ټولنیز ژوند روغه سټه

د ماشومانو کانګې او زړه بداوی؛ څه چاره یې وکړو؟

لیکنه: صادق طارق
اعلان

د ماشومانو کانګې کول او زړه بدیدل یوه عامه ستونزه ده، چې زیات ماشومان ورسره لاس و ګرېوان دي.

دا ستونزه هم عادي ده او هم ځینې وخت جدي بڼه غوره کوي.

دلته به د دې ستونزې په ډولونو، لاملونو او حل لارو درسره وغږیږو.

ولې زړه بداوی؟

په ماشومانو کې دا ستونزه په مختلفو لاملونو پیدا کیږي.

یو دلیل پر معدې فشار او ګډوډي یې ده.

له دې کبله رامنځته شوې کانګې تر ډېره زېر رنګ لري.

که یې رنګ بیخي زیات و، بیا د معدې ستونزه نه ده، د کولمو له اړخه رامنځته شوې وي.

ځینې وخت زړه بداوی او کانګې نور عوامل او نښې هم لري. په نورو حالتونو کې د زړه ضربان زیاتیږي، تنفس عادي بڼه نه لري او د معدې حالت ښه نه وي.

ډولونه یې

د زړه بداوي یا کانګې یو ډول له زړه بداوي پرته کانګې دي.

یانې پرته له دې، چې ماشوم کوم احساس او امادګي ولري، یو ځل ناڅاپه کانګې کوي.

دا د ماشومانو د کانګو تر ټولو عام ډول ګڼل کیږي.

لامل یې تر ډېره حساسیت، ګرمي، مسمومیت او ورته نورې ستونزې دي.

د ماشومانو عمر هم په دې برخه کې تاثیر لري.

د شیدو څښونکو ماشومانو زړه بداوی

– ځینې وخت ماشومان د شیدو څښلو په مرحله کې هم له زړه بداوي او کانګې سره مخ کیږي.

له دې کانګې سره تبه او د وزن کمښت هم ملګری وي. یانې دا ستونزې د زړه بداوي او زړه بداوی د دغو نورو ناروغیو سبب کیږي.

– ځینې وخت میندې د شیدې څښونکو ماشومانو د وینې د کانګې په اړه زیات اندیښمنیږي، خو دا هم دومره جدي ستونزه نه ده.

د وینې کانګې د معدې له یو ځل یا دوه ځلو وینځلو سره حلیږي.

– له شیدې څښلو وروسته هم ځینې ماشومان کانګې کوي، چې دلیل یې زیاتې شیدې ورکول وي او باید له احتیاط کولو سره یې مخه ونیول شي.

– له شیدو پرته د نورو خوراکي توکیو زیات استعمال هم ماشومان په کانګو کولو مجبوروي.

ـ میکروبي خواړه هم د ماشومانو د زړه بداوي سبب ګرځي.

ـ ځینې وخت د مور و پلار ارثي ناروغۍ هم سبب کیږي، چې ماشومان یې زیاتې کانګې وکړي.

ـ ځینې وخت د شیدو له پروتینو سره حساسیت هم ماشومان په زړه بداوي اخته کوي. د دې ستونزې حل لپاره ښه ده، چې د غوا د شیدو له استعمال څخه ډډه وشي.

د لویو ماشومانو کانګې

دا کانګې تر ډېره ویروسي عوامل لري. په دې حالت کې ماشومان بل کوم خاص مشکل نه لري، یو ځل کانګې کوي او زړونه یې بدیږي.

د دې ترڅنک د ستوني خیرې، ادراري ویروسونه هم د زړه بداوي او کانګې سبب ګرځي.

د کولمو خرابوالی هم کیدای شي د دغه عمر ماشومان په زړه بداوي او کانګو اخته کړي.

درملنه

اول خو میندې او پلرونه نه باید پخپل سر د دغې ناروغۍ درملنه وکړي، ښه ده چې ډاکټر ته ورشي او ماشومان ور وښيي.

که د ماشوم ستونزه جدي وه، ډاکټر ناروغ ورکوي، کنه په نورو بڼو د درملنې مشوره درکوي.

د ماشومانو ضایع شوي اوبه باید بیرته جبران او وجود یې له اوبو څخه برخمن کړل شي.

ماشومانو ته نه باید خراب شوي یا په ککړو لوښو کې خواړه ورکړل شي.

د اوبو پرځای نوشابې او نور څښاک مه ورکوئ، اوبه بدیل نه لري، خپله اوبه ور ته زیاتې ورکوئ.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق