پینځه کسانو په سوکانو او لغتو وهلی, وروسته یې تر (پوړیو) لاندې راغورځولی و .
د یادوني وړ ده چې هسپانیې حکومت د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره په ټولو ښارونو کې د ماسک لګول لازمي کړي.
که څوک سرغړونه وکړي, قانوني چلن ورسره کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب