مارچ 5, 2021

د افغانستان نهه نامتو ګوندونه

Advertisements
ژباړه: ملیحه ناصري

په افغانستان کې له پخوا راهیسې ګوندونه رغېدلي، خو تر ټولو ډېر چې جوړ شول هغه د شوروي پر وړاندې د جهاد وخت و.
دغه ګوندونو کې چې د پخوانۍ شوروي پر وړاندې سره یو شوي وو، ډېری یې د شورویانو تر ماتولو وروسته د خپلمنځيو شخړو له کبله یو د بل پر خلاف سره جګ شول.
د نوي سیاسي نظام تر راتګ او د بُن تر کنفرانس وروسته، دوی خپل فعالیتونه پیل او د افغانستان په عدلیه وزارت کې ثبت شول.
ډېرو هغو حزبونو چې تر دې مخکې سره یو وو، په وروستیو کلونو کې بېل شوي چې د دوی ځواک یې هم کم کړی دی؛ خو په افغانستان کې د ګوندونو د رغېدو یو لامل د هغوی د قامونو غوښتنې دي. د دوی مینځ کې ځواکمن او نفوذ لرونکي ګوندونه هم شته، خو موږ نشو کولی یوه ته یې هم ملي او ټولمنلی حزب ووایو.
دلته مو هغه نهه ګوندونه درپېژندلي چې افغانستان کې نامتو دي او پلویان لري.

۱- اسلامي جمعیت ګوند

د افغانستان له پخوانیو ګوندونو څخه دی چې ډېری پلویان یې تاجکان دي. دا حزب په ۱۳۵۵ل ل کې جوړ او « برهان الدین رباني» د دې ګوند سرلاری شو. دی د کمونیستي دولت تر ماتې وروسته  د مجاهدینو  د دولت رییس وټاکل شو؛ خو د ځواک وېشلو مسلې  اسلامي جمعیت ګوند له « اسلامي حزب/ حزب اسلامي» او « اسلامي وحدت حزب/ حزب وحدت اسلامي» سره جګړو کې ښکېل کړ.

د طالبانو تر سقوط وروسته یې هم په سیاسي پرېکړو کې ستره ونډه درلوده. له برهان الدین رباني سربېره د دې ګوند ځينو نورو مخورو هم په دولتي چوکاټ کې په لوړو پوسټونو کې کار کاوه. مارشال محمد قسیم فهیم د حامد کرزي لومړی مرستیال، یونس قانوني د کرزي د وخت پارلمان رییس، اسماعیل خان د کرزي د وخت د برېښنا وزیر، بسم الله محمدي، ډاکټر عبدالله د محمد اشرف غني د وخت اجراییه رییس، احمد ضیاء مسعود جهادي قوماندان، عطا محمد نور د کرزي د وخت د بلخ والي، د دې ګوند نامتو څېرې دي.

د برهان الدین رباني تر ترور وروسته په ۱۳۹۰ل ل کې د دې ګوند ریاست د هغه زوی «صلاح الدین رباني» ته وسپارل شو. ښاغلی رباني رسماً د افغانستان د سولې شهید په نوم ونومول شو. دې حزب په تېرو ټاکنو کې د اشرف غني پر وړاندې له عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ. د دې ګوند په غړو کې ډېر تمرکز پر عطا محمد نور دی چې ستر سیاسي شخصیت ګڼل کېږي.

۸-  حزب اسلامي

دا حزب په ۱۳۴۸ل ل کې ګلبدین حکمتیار جوړ کړ. ډېری پلویان یې پښتانه دي. حزب اسلامي له پخوا راهیسې تر اوسه له ټولو حکومتولیو سره جنګېدلی دی (ګلبدین حکمتیار فعلاً « ۱۳۹۹ل ل» له افغان حکومت سره پخلا او د یوې سیاسي مخورې څېرې په توګه په افغانستان کې اوسي، له جګړو یې لاس اخیستی.)

کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د نورو ګوندونو په څېر اسلامي حزب هم د هغوی پر وړاندې پاڅېد؛ خو د سیاسي رژیم په بدلانه سره یې هم له جګړې لاس وانه خيست، د کرزي د حکومتولۍ پر وخت د مخالفو ډلو په لیکه کې و. د دې ټولو کلونو په ترڅ کې يې له هر حکومت سره د سولې خبرې هم کړي؛ خو یو یې هم پایلې ته ونه رسېد.

تر کلونو مذاکرې وروسته د ۱۳۹۵ل ل د تلې په میاشت کې له محمد اشرف غني سره یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې بلاخره ګلبدین حکمتیار تر یو څه ځنډ وروسته افغانستان ته راستون او له افغان حکومت سره یې سوله وکړه.
دا ګوند هم په رسمي بڼه عدلیه وزارت کې ثبت دی. د ۱۳۸۸ل ل په ټاکنو کې یې د « عبدالهادي ارغندیوال» په استازیتوب له حامد کرزي نه ملاتړ وکړ او راوروسته کلونو کې یې د ټاکنو پر مهال له عبدالله عبدالله خپل ملاتړ څرګند کړی دی. انجنیر محمد خان د اسلامي ګوند په استازولۍ د ملي وحدت په حکومت کې د اجراییه ریاست لومړی مرستیال و.

۷- اسلامي وحدت ګوند/ حزب وحدت اسلامي

په ۱۳۶۸ل ل کې د عبدالعلي مزاري په رهبرۍ په بامیان کې جوړ شو. دا حزب د ځواکمن ګوند په توګه د هزاره‌ګانو جهادي حزب وګڼل شو.  عبدالعلي مزاري په ۱۳۷۳ل ل کې طالبانو ونیو او مړ یې کړ. په ۱۳۹۴ل ل کې محمد اشرف غني، عبدالعلي مزاري د ملي وحدت شهید اعلان کړ.

تر ۲۰۰۱ز وروسته دا حزب څو څانګې شو. هغو کسانو چې مخکې یې له مزاري امر اخیسته، اوس یې ځانته ګوندونه ورغول.
د کریم خلیلي په مشرۍ « حزب وحدت اسلامي» د محمد محقق په مشرۍ« حزب وحدت اسلامي» د قربان علي عرفاني په مشرۍ « حزب وحدت اسلامي ملت افغانستان» د محمد اکبري په مشرۍ « حزب وحدت ملي اسلامي» چې دې وروستیو کې د «حزب حراست افغانستان» په نامه ونومول شو.
محمد سرور دانش د کریم خلیلي له ګونده د ولسمشر( اشرف غني) دویم مرستیال، محمد محقق هم د اجراییه ریاست دویم معاون په توګه سیاسي څېرې دي.

۶- افغان ملت ګوند/ حزب افغان ملت

د محمد ظاهر شاه په وخت کې او په ۱۳۴۴ل ل کې جوړ شوی دی. دې حزب ته د « د افغانستان سوسیال دیموکراټ» ګوند هم وايي. په ۱۳۸۳ل ل کې رسماً عدلیه وزارت ثبت کړ.
د طالبانو تر سقوط وروسته د دې حزب سرلاری« انوار الحق احدي» شو چې د مرکزي بانک رییس او د مالیې وزارت وزیر و. دا ګوند د افغانستان «فډرالي» کېدل جداً ردوي.

د کرزي په وخت کې د دې ګوند رهبر د مالیې وزیر شو او د ۱۳۹۳ل ل کال ټاکنو کې یې د محمد اشرف غني ملاتړ وکړ. دا ګوند هم د نورو حزبونو په څېر د خپلمنځي شخړو ښکار شو چې ځينې مهم کسان ترې جلا شول.

۵- ملي جنبش/ جنبش ملي

یاد ګوند په ۱۳۷۱ ل ل کې د «عبدالرشید دوستم» په مشرۍ ورغېد. د دې ګوند ډېری ترکیب له ازبېکانو او ترکمنانو دی. دوستم په لومړیو ولسمشریزو ټاکنو کې د جنبش ګوند په مرسته څلورم مقام وګاټه. دې ګوند د ۱۳۹۳ل ل په ټاکنو کې چې محمد اشرف غني، دوستم خپل لومړی مرستیال معرفي کړی و، له اشرف غني ملاتړ وکړ.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې دمخه عبدالرشید دوستم د افغانستان درېیم مارشال شو. او د مارشالي ځانګړي مراسم یې جوړ شول.

۴- اسلامي حرکت/ حرکت اسلامي

دا ګوند په ۱۳۵۸ل ل کې د «آیت الله محمد آصف محسني» په رهبرۍ جوړ شو. دا ګوند د «شیعه‌ګانو» و. تر طالبانو وروسته د نظام تر بدلون وروسته، ښاغلي محسني له سیاسي چارو لاس واخیست. تر محسني وروسته حرکت اسلامي درز شو. یو حزب د سید محمد علي جاوېد، بل د سید حسین انوري په مشرۍ جوړ شول. تر ښاغي جاوېد وروسته د دې ګوند مشري ښاغلي سید عبدالغني کاظمي ته وسپارل شوه. کاظمي د هلمند له هزاره‌ګانو و. په ۱۳۹۵ل ل کې هم د دې ګوند مشر و.

اسلامي حرکت په ټاکنو کې دوه ځلي د حامد کرزي او بل ځل د عبدالله عبدالله پلوي وکړه. هېره دې نه وي چې آیت الله محسني تېر کال ومړ او مړینه یې د دیني عالم په توګه د افغانستان ستره ضایعه ګڼل کېږي.

۳- د افغانستان ملي ژغورنې جبهه/ جبهه ملي نجات افغانستان

دې ګوند په پاکستان کې په ۱۳۵۷ل ل کې خپل لومړني پړاوونه پیل کړل. د دې سیاسي ګوند مشر « صبغت الله مجددي» و.

حامد کرزی د افغانستان پخواني ولسمشر هم د دې ګوند غړی و. دې حزب د ۱۳۸۸ل ل په ټاکنو کې د حامد کرزي ملاتړ وکړ او ویې ویل چې تر استخارې وروسته د حامد کرزي د ملاتړي په تکل شوم. د ۱۳۹۳ل ل په ټولټاکنو کې یې له محمد اشرف غني نه پلوي وکړه.

۲- اسلامي دعوت ګوند/ حزب دعوت اسلامي

له ورایه مالومېږي چې دا ګوند د « عبدالرب رسول سیاف» دی.

ډېری پلویان یې هم پښتانه دي. دا هم د پخواني شوروي پر ضد راپاڅېدلی ګوند دی. دا حزب په ۱۳۸۴ل ل کې رسماً عدلیې وزارت ثبت کړ.
ښاغلي سیاف د ۱۳۹۳ل ل په ټاکنو ځان نوماند کړی و؛ خو بریالی نشو.

۱- د افغانستان ملي محاذ/ محاذ ملي افغانستان

دا ګوند په پاکستان کې په ۱۳۵۷ل ل کې د «پیر سید احمد ګېلاني» په مشرۍ ورغېد. دا هم د جهاد وخت کې جوړ شوی دی. د کرزي په وخت کې د هغه او د محمد اشرف غني وخت کې د ده پلویان وو. پیر سید احمد ګېلاني په ۱۳۹۵ل ل کې د افغانستان د سولې عالي شورا رییس و چې په همغه کال هم ومړ.
یادونه: نوي مالومات د ژباړنې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي