پاکستانۍ اداکاره ۳ کاله وروسته د دوکه بازۍ په قضیه کې بې ګناه ثابته شوه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

پاکستانۍ فلم او ټلویزیون اداکاره مشي خان د دوکې او چل بازۍ په یوه قضیه کې وروسته له دریو کلونو له بنده ازاده شوه.
د پاکستان د ایکسپریس نیوز د خبرې له مخې، د پاکستان د فلم نړۍ مشهوره اداکاره مشي خان دوکه بازۍ په یوه قضیه کې بې ګناه ثابته شوه.
د معلوماتو له مخې، د مشي خان په خلاف راولپنډۍ په یوه تاڼه کې شکایت ثبت شوی و او پرې تور پورې شوی و چې شاوخوا څلور نیم لکهـ روپیو دوکه یې کړې ده.

درې کاله وروسته خبره ښکاره شوه چې مشي خان بې ګناه ده

د پاکستان قضیایې مسؤلینو د پرېکړې د اورولو پر مهال ویلي، پر مشي خان تور وه چې د یوه روغتیایې مرکز د مشهورولو لپاره یې په لکونه پیسې وهلي دي.
خو اوس د محکمې د پرېکړې له مخې د ټلویزیون او فلم دغه مشهوره ادا کاره بې ګناه ښودل شوې.
محکمې پر اداکارې خان کوم ثبوت نه دی پيدا کړی او نه هم پر مشي تور لګوونکو پر اداکارې څه د ثبوت په حیث وړاندې کړي دي.
بل طرف، اداکاره مشي خان خوښه ده چې محکمې پر ځای پرېکړه وکړه.
د ایکسپریس نیوز سره په مرکه کې دغې اداکارې خوښي ښوولې چې د محکمې لخوا بې ګناه ثابته شوې او ویلي یې دي چې محکمې پر ځای پرېکړه کړې ده.
د یادولو ده؛ دغه فلم اداکاره مشي خان درې کاله وړاندې د یوه کلینک د مشهورولو په مقابل کې د پیسو په اخیستو تورونه شوه.
ویل کیږي د دغه کلینک یو ډاکټر افشان قریشي پر دې لوبغاړې د کلینک د مشهورولو په مقابل کې د څلور نیم لکو کلدارو په وهلو تورنه کړې وه.
افشان قریشي په خپل شکایت کې پر دې تور لګولی وه چې کلینک ته د اعلانونو د کولو لپاره یې ورڅخه دغه پیسې اخیستې وې، خو نه یې اعلانات ورته ثبت کړي او نه یې هم پیسې بېرته ورته واپس کړي دي.