سپورټ کرکټ

په نړۍ کې د لسو هېوادونو شتمن کرکټ بورډونه

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

د کرکټ لوبه اوس په نړۍ کې ډېره مشهوره لوبه ده، چې د همدې لوبې څخه ډېری کرکټ بورډونه زیات عواید ترلاسه کوي، د دې لوبې ډېری مینه‌وال زیات وخت د کرکټ په لوبه تېروي.

ICC یا د کرکټ نړیواله شورا هر کال کرکټ بورډونو ته په میلیونونه پیسې ورکوي، چې د همدې پیسو له لاري هغوي مختلف سریزونه، کورنۍ لوبې، ټورنمټونه او دې ورته نوري سیالۍ په لاره اچوي.

د کریک اډیکټور په نامه یوې هندۍ ورزشي ویبپاڼې په یوې تازه لیکنه کې لس هغه کرکټ بورډه په ډاګه کړې دي، چې په نړۍ کې ډېر شتمن دي.

د دې بورډنو څخه د هندوستان، پاکستان، سویلې افریقا، انګلستان، بنګله دېش، سریلانکا، زیمبابې، اسټرالیا، ویسټ انډیز او نیوزیلینډ کرکټ بورډونه شامل دي.

۱ـ هندوستان

په دې لیست کې هندوستان په لومړي ځای کې دی، د دې هېواد کرکټ بورډ له ځان سره تر ټولو ډيري ۲۵۰ میلیونه ډالره لري.

BCCI  یا هندوستان کرکټ بورډ اداره دا اداره د هند کرکټ بورډ کنټرول اداره ده چې ټولې چاري یې په همدې ادارې پوري اړه لري.

د هندوستان کرکټ بورډ اداره د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۸م کال کې رامنځه شوې ده. تر دې مهاله د یادي ادارې ۹۲ کاله کیږي، چې خپل فعالیت ترسره کوي. د دې ادارې مشري د هندوستان پخوانی لوبغاړي سوراب ګنګولې کوي.

11.jpg

۲ـ سویلي افریقا

په دویم ځای کې د سویلي سافریقا کرکټ بورډ اداره ده، چې له ځان سره ۷۹ میلیونه ډالره لري.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ اداره د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۱م کې د یوې متحدي ټولنې لخوا رامنځته شوه. د دې بورډ اوس ۲۹ کاله کېږي.

سویلي افریقا د نړیوال کرکټ نشتون پر مهال د ځینو بېلابېلو سازمانونو په مټ کورنی کرکټ پرمخ وړي. په شروع کې د سویلي افریقا کریکټ ټولنه، د سویلي افریقا د کنټرول بورډ او د سویلي افریقا کریکټ بورډ په ۱۹۷۶ کې دریو سازمانونو موافقه وکړه، چې د سویلي افریقا کریکټ اداره کولو لپاره یو واحد بورډ رامنځته کړي.

خو له دې دریو سازمانو د ځینو مشکلاتو له امله ښه نتیجه ورنه کړه.

له هغه وروسته د ۱۹۹۱م په جون میاشت کې د سویلي افریقا کرکټ اتحادیې او د سویلي افریقا کرکټ بورډ سره یوځای شوه، چې د سویلي افریقا کرکټ بورډ رامنځته کړي.

یوه میاشت وروسته، د ۱۹۹۱م د جولای په ۱۰مه نېټه سویلي افریقا د آی سی سی بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

2.jpg

۳ـ انګلستان

په درېیم ځای کې د انګلستان کرکټ بورډ شتون لري دا بورډ له ځان سره ۵۹ میلیونه ډالره لري، چې په همدې پیسو د خپل ټيم لپاره لوبې تنظیموي.

ECB یا د انګلستان کرکټ بورډ لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۷م کال کې تأسیس شو. ر دې دمه یې ۲۳ کاله کیږي چې دې اداري خپل په فعالیت پیل کړی ‌دی او دا بورډ اوس ۴۱ غړي لري.

3.jpg

۴ـ پاکستان

پاکستان کرکټ بورډ هغه بورډ دی، چې په څلورم ځای کې دی. دا بورډ له ځان سره ۵۵ میلیونه ډالره لري.

PCB یا د پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان ملي ټيم ټولي لوبې او سفرونه تنظیموي.

دا بورډ د لومړي ځل لپاره ۱۹۴۷م کال کې د بریټانیا امپراتورۍ د خپلواکه واکمنۍ په توګه د پاکستان له تاسیس وروسته په پاکستان هیواد کې په کار پيل وکړ.

تر ۱۹۴۸م کال پوري په دې هیواد کې لوبې په غیري رسمې توګه ترسره کیدلې، کله چې د پاکستان کرکټ بورډ ادراه رامنځته شوه، نو په ۱۹۵۲م کال کې پاکستانۍ لوبډلې رسمې لوبې پیل کړې.

پاکستان کرکټ ملي ټیم خپله لومړۍ ټيسټ لوبه د هندوستان کرکټ ملي ټيم په وړاندې ترسره کړه.

پي سي بي خپله د کرکټ لیګ هم هر کال ترسره کوي، چې د پاکستان سوپر لیګ په نامه یاديږي.

2019-06-03t172215z_1525904038_rc1451259770_rtrmadp_3_cricket-worldcup-eng-pak.jpg

۵ـ بنګله‌دېش

همداسي  د شتمنو کرکټ بورډونو په دې لیست کې بنګله دیش په پنځم ځای کې دی.

BCB د بنګله دیش کرکټ بورډ اداره د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۷م کال کې رامنځته شوه. چې له هغه وروسته یې په ۲۰۰۰م کال کې د آی سي سي لخوا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

د دې ادارې مرکز په میرپور شیر ای – بنگله ملې کرکټ لوبغالي ډهاکه کې شتون لري.

1561306407.jpg

۶ـ زمبابوې

د زمبابوې کرکټ بور‌ډ په دې لیست کې شپږم ځای لري، چې له ځان سره ۳۸ میلیونه ډالره لري.د زمبابوې کرکټ مخکې تر ۲۰۰۴م پورې د زمبابوې کرکټ اتحادیې په توګه پېژندل کېده.

د زمبابوې کرکټ له نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب لري او د زیمبابې کرکټ ملې لوبډله  اداره کوي.

د نورو هیوادونو سره د ټیسټ سفرونو، یو ورځینیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو تنظیم د همدې ادارې په لاس کې دی.

دا اداره د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲م کال کې تأسیس شوه، د یادې اداري تر دې دمه یې ۲۸ کاله کیږي، چې خپل فعالیت مخې ته وړي.

untitled-design-4-7.jpg

۷ـ اسټرالیا

اسټرالیا د شتمنو کرکټ بورډونو په لیست کې اووم ځای لري، دا بورډ ۲۴ میلیونه ډالره په خپل کرکټ بورډ کې له ځان سره لري.

د اسټرالیا کرکت بورډ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۵م کې رامنځته شوی دی.

په اسټرالیا کې د کرکټ ادارې لپاره لومړی مرکز په ۱۸۹۲م کې رامنځته شو او له هغه وروسته په ۱۹۰۵م کې یې نړیوال کرکټ بورډ رامنځته کړ.

اسټرالیا کرکټ ملي ټيم خپل لومړني سفرونه انګلستان ته وکړه، دا لومړني سفرونه د لوبغاړو لپاره ډېر ګټورو وه.

6900b710d3823c150911b02c68d4d9e3.jpg

۸ـ سریلانکا

د شتمنو کرکټ بورډونو په اتم ځای کې د سریلانکا کرکټ بورډ دی، چې له ځان سره ۲۰ میلیونه ډالره لري.

دا بورډ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۵م کې د جون میاشتې په ۳۰مه نیټه رامنځته شوی دی. چې اوس یې ۴۵ کلونه کیږي.

د کرکټ لوبه په ۲۰مه پیړۍ کې سریلانکا کې ډیره مشهوره شوه، چې په هغه ځای کې به یوازي همدا لوبه خلګو خوښوله. سریلانکا هیواد خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۱۹۷۵ کې د ویسټ انډيز په وړاندې ترسره کړه، چې ویسټ انډيز ته یې په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

یادې لوبډلې په ۱۹۷۹م کې د آی سي سي ټرافي په خپل نوم کړه.

سریلانکا کرکټ ملې ټیم په ۱۹۹۶م کې اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره نړیوال جام وګټی.

همدارنګه په ۲۰۱۴م کې یې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره نړیوال شل اوریزه جام په خپل نوم کړ.

179371.jpg

۹ـ ویسټ انډیز او نیوزیلینډ

ویسټ انډيز او نیوزلینډ دا دوه هغه کرکټ بورډونه دي، چې له نورو څخه په کمه اندازه پیسې لري. ویسټ انډيز کرکټ بورډ له ځان سره ۱۵ میلیونه ډالره او نیوزیلینډ کرکټ بورډ بیا په یاد جدول کې اخیرنې بورډ دی چې ۹ میلیونه ډالره عواید له ځان سره لري.

290320-1024x686.jpg

ویسټ اڼدیز په نهم ځای کې شتون لري، او نیوزیلینډ بیا په دې جدول کې اخیرنی دی.

10.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ