فبروري 25, 2021

د مشورتي لويې جرګې او لویې جرګې توپيرونه او قانوني حیثت یې

لیکنه: عبدالصبور مبارز
جرګه په افغاني ټولنه کې يوه غوره مرجع ده چې د قومي سلا مشورو د ترسره کېدو په ځای کولو لپاره جوړيږي.
افغانان له پخوا زمانو راهيسې د ټولنيز ژوند د سمون او په فردي او ټولنيزو لانجو او دعواګانو دحل په موخه له جرګو څخه ګټه اخلي. په عرفي لحاظ د جرګو پريکړو ته درناوی شوی، که چيرې کوم څوک يا کوم اړخ د هغې له پريکړو سره مخالفت وکړي د قوم لخوا د کرکې وړ ګرځي. رښتيانۍ جرګې او لويې جرګې د خلکو د ډاډمنې ارادې تمثيلونکې دي او د خلکو اراده هغه وخت په ښه توګه جوتيږي چې د هغې مخکې له مخکې ټاکل شوی شکل او محتوا د جوړېدلو په بهير باندې تحميل نشي او که چيرې تحميل صورت ونيسي نو د جرګې د نامطلبو نتيجو انتظار به خامخا کيږي، ځکه دا د عنعنوي جرګو بنسټ سره سمون نه کوي.
جرګه زمونږ په لرغوني هيواد کې څو زره کلن تاريخ لري لکه: د حضرت مسيح د زوکړې څخه دوه زره کاله وړاندې د ويدې زمانې په مهال د سبها (Sabha) او سميتي (Samethe) يعنې دعوامو او لويانو يا مشرانو غونډې د همدې ټولنيزې اړتيا لمخې د قومونو ترمنځ د لانجو د غوڅولو لپاره جوړېدلې چې دا ارزښتمن دود زمونږ د ټولنې په ملي او سياسي ژوند کې تر اوسه لوړ ځای لري.

لیکوال او حقوق پوه؛ عبدالصبور مبارز

لوی کنشکا (۱۲۵ـ ۱۴۴م) د بودايي دين د راهبانو ترمنځ د لانجو د حل لپاره د بودايي دين د ديني عالمانو او روحانيونو يوه لويه جرګه راوغوښتله چې دوه سوه تنو پکې ګډون درلود او په هغې کې هغه ټولې بودايې مذهبي مسئلې او لانجې ښه توګه حل شوې.( عبدالحی حبيبي، د افغانستان لنډ تاريخ (لومړی ټوک)، ص: ۵۷) له هغې وروسته د شير سرخ، ميرويس خان هوتکي، امير شير علي خان، امير حبيب الله خان او د اساسي قانون د تصويب په موخه د امان الله خان نه نيولې تر کرزي پورې لويې جرګې راغوښتل شوي دي.
مشورتي لويه جرګه او لويه جرګه سره څه توپير لري؟
لويه جرګه له دوو کلمو څخه ترکيب شوې ده، چې يو يې (لويه) چې له پښتو ژبې څخه اخستل شوې مانا يې پراخه او داسې جرګه چې ډير خلک په کې ګډون وکړي، او بل لفظ يې (جرګه) ده چې ځينې ليکوالان يې د ترکي ژبې لفظ ګڼي چې مانا يې صف، ډلګې، حلقه او د خلکو جمعه کېدو ته وايي. (نظام الدين عبدالله، مبادي حقوق افغانستان، ص: ۸۷)
د مشورتي لويې جرګې او لويې جرګې ترمنځ درې اساسي توپيرونه په ګوته کولی شو:
لومړی: لويه جرګې قانوني اساس او حيثيت لري. د اساسي قانون شپږم څپرکی ټول د لويې جرګې تر عنوان لاندې اختصاص شوی دی، د ياد قانون په ۱۱۰ ماده کې لويه جرګې داسې معرفي شوې ده: (( لويه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دی.)) د غړو په هکله يې د همدې مادې دوهمه فقره وايي: (( لويه جرګه: د ملي شوری له غړو، د ولايتونو او ولسواليو د جرګو له رئيسانو جوړيږي.)) ولې مشورتي لويه جرګه هېڅ قانوني حيثيت او اساس نلري.
دوهم: د لويې جرګې پريکړې الزامي بڼه لري. حتی ولسمشر نشي کولای چې د لويې جرګې پريکړه وننګوي او د هغې مخالفت وکړي. ولې د مشورتي لويې جرګې پريکړې يواځې مشورتي بڼه لري او هېڅ الزامي اړخ نلري، بلکې ولسمشر کولای شي چې د مشورتي لويې جرګې پريکړه ونه مني. لکه: پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک په موخه مشورتي لويه جرګه راغوښتې وه. د جرګې پريکړه دا وه چې امنيتي تړون دې لاسليک شي خو کرزي بيا هم د جرګې پريکړه ونه منله او امنيتي تړون يې لاسليک نه کړ.
دريم: د اساسي قانون د ۱۱۱ مادې مطابق لويه جرګه د هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او سترو مصلحتونو پورې مربوطو چارو کې، د اساسي قانون تعديل او د جمهور رئيس محاکمه کولو په موخه دايرېدی شي. ولې مشورتي لويه جرګه د پورتنيو چارو د ترسره کولو صلاحيت نلري. همدرانګه ولسمشر کولای شي چې هر مهال د مشورې په موخه مشورتي لويه جرګه دايره کړي.
غني ولې مشورتي لويه جرګه جوړوي؟
دا چې ولسمشر محمد اشرف غني ولې دې ته تيار شو چې مشورتي لويه جرګه راوغواړي دا خپل دلايل لري چې دلته ترې لنډه يادونه کوو:
لومړی: د سياسيونو فشار: په داسې حال کې چې ولسمشر غني په بار بار د مؤقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت کړی، خو دا چې په وروستيو کې له حکومت سره د سياسيونو مخالفتونو اشرف غني اندېښمن کړی؛ نو ځکه يې دغو اندېښنو ته د ځواب او د سياسيونو د خولې بندولو په موخه مشورتي لويې جرګې چې اجرايوي صلاحيت نه لري او د حکومت د بدلون يا د مؤقت حکومت د جوړولو صلاحيت هم نه لري. په دې سره له يوې خوا به اشرف غني د سياسيونو هغه بهانه له منځه وړي چې ګويا د سولې لپاره بايد لویه جرګه جوړه شي او له بل لوري به يې هغه اندېښنه هم له منځه وړې وي چې ګويا موقت حکومت دې جوړ شي.
دوهم: د طالبانو بهانه له منځه وړل: د اوسني حکومت له بار بار غوښتنو او پر پاکستان د امریکا د فشارونو سره سره بيا هم وسله وال طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته نه دي حاضر شوي. دغه ډله په حکومت تور پورې کوي چې د سولې نیت نه لري او يواځې د ولس په سترګو کې شګې اچوي. اوس غني د دې لپاره چې د طالبانو دا بهانه ورکه کړي چې ګويا حکومت د سولې نیت نه لري، حکومت ته د ولس غوښتنې ارزښت نه لري؛ مشورتي لویه جرګه جوړوي چې د ولسونو استازي به په کې ګډون ولري او د طالب سره د سولې په اړه به خپل نظرونه له حکومت سره شريک کړي.
یو شمیر مخکښو افغان سیاستوالو پر ولسمشر غني تور لګولی چې له مشورتي جرګې د خپل کمپاین لپاره ګټه اخلي

دريم: حکومت به خپل دريځ پياوړی کړي: د حکومت اوسنی دريځ چې د مؤقت حکومت سره مخالفت کوي، خپل واک راتلونکې يو دوره بل غزول غواړي او طالبانو سره داسې سوله غواړي چې د اشرف غني حکومت ته په کې خطر نه وي. دا د حکومت هغه دريځ دی چې ولسمشر غني غواړي چې د مشورتي لويې جرګې له لارې هم همدا مشوره راوځي، کله چې همدا مشوره راووته نو بيا به حکومت خپله پښه ټينګه کړي او دا به وايي چې دا د ولس پريکړه ده او زه د ولس د پريکړې مخالفت نشم کولای، نو له دې لارې به حکومت هم ګټه وکړي او خپل اوسنی دريځ به په ولس وتپي.
لنډه دا چې مشورتي لويه جرګه هېڅ قانوني حيثيت نلري او ولسمشر کولای شي چې د مشورې په توګه هغه واخلي که يې خوښه شوه د جرګې پريکړه به ومني او که يې خوښه نه شوه رد به يې کړي. خو د رد امکان ځکه کم دی چې ولسمشر به هڅه کوي د خپلې خوښې اعضاء په دې جرګه کې ځای په ځای کړي او د حکومت دريځ ترې راوباسي.