اپریل 21, 2021

له وړکتون څخه د ماشومانو وېره؛ لاملونه یې دا دي

وړکتون ته له تلو د ماشومانو وېره څه نوې او عجیبه خبره نه ده. داسې ډېری ماشومان شته چې له وړکتون څخه ډارېږي او نه غواړي چې لاړ شي، او لاملونه یې دا دي.

ماشومان عموما له هر نوي څیز څخه په زړه کې ډار لري، او کله چې د نوي چاپیریال سره مخ شي نو دا ورته سخته ده.

د هر ماشوم سره باید په وړکتون کې مسلکي چلند وشي که په دې ډول چلند ونه شي، نو د ماشومانو ډار لامل کېږي.

دوی چې کله وړکتون ته ځي دوی د یوازېتوب احساس کوي او فکر کوي چې هرڅه رانه پاته شوه او موږ یې پرېښودلو.

کله چې ماشوم کور کې یوازې وي او نور ماشومان ورسره نه وي، نو دوی یوازې عادت کېږي؛ مګر وړکتون کې ډېر کوچنیان وي همدې لپاره نه خوښوي چې لاړ شي.

ځینو کورنیو ماشومان له وړکتون څخه وېرولي وي، د دوی په اند دوی به تر سختو اصولو لاندې وي او کور کې به ارامه وي.

هېڅکله ماشوم باید په وړکتون کې ونه وهل شي؛ ځکه همدا وهل او ټکول د دوی زړه ور توروي او بیا نه غواړي چې وړکتون ته لاړ شي.

که هغه کور وي که وړکتون، که ماشوم سم ونه روزل شي پام ورته ونه شي نو د ماشوم په چلند کې بدلون راځي او هغه ځای نه خوښوي که پوره پاملرنه وشي، نو د ماشوم هم له هغه ځای سره مینه پیدا کېږي.

په ډېری وړکتونونو کې ماشومانو سره د بندي په څېر عمل او چلند کېږي، له همدې کبله دوی ځان ښه نه احساسوي.

هغه ماشومان چې د یو کلنۍ او دوه کلنۍ عمر منځ کې له موره جدا شي، هغه ده چې له اضطراب او وېرې سره مخ کیږي. که ماشومان خپل ځانګړې ارواهپونه ولري، نو داسې ستونزې سره به مخ نشي.

هر وړکتون خپل ځانګړي قوانین لري نو دا هم د وېري لامل کېږي.

که ماشوم په وړکتون کې ښه ملګري پیدا کړي نو دا ډار او وېره یې له منځه ځي؛ ځکه د هماغه سره بیا بوخت کېږي.

خو دا ټولې طبیعي خبرې دي او د اندېښنې وړ نه دي ځکه د وخت په تېرېدو سره ماشومان عادت کېږي او ورته عادي کیږي؛ خو که دا ستونزې بیخي ډېرې شي، نو باید له ارواهپوه سره مشوره وشي.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ