ماشومان او کار کول

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

د جون ۱۲مه، پر ماشومانو د کار کولو پر ضد نړیواله ورځ ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې ۲۵ په سلو کې ماشومان په دغه هېواد کې کار کوي.
په افغانستان کې تر نورو هېوادونو ماشومان ډېر کارونه کوي. په هر کلي، کوڅه او سړک کې داسې ګڼ ماشومان تر سترګو کېږي، چې کارونه کوي.
د پلازمینې په هر واټ دغه ډول په لسګونه ماشومان لیدل کېږي، ځکه له اقتصادي پلوه ډېرې کورنۍ ستونزې لري چې همدې ستونزي د ماشوم د  کار کولو سبب کېږي.
په هېواد کې روان جنګونه، فقر، ناداري او بېوزلي د دې لامل شوي، چې ماشومان د زده‌کړې پر ځای سختو کارونو ته مخه کړي. او دا کار د ماشومانو پر روغتیا، روان او فزیکي وضعیت باندې بده اغېزه کوي او د دوی راتلونکې زیانمنوي.
د رواني اړخه ځکه زیان ویني د دې لپاره، چې باور یې پر ځان کمېږي، حسد او کینه یې پیدا کېږي او تل د کمبودۍ احساس کوي او له ځان سره وایي چې نور ماشومان څه ډول دي او زه څه ډول یم، نو ورځ تر بلې رواني اړخ یې زیانمن کېږي.
ډېری ماشومان مجبور دي چې کار وکړي، ځکه مشران یې په جنګونو کې وژل شوي، یا هم معلول وي، چې له امله یې ماشومان د ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.
او ډېرې کورنۍ د دې له امله، چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، نو ماشومان مجبوروي چې ورسره کار وکړي. او دا کارونه عبارت دي له: د ښار په واټونو کې د توکو پلورل، د غالیو اوبدل، په هوټلونو کې کار کول، موټرونو ته د خلکو خېژول، د پلاستیکونو خرڅول او د سپېلني دودول یې اصلي کارونه دي.
او دا ډول کارونه ځکه ماشومانو ته زیان رسوي، کله چې په ډېر یخ ژمي کې ماشومان موټر مینځي، نو دا کار د دوی لپاره بې زیانه نه وي.
د راپورونو له مخې دا ماشومان پنځوس سلنه د کار خوندي چاپیریال نه لري او وخت ناوخت د کار د مالکانو له لوري د بېلابېل تاوتریخوالي قرباني کېږي، ځکه د ډېرو ماشومانو څخه د کار په وخت کې بده استفاده کېږي او ماشومان د مجبوریت څخه غلطه ګټه پورته کوي او ناوړه کارونه ورباندې کوي، خصوصاً کله چې له مونث طبقې څخه کوم ماشوم پر سړک ولاړ وي یا خیرات اخلي یا ژاولي خرڅوي، نو د ډېرو څخه هر ډول غوښتنې کېږي چې دا کار هم د ماشوم په روان منفي اغېزه کوي او په راتلونکې کې د ګوښه‌ګیرۍ او داسې نورې ستونزې ورته پیدا کېږي.
دغه ماشومانو ته ورته په کابل کې ۶۰ زره ماشومان هره ورځ خپلو کورنیو ته د پیسو ګټلو په موخه په ډول ډول کارونو بوخت دي. د دغه ماشومانو عمرونه د ۷ او ۱۴ کلونو ترمنځ ښودل شوي.
د کار د نړیوال سازمان چارواکي وایي چې له روغتیایي اړخه همدا اوس هغه ماشومان چې کار کوي په رواني ناروغیو اخته شوي دي. شاوخوا ۶۳ په سلو کې کار ګر ماشومان په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
که حالات همداسې روان وي، نو په راتلونکې کې به بېسوادي پراخه، معتادین زیات، بېوزلي به پراخه وي او افغانستان به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
د دې هېواد د ابادولو او راتلونکي نسل د سمې روزنې او ښوونې روزنې لپاره به کافي کدر نه وي موجود، ځکه ماشومان د دې هېواد هیله او نوی نسل دی. د دې لپاره باید ډېره پاملرنه ورته وشي او هغوی ته د زده‌کړو د امکاناتو د برابرولو ډېره پانګونه وکړي.
د کار په قانون کې ماشوم له کار کولو څخه منع ګرځول شوی. د ماشوم د کنوانیسون په یوه ماده کې راغلي د ماشوم له حقه باید د هغه کار په وړاندې چې دروند وي، یا د ماشوم تعلیم ته رسوي او یا د ماشوم جسم، ذهن، روح او مانا زیانمنوي، دفاع وشي او په دې صورت کې ماشوم ته د ملاتړ لاس ورکړل شي.
په همدې ډول د افغانستان د اساسي قانون په نهه څلوېښتمه ماده کې راغلي چې په ماشومانو د کار په زور تحمیلول جواز نه لري، خو په افغانستان کې پر دې ټولو سربېره ماشومان کارونو ته مجبوروي. باید داسې ونه شي او په هر څه کې باید ماشومانو ته لومړیتوب ورکړل شي او مرسته ورسره وشي، ځکه ماشوم د هېواد لویه سرمایه ده، چې جسم، روح، او روان یې نور زیان ونه ویني.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.