ټولنیز ژوند د ماشوم نړۍ ژوند بڼه کلتور او هنر

هرڅه مې واخله، ماته زما ماشومتوب راکړه

لیکنه: مهر تاج
ژباړه او زیاتؤنه:  مهر تاج

که د یوې لحظې لپاره هم وي، راځئ چې په دې غمجن غمجن او خونړیو خونړیو حالاتو کې د ماشومتوت چکر درکړم.

په ماشومتوب کې به مو د یوې روپۍ پتنګ (کاغذ باد) پسې دوه کیلومټره منډه وهله.

پر دې نه پوهېدو، چې څومره ټپي شوي یو او هغه پتنګ به هم موږ ته ډېره منډه راکوله…

نن ورځ پر دې پوهېږو:

په حقیقت کې هغه کاغذ باد نه و

بلکې یوه ننګونه وه…

د خوښۍ ترلاسه کولو لپاره باید منډه ووهلی شي، ځکه چې، خوښۍ په دوکانونو کې نه موندل کېږي.

“شاید همدا ژوند وي”…!!!

ـ کله چې ماشوم وې، نو ځواني به یو خوب وي، خو کله چې ځوان شې، نو بیا ماشومتوب یو ښکلی یاد پاتې شي … !!

ـ کله چې په کور کې اوسېدو، نو آزادي به یو ښکلی احساس وؤ، نن چې ازاد یو، نو کور ته د زر تلو بیړه لرو…!!

ـ یو وخت مو آرمان ؤ، چې هوټل ته لاړ شو،  پیزا، برګر او… وخورو، خو نن غواړو، چې کور ته لاړ شو او د مور په لاس پخ شوي یو څه وخورو…!!!

ـ ښوونځي کې چې به مو  له چاره سره جنجال کاوه، نن په همغو پسې په انټرنیټ کې لټه کوو…!!

ـ دا چې خوښې مو په څه کې ده، په دې نن پوه شو.

ماشومتوب څه و، دا مو نن درک کړه.

کاش موږ د ژوند ځینې کلونه بدلولی شوی.

کاش چې یوځل مو خوندور ژوند کولای شوی…!!

ـ کله به مو چې خپل لاسونه د کالیو په جېب کې پټ کړل او خلکو ته به مو ویل؛ وګورئ، ما په جادو خپل لاسونه ورک(غائب)  کړل.

ـ کله چې مو څلور رنګه (نوکو والا)  لیکونکی قلم درلود او  هڅه به مو کوله چې د یوې تڼۍ په کښېکاږلو سره په یو خط  لیک وکړو.

ـ کله چې به، موږ د دروازې شاته پټ شو، تر څو یو څوک راشي او موږ پرې بوو وکړو، وه یې ډار کړو.

ـ کله چې به مو د سترګو تړلو (پټولو) سره د خوب تمثیل کولو، تر څو یو څوک راشي موږ په غیږ کې پورته او بستري ته یوسي.

IMG-20201003-WA0002.jpg

ـ کله چې به بایسکل چلؤلو، نو له ډېري حیرانتیا به مو فکر کاوه، چې دا سپوږمۍ ولې زموږ د بایسکل پسې شا..شاه ته حرکت کوي (راروانه ده. 🌙🚲

ـ د ګروپ (بلپ) بټن د ښکته او پورته (چالان / ګل) کولو هڅه به مو کوله .

ـ د دې ویرې له امله چې زموږ په خیټه ( معده) کې ونې راونه ټوکېږي/ شنې نه شي، مېوه به مو د تخم(زړو) سره نه خوړله / نه تیرول😌

ـ د زیږون ورځ (کالېزه) مو یوازې د ډیرو ډالیو ترلاسه کولو لپاره لمانځله/ خوښېدله.

ـ فرج/ یخچاب دروازه به مو پدې وجه ارامه تړله، تر څو پوه شو، چې څراغونه یې څه وخت مړه کېږي.

ـ ریښتیا په ماشومتوب کې به موږ فکر کاوه، چې موږ ولې نه لوئېږو؟،  او اوس فکر کوؤ،  چې موږ ولې لوی شو؟

((🎒🎐يہ دولت بھی لے لو..💵 .. یہ شہرت بھی لے لو…

بھلے چھین لو مجھ سے میری جوانی …

مگر مجھ کو لوٹا دو بچپن کا ساون …. ☔

وہ کاغذ کی کشتی وہ بارش کا پانی.. 🌊🌊🌊))

ـ دا دولت هم واخله..دا شهرت هم واخله..

زما ځواني هم راڅخه واخله،

مګر ماته زما د ماشومتوب هغه اوړی بیرته کړه

هغه د کاغذ کښتۍ، او د باران اوبه…

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ