بریا او پرمختګ د ماشوم نړۍ

په ماشونو کې «پر نفس باور» کله رامنځته کېږي؟

لیکنه: ياران

ژباړه: ساحل منګل

په  ماشومانو کې پر نفس باندې د باور رامنځته کېدلو مسئله د ماشومتوب له  دورې د ۳-۵ کلونو کې پيلېږي (د ځينو په خبره حتا له دې څخه هم  په کم عمر کې) او دا چې د ماشوم نړۍ څه ډول ده او والدين له هغوی سره څه  ډول  چلند کوي، په دې پورې تړلې ده. په دې وخت کې د والدينو او روزونکو غبرګونونه د ماشوم (پرځان باندې باور)په برخه کې ډېر مهم او اثر لرونکي دي، ځکه چې هغوی کولای شي ماشوم پرځان باندې باور ته متوجه او دا  مسئله په ښه ډول هغوی ته ولېږدوي.

ماشومان د طفوليت  په لومړيو کې د خپلواکۍ غوښتونکي دي او دا يې خوښېږي، چې پر ځان  متکي شي. دغه اړتيا په  ټولو ماشومانو کې موجوده ده، حتا په  هغو کې هم چې  ډېر کمزوري وي.

په څلور کلنۍ کې دا احساس په ده کې ښکاره کېږي، چې  پر خپل نفس باور وپېژني او پر هغې فخر وکړي. خو دغه مفکوره له دې عمر څخه وړاندې  پيلېږي. هغه وخت چې يو نوی زيږدلی ماشوم د ژوند مهم  پړاو ته رسېږي، هغه د دې حس کوي، چې په  دې مهم پړاو کې بايد پر ځان  باندې باور لري او يايې بايد ولري.

کله  چې ماشوم د پرله‌پسې ناکامو هڅو وروسته خپلې خولې ته د قاچغې په پورته کولو بريالی کېږي، په دې وخت کې د يوه شي د پورته کولو حس تجربه کوي. کله چې ماشوم  پوه شي، چې هڅه يې ناکامه شوه، د بيا لپاره هڅه کوي او پر خپل ځان باندې د باور او ځواک  پر مفهوم پوهېږي او په  عين حال کې له  نورو خلکو سره خپل باور او زور تجربه کوي او له  هغوی سره یې شريکوي.

په  پنځه کلنۍ کې هغه  ځان ته زياته  پاملرنه کوي. په  شپږ کلنۍ کې ممکن مور ته ووايي، چې که  چېرې نوموړې په کور کې نه وي، کولای شي دی کور وساتي او د ۴-۷ کلونو پورې په هغه کې  پرنفس باندې باور جوړېږي. د هغه د ځان  پالنې حالت د دې لامل کېږي، چې په  شخصي او ډله‌یيزو کارونو کې خپل باور وښيي.

له اووه کلنۍ وروسته پر نفس باندې باور په  هغې کې ريښه کوي او ماشوم په ځينو وختونو کې پر خلکو امرونه هم کوي. دېته لېوالتيا لري چې په چارو کې مداخله وکړي او خپل  نظر څرګند کړي او د ستونزو د حل لپاره په خپله تصميم ونيسي. پر نفس باندې د باور تر څنک هغه د ځانښودنې په حال کې هم وي او کوښښ کوي، ورځ  تر بلې خپل ځان ځواکمن کړي او د خپل مور و پلار څخه خپلواکي ترلاسه کړي.

په ماشومانو کې پر نفس باندې د باور په رامنځته کېدلو کې د والدينو رول

د والدينو مناسب کړه وړه په ماشومانو کې پر نفس باندې د باور د رامنځته کېدو په برخه کې کليدي رول لري او کوښښ بايد وشي چې په کوچنۍ ټولنه  (کورنۍ) کې ماشومانو ته داسې زمينه برابره شي، چې د دوی پر نفس باندې باور زیات او ځواکمن شي. ټول والدين د ماشومانو پر نفس باندې د باور په  زياتوالي کې هڅه کوي. هغه ماشوم تصور کړئ چې د لومړي ځل لپاره تصمیم  نيسي چې له نلکۍ څخه اوبه وڅکي. د مور و پلار لومړنی غبرګون به دې وخت کې څه وي؟ دوی به ورته وايي ((فکر کوه، اوبه  تويې نه کړې)) خو ستاسې په نظر دغه غبرګون به سم  وي؟ د دې جملې پر ځای بايد ورته وويل شي((افرين بچو؛ څومره تکړه يې چې خپله دې اوبه وڅکلې)) په دې ورستۍ جمله کې ليدل کېږي، چې د ماشوم پر نفس باندې د باور د زياتوالي لامل ګرځي.

ماشوم  پرته له قيد و شرط څخه دوست وګڼئ او له هغه  سره مينه  وکړئ. د نورو مسايلو تر څنګ له  ماشوم سره پرته له قيد وشرطه مينه کول، په هغه کې پر نفس باندې د زياتوالي لامل ګرځي. د بې قيد و شرطه  مينې او محبت څخه منظور دا دی چې هېڅ وخت بايد د هغه له احساساتو سره لوبې ونه کړو، هغه  محدود نه کړو او دروغ ورته ونه وايو. که چېرې ستاسې ماشوم يوه تېروتنه  وکړه، هغه مه رټئ. په دې وخت کې ځينې خلک دي چې ماشوم ته  وايي؛ بې تربيه، بې عقله، شړم دې… چې دغه جملې د ماشوم  پر ذهن بد اثر کوي. ستاسې ماشوم  بايد په دې  وپوهېږي، چې له هرې تېروتنې سره سره له ده سره مينه لرئ او کومه تېروتنه چې وکړي، مناسب غبرګون  ورته وښاياست.

د ماشومانو پر نفس باندې باور د والدينو په احساس او کړو وړو پورې تړلی دی، چې د ماشومانو پر وړاندې يې لري.که چېرې تاسو پر خپل ماشوم باور وکړئ او هغه د ښو کارونو له امله  تشويق کړی، د هغه هم دا خوښېږي، چې پر خپل ځان باندې باور کړي.

خپلو ماشومانو د نورو ماشومانو استعدادونه او وړتياوې مه بيانوئ او له نورو سره یې مه پرتله کوئ. د نورو وړتياوې خپل ماشوم ته بيانول د ماشو د رټنې مانا لري. د خپلو او نورو ماشومانو ترمنځ  وړتياوې وپېژنئ، د ټولو انسانانو وړتياوې بېلابېلې دي. د خپل ماشوم استعداد مالوم کړئ او په  هغه کې يې د لا غوړېدا لپاره کار وکړئ.

ماشومان په ناستو او غونډو کې کېنوئ، د هغوی نظر ته غوږ شئ او مباحثه ورسره وکړئ، چې په دې کار سره د ماشوم جرت زياتېږي او له ټولنيز اضطراب څخه ژغورل کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ

۱ تبصره

  • ډیر مننه له شکلی معلوماتو نه مو هر پلار اومور باید د خپل اولاد به تربیبه کی باید اساسی نقش ولری باید حتمن باید له روشناسی له کبله باید معلومات ولری چون د اولاد تربیبه د روشنایی له نظر ډیر ارزښت ناک بلل کیږی زه که چی سالم تربیبه خپل اولاد ته د تولنی په اساس که مهم رول لوبولی شی .