خواړه خوندیتوب روغه سټه

نوې څېړنه: ماشوم ته شیدې ورکول د میندو د سرطان خطر کموي

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

د میندو لخوا ماشومانو ته د شیدو ورکول په وروستیو کې کمرنګه شوی ښکاري.
یو شمېر میندي ګومان کوي، چې دا کار ممکن ورته په تاوان تمام او صحت ته یې ښه نه وي.

البته په دې کې شک نشته، چې تر دوه نېم کلنۍ پورې ماشومانو ته شیدې ورکول د میندو مسولیتونه زیاتوي او مجبوروي یې، چې د دې کار له عهدې د وتو لپاره ډېر او ځانګړي خوراکونه او نور لازم شرایط ومني.
خو له دغو وړو جانبي سرګردانیو او مسولیتونو وراخوا دا کار میندو ته زیاتې ګټې هم لري.

نوې څېړنه
د سینې سرطان په ښځو او نارینه وو کې د سرطان له تر ټولو زیاتو دود شویو بڼو څخه ده.
په روان میلادي کال کې تر۲ میلیونو پورې کسان د نړۍ په کچه په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
په یوه تازه څېړنه کې ثابته شوې، چې ماشوم ته منظم او تر کافي مودې شیدې ورکول په میندو کې د سینې د سرطان خطرکموي.
د څېړنې له مخې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکول په میندو کې د سینې د سرطان او یو شمېر نورو خطرناکو ناروغیو مخه نیسي.
د څېړنې د پایلو پربنسټ ماشومانو ته پرله پسې ۱۲ میاشتې شیدې ورکول په میندو کې د سینې سرطان ۴.۳ سلنه کموي.
د دې ترڅنګ د هر ماشوم زیږول هم په میندو کې د سینې سرطان خطر۷ سلنه کموي.

نورې ګټې
د سینې پر سرطان سربېره خپلو ماشومانو ته شیدې ورکول د میندو په تخمدان کې هم د سرطان احتمال کموي.
له دې پرته دا کار سبب کیږي، چې میندې زر چاغې نه شي او هم د مفصلو د روماتیزم ترڅنګ د وینې فشار له خطره تر یوې اندازې خوندي وي.
پر دې سربېره د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې هم د شیدې ورکولو ونډه د پام وړ ده.

د غذایي رژیم پیاوړتیا
د امریکا د اوهایو پوهنتون طبي څېړونکي ډاکټر باوانسواري راماسوای پخپلو څېړنو کې دا هم موندلې، چې ماشومانو ته له شیدې ورکولو سره د میندو په غذایي رژیم کې هم مثبت بدلون راځي.
د ده په وینا د میندو درېیمه برخه ترهغې چې ماشومان زېږوي او د شیدو ورکولو مسولیت ورپه غاړه کیږي، د خپلې لازمې تغذیې په فکر کې نه وي.
خو ترهغې وروسته، چې د شیدې ورکولو مسولیت پر غاړه اخلي، د خپلې لازمې تغدیې په اړه فکر او اقدام کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي