پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

د نړۍ حیرانونکي هوټلونه

لیکنه: ياران
لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري

مسافرت د ژوند‌ یوه خوندوره برخه ده، چې نن ورځ په نړیوال صنعت باندې بدل شوی. او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې هڅه شوې چې د مسافرينو لپاره د اړتیا وړ امکانات او اسانتياوې برابرې شي. ځینو بیا په دې کې ډېر حیرانونکي او د پام وړ کارونه ترسره کړي، چې د ګرځندویانو پاملرنه خپل لوري ته را  واړوي.

د دغو ټولو هڅو او حیرانونکو کړنو له ډلې یوه هم نه د ځانګړو او متفاوتو هوټلونو جوړونه دي.

په دغې لیکنې کې به تاسو د داسې هوټلونو په سفر روان کړو چې ډېر حیرانونکي او زړه‌راښکونکي دي او ودانۍ یې د ګرځندویانو پام ور اړوي.

راځئ لومړی د اسټرالیا لویې وچې د نیوزيلنډ هېواد ته ور شو.

هابیټ موټل (هوټل)

د هابیټ Hobbit Motel په نامه دغه هوټل د نړۍ له عجیبو هوټلونو څخه دی. دغه هوټل د The Lord of the rings په نامه فیلمونو لړۍ تر خپرېدو وروسته جوړ شو، د The Lord of the rings  نړۍ یو له هغو پېژندل شویو سينمايي فلمونه څخه دی، چې ډېر زیات مینه‌وال لري او هر یو مینه‌وال‌ یې هیله لري چې لږ تر لږه د یوې شپې لپاره په دغه فلم کې ښودل شوو ودانیو کې ارامتیا او هوساینه وازمایي.

له همدې کبله نیوزیلنډ د هېواد د Woodlyn پارک مسوولینو پرېکړه وکړه چې ۲ کورونه جوړ او د هوټلونو په څېر ورڅخه ګټه واخلي چې The Lord of the rings  فلم کې نندارې ته وړاندې شویو ودانیو ته ورته وي.

دغه هوټل داسې جوړ شوی چې په فلم کې ښودل شوو ودانیو ته چې د سمڅو او غارونو بڼه لري او د غرونو په لمنو کې په ګڼو ونو پوښل شوي دي.

که تاسو د ګاندولیف په څېر   لوړ قد او قامت لرئ اندېښنه مه کوئ، د دغو کورونو یوازینی توپير د نورو کورنو سره دا دی چې لوړ چت لري او تاسو کولای شئ په ډېرې اسانۍ سره ور دننه شئ.

 د جادوګر غره هوټل

که چیلي هېواد ته د سفر نیت لرئ، نو د جادوګر غره هوټل ته ارومرو ور شئ! د جادوګر غره Magic Mountain هوټل د چیلي په هولیو سیمه کې ودان شوی دی. کله چې دغه هوټل وینئ داسې احساس به وکړئ، چې افسانوي نړۍ کې مو ګام اېښی.

په نوموړي هوټل کې د لرګيو مخروط شکله ودانۍ جوړې شوې دي چې د ودانۍ له څوکې څخه اوبه رابهېږي او د دغه هوټل ودانیو ته یې د مخروطي ځړوبي بڼه ورکړې ده.  د یاد هوټل کټارې پرې پرې  او نامنظمې جوړې شوې دي او دا هوټل یې د نړۍ په یوه حیرانونکي هوټل بدل کړی دی.

که د دغو ټولو ځانګړنو سره سره بیا هم تاسو ته دغه هوټل حیرانوونکی نه وي دا ټکی به مو حتماً حیران کړي چې د دغه هوټل د ودانیو ټوله بهرنۍ برخه په زرغونېدونکو وښو او بوټو پوښل شوې ده.پرایلر آیلنډسیتي لاج هوټل پرایلر ایلنډ سیټي لاج Propeller island city lodge د نړۍ یو حیرانونکی او د جرمني د برلین ښار یو ډېر عجیب هوټل دی.

نوموړی هوټل ټول ټال ۲۷خونې لري چې يو خونه یې تر بلې حیرانونکې ده. د دغه هوټل څلور خونې تر نورو ډېرې عجیبې دي، یوه خونه یې ټوله په نارنجي رنګه توکو وسایلو پوښل شوې ده. بله خونه یې ټوله له هېندارو جوړه ده، درېیمه خونه یې دبندخونې (زندان) په څېر ده، او بله یې بیا یې بیا په ودانیزو سیمبلونو او نښو ښکلې شوې ده.

د ټولو خونو په منځ کې سړو ابو خونه (هغه ودانۍ چې تر ځمکه لاندې جوړېږي، ډېره سړه هوا لري، او په تودوخې کې ځینې خلک هلته ژوند کوي)  ډېره حیرانونکي وي، ځکه تاسو اړ یاست ټوله چې د هوټل په دغې خونې کې شپه په کفن کې ویده شئ، چې دا کار به  ډېر وېروونکی  وي.

د غپېدونکي سپي هوټل

د غپېدونکي سپي هوټل Dog Bark Park Inn د متحده ایالتونو د ایداهو ایالت کې دی. د دغه هوټل ودانۍ د ولاړ غپېدونکي سپي په بڼه جوړه شوې ده. سپی چې لنډې پښې او لوی اندام لري د هوټل ټوله ودانۍ جوړوي. د دغه سپي ډوله هوټل لوړوالی ۱۰متره او ۵ متره پراخوالی لري او له لرګیو څخه جوړ شوی دی.

نوم یې خوږ یا سویټ وېلي (Sweet Willy) دی او که تاسو د دغه هوټل مېلمانه یاستئ، نو اړ یاست چې چې ټوله شپه د دغه سپي په نس کې تېره کړئ. د نوموړي سپي په نس کې یوه خونه او د خولې سر کې یې بله خونه جوړه شوې ده.

اوبتل هوټل

پسایډن اوبتل هوټل (Poseidon Undersea Resort) چې د فیجي په هېواد کې دی ټول داوبو لاندې جوړ شوی دی، ډېره خیالي بڼه لري چې د فیجي هېواد په ساحلي اوبو کې پروت دی.

د نوموړي هوټل په جوړونه کې د نړۍ د ټولو حیرانونکو هوټلونو د جوړونې له تجربو او پرمختللو تګلارو  ګټه اخیستل شوې.

د یاد  هوټل جوړونکي د دغه هوټل نوم د سیند خدای اېښی او مېلمانه کولای شي د تګ راتګ او ګرځېدو لپاره په مرجاني ډبرو باندې د ۳کسېزه کیښتيو څخه ګټه واخلي.

هوټل تر اوبو لاندې په ۱۲ مترۍ کې جوړ شوی او پورتنۍ برخه یې له ښیښو جوړه شوې ده او یاد ‌هوټل، چې یو هنري اثر دی او مرجاني کاڼو لاندې جوړ شوی، ۲۴ خونې، کتابتون، حوض او رستورانت لري.

د حیرانتیا خبره دا ده چې په دغه هوټل کې تاسو د لګښتونو او د چوپړونو د بیو په اړه پوښتنه نه شئ کولای.

د‌ مکعبو هېندارو هوټل

د مکعبو هېندارو هوټل (Mirror cube hotel) د سویډن هېواد په شمال او د لولی ښار په ۵۰ کیلومتري کې واقع دی. د هوټل پنځه خونې لري چې په جلا جلا ډول د ونو په خاښونو کې جوړې شوې دي، د هره خونه یې له مکعبو هېندارو څخه جوړه شوې ده.

دغه شهکار هوټل د تکړه سکانډنویايي معمارانو په ګډ زیار د ۴ تر ۶ مترو ارتفاع کې جوړ شوی، شوي دي پورې ټاکلی، او هرې خونې ته د راټولېدونکو پوړیو پر مټ لاره ور جوړه شوې ده. او خونې یې د ونو ترمنځ د یوه الوتونکي کور بڼه لري.

د مکعبو هېندارو هوټل تر ټولو حیرانونکې او ځانګړې  خونه ۴ متریزه خونه ده‌، چې ټوله په هېندارو پوښول شوې او د شا او خوا ښکلي چاپېریال په زړه‌پورې ننداره وړاندې کوي.

دغه خونه د ډېرو ښکلاوو تر څنګ ځینې ستونزې هم لري، د هېندارو مکعبه بڼه له هر لوري نه لیدل کېږي او له هېندارو سره د‌ الوتونکو د ټکر خطر زیاتوي. د دې خطر د مخنیوي لپاره بویه چې طراحان یوه ښه لاره پیدا کړي، چې یوه غوره لاره یې کېدای شي د دېوالونو ښکتنۍ برخه په يوې سور رنګې پردې پوښل وي، چې له لارې واټن څخه ښکاره شي.

میرا میرا هوټل

میرا میرا هوټل (Mira Mira Hotel) د استرالیا په بوشلنډ کې دی چې د نړۍ د یوه عجیب هوټل په توګه یې ډېره ستاینه کېږي، یاد هوټل د نړۍ یو حیرانونکی هوټل دی چې درې عجیبه کورونه لري، چې هر یو یې  د کور د خاوند له لوري په عجیبه بڼه جوړ شوي دي.

یو کور د سمڅې بڼه لري چې د ور ننوتلو لار یې د وېروونکو کیسو د یوه کوچني پېري د خولې بڼه لري، بل ‌یې د چاپانیانو د معمارۍ څرګندونه کوي چې چاپاني بڼ سبک لري او دریم کوریې په سوریالیسټیکي (خیالي) سبک له لرګیو جوړ شوی چې د اسپانیاوي معمار انټوني ګایوډي د کار نښې پکې له ورایه څرګندېږي.

کرېن هوټل

کرېن هوټل (Crane Hotel) چې د هالنډ د هارلینګټن په (خوبجن) ښار کې دی په یوه پخواني کرېن (جرثقیل) کې جوړ شوی دی، دغه کرېن د یوه پخواني بندر په ساحل کې دی چې اوس د مسافرینو لپاره په هوټل او مسافر خونې بدل شوی دی او د نړۍ له عجیبو هوټلونو څخه یو دی.

کټارې او کړکۍ یې په خپل پخواني حال پرېښودل شوې دي، خو لوکس او عصري تخت او حمام پکې جوړ شوی دی او د یوه اوتومات لېږدونکې وسیلې پر مټ میلمنو ته سهارنۍ او د نورو وختونو ډوډۍ پکې لېږدول کېږي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ