ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

له مور سره د ماشوم عادت (وابسته) کېدل – له ارواپوه سره د یاران مرکه

دا په ماشومانو کې یو داسې عاطفي تړاو دی چې ډېری میندې و پلرونه یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، دا چې ماشومان ولې په مور و پلار پورې تړل کېږي په همدې اړوند مو له استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې هیله ده تر وروستیو یې راسره ولولئ.

پوپلزۍ: استاد له مور سره د ماشوم عادت کېدل په څه مانا دي؟

استاد عظیمي: له مور سره د ماشوم عادت کېدل که څه هم عادي مسله ده او هر ماشوم یې تجربه کوي، خو که چېرې تر اړینې کچې واوړي، نو په ستونزه اوړي او مور هم له ګڼو ستونزو سره مخ کوي، هر کله چې ماشوم له مور څخه د بېلتون پر مهال ځان ناامنه احساس کړي او په شدت سره چغې وهي شیان ماتوي او له مور پرته هېڅ آرام نه لري، نو موږ وایو چې ماشوم له مور سره عادت شوی.

پوپلزۍ: ولې ماشومان په مور پورې تړل کېږي؟

استاد عظیمي: له مور سره د ماشوم عادت کېدل ګڼ لاملونه لري، خو د ماشوم محدودول، له کچې ډېر ناز ورکول، هرې غوښتنې ته یې لبیک ویل، باندینۍ ساحه ورته ناامنه پېژندل، کنټرولول او د ماشوم وېرول هغه لاملونه دي چې په دې ستونزه کې ډېر رول لري.

پوپلزۍ: استاد تاسې د مینې او ناز خبره وکړه په زیاترو کورنیو کې مور د کورنۍ تر بل هر غړي ماشوم ته ډېره مینه ورکوي، نو آیا مینه هم ماشوم عادت کوي.

استاد عظیمي: دا خبره ښکاره ده موږ تل دا خبره کړې چې ماشوم ته مینه ورکړئ، ناز ورکړئ غوښتنې یې پوره کړئ، پارک ته یې بوځئ، چکر ته یې بوځئ، خو دا هر څه باید تر یوې اړینې کچې پورې وي، که له حده واوړي نظم یې ګډوډېږي او ماشوم د مور یا بل هر چا له مینې او عاطفې سره عادت کېږي.

پوپلزۍ: استاد تاسو د وېرې په اړه هم وویل، نو آیا مور یا هر بل څوک ماشوم وېروي چې له امله یې ماشوم له مور سره عادت کېږي.

استاد عظیمي: له بهر ځایونو، نورو کسانو، تیارې او پېري نه د ماشوم وېرول له مور سره د ماشوم په عادت کېدو کې مرسته کوي، ځکه ماشوم احساس کوي چې پرته د مور له غېږې نور ټول ځایونه ناامنه دي، نو باید همدلته پاتې شي که چېرې بهر لاړ شي زیان به وویني موږ تل ماشوم ته وایو دباندې پیشو ده خوري دې، بلا ده وېروي دې، دا ټولې ناسمې روزنیزې ګړنلارې دي چې نه یوازې دا چې ماشوم له مور سره عادت کوي، بلکې د ماشوم پر ځان باور ته هم په شدت سره زیان اړوي.

پوپلزۍ: بلې بالکل، خو استاد یوه بله مسله چې بې ځوابه پاتې ده، هغه دا چې د کور زیاتره نور غړي له ماشوم سره بد چلند کوي یا یې وهي ټکوي دا هم له مور سره د ماشوم په عادت کېدو کې ونډه لري که نه؟

استاد عظیمي: دا زموږ د ټولنې یوه عامه ستونزه ده چې د کور لویان په کوچنیانو حکومت چلوي، هر کار پرې کوي او که د یوه کار په سرته رسولو کې پاتې راشي وهي یې، آن کله ناکله د بدن د غړو ماتېدل هم رامنځته کېږي، په مقابل کې یې مور تل ملاتړ ترې کوي، خو زور یې نه رسېږي چې د کور لویان له دې کاره منع کړي، له همدې امله ماشوم د مور له مینې او عاطفې سره عادت کېږي، ماشوم فکر کوي چې که له موره لږ هم لرې شي زیان به وویني یا به بې دلیله ووهل شي. بل لامل دا دی چې هر کله چې په کور کې نوی ماشوم نړۍ ته راځي، نو طبعا د مور مینه له لومړني ماشوم سره کرار کراره راکمېږي دا په مشر ماشوم بده اغېزه کوي ماشوم کینه پیلوي دا کینه د دویم ماشوم په وهلو ټکولو کې څرګندېږي دا وهل د دې لامل ګرځي چې دویم ماشوم ځان ناامن احساس کړي او له مور سره عادت شي.

پوپلزۍ: استاد ایا موږ کولای شو چې ماشوم له دې تړاو څخه خلاص کړو؟

استاد عظیمي: موږ پخپله د دې تړاو لامل یو، نو ځکه خو کولی هم شو چې له ماشوم سره خپل تړاو راکم کړو، همدارنګه هر څومره چې ماشوم له مور سره عادت دی په همغه کچه یې مور هم له ماشوم سره تړلې که چېرې دا تړاو لږ لږ راکم شي، نو یو وخت به پوره له منځه لاړ شي.

پوپلزۍ: استاد رابه شو دې ته چې له مور سره د ماشوم تړاو کومې نښې لري؟

استاد عظیمي: هرکله چې ماشوم له مور سره تړاو پیدا کړي تل په مور پورې نښتی وي، ډېر ژاړي، له موره د بېلتون په صورت کې چغې وهي، ځان وهي او یا سر له دېوال سره جنګوي، لوبې نه کوي، له ملګرو نه یې زړه تور وي، تل بهاني لټوي او پر ځان باور یې په شدت سره ټیټ وي، همدارنګه که چېرې د کور کوم بل غړی د ده او مور ترمنځ بېلتون غواړي، هغه ته بد رد وایي یا حمله پرې کوي.

پوپلزۍ: استاد تاسې وړاندې د ماشوم د ژړا خبره وکړه په زیاتره  کورنیو کې دا ژړا عادي ګڼل کېږي، پوښتنه دا ده چې د ماشوم هر ډول ژړا له مور سره تر عادت کېدو، پورې تړلې او که نور لاملونه هم لري؟

استاد عظیمي: د ماشوم ژړا ښایي ګڼ لاملونه ولري ښایي د خوړو کموالی، د غوښتنو نه پوره کېدل، کینه او حسادت، بېزاري، کرکه، وېره، او نفرت هم په ژړا کې ونډه ولري، خو په څرګنده ویلی شو چې له مور سره تړاو یې هم یو لوی لامل پېژندل شوی دی.

پوپلزۍ: استاد رابه شو دې ته چې د له مور سره د ماشوم عادت کېدل بدې پایلې هم لري؟

استاد عظیمي: بالکل. له مور سره د ماشوم عادت کېدل په دمګړۍ او راتلونکي کې ناوړه پایلې له ځان سره لري د ماشومتوب پړاو کې وړکتون یا مکتب ته نه تلل له مکتبه تېښته، له همزولو سره بد چلند، ورانکاري، وېره، د بېلتون اضطراب ګوښه والی پر ځان ټیټ باور او د نوې ځوانۍ پړاو کې هر کله چې د مور مینه پرې کېږي کس ژورخپګان، له درس سره نه لېوالتیا، اعتیاد او ګڼې نورې اروایي ستونزې پیدا کوي.

پوپلزۍ: استاد تاسې وړاندې د ګوښه والي خبره وکړه، که ماشوم یوازې له مور سره عادت وي هم ګوښه والی غوره کوي؟

استاد عظیمي: هر کله مور بوختېږي ماشوم احساس کوي چې نور له مور سره نشي لیدی له همدې امله یې له ملګرو او همزولو سره خبرې او لوبې هم خوند نه ورکوي په پایله کې کرار کراره له دې شیانو سره مینه او علاقه راکمېږي، ګوښه والي غوره کوي او تل غواړي یوازې و اوسي چې دا پر خپل ځای د نورو اروایي او درسي ستونزو لامل هم ګرځي.

پوپلزۍ: استاد د دې ستونزې حل لاره څه ده؟

استاد عظیمي: که چېرې ماشوم له مور سره سخت عادت وي، نو په لومړیو کې مور باید پاملرنه وکړي، ځکه مور هم تر یوې کچې له ماشوم سره عادت وي او تر ډېره نشي کولی له ماشوم څخه لرې شي له کور څخه د وتلو پر مهال باید ماشوم خبر کړي، ځکه ناڅاپي بېلتون بدې پایلې له ځان سره لري، ماشوم مکتب یا وړکتون ته د تلو پر مهال غېږ کې نیول او هره ورځ هلته د تللو مراسم نیول مرسته کوي، ماشوم باید په یو ډول له دې شیانو سره عادت شي، یانې هره ورځ باید په همغه یوه نظم مخته ولاړ شي، هره ورځ یې د چارو په نظم کې بدلون رانه شي همدارنګه که مور چېرته په لنډمهالي سفر ځي، نو ماشوم باید په داسې چا وسپاري چې پوره باور پرې لري. ماشوم باید ۱۵ دقیقو لپاره بلې خونې ته بوتلل شي تر څو کرار کراره له نورو ځایونو سره عادت شي همدارنګه ماشوم سره خبرې وکړئ او قناعت یې حاصل کړئ دا ټول، که په منظم ډول وکارول شي د ماشوم عادت کېدل له منځه وړلی شي.

پوپلزۍ: استاد څنګه د دې ستونزې مخنیوی وکړو؟

استاد عظیمي: په سراحت سره بیا تکراروم چې دا د ماشومانو د ژوند طبعي پړاو دی، خو که له کچې ډېر شي د ځینو اوږدمهاله ستونزو لامل کرځي، که چېرې د ماشوم هرې غوښتنې ته لبیک ونه وایو، خو پرځای غوښتنې یې پوره کړو، ماشوم ته له ډېر ناز ورکولو ډډه وکړو، ویې نه وېروو، بهر ورته ناامنه ونه پېژنو له نورو سره یې د اړیکو په رغولو کې هڅه وکړو، ستونزې یې حل کړو او ډېر ځله په یوازې توګه خبرې ورسره وکړو، نو تر ډېره به مو له مور سره د ماشوم د عادت کېدو مخه نیولې وي.
پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مو راکړ.

استاد عظیمي هیله کوم، خوښ یم چې ستاسو د سایټ له لارې خلک پوهوم او مرسته ورسره کوم، ژوندي اوسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ