سپورټ کرکټ

مېچل جانسن له کرکټ سره تر مخې وروسته په رواني ناروغۍ اخته شوی

د اسټرالیا چټک او خطرناک توپ اچوونکي مېچل جانسن څرګنده کړې، کله یې چې په ۲۰۱۸ کال کې له کرکټ سره مخه ښه کړې، د ژور خفګان احساس کوي.

نوموړی دی هڅه کوي، چې له یادې رواني ناروغۍ سره مبارزه وکړي.

هغه د اسټرالیا چېنل ۷ یا اووم نمبر تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې له کومې ورځې یې استعفا کړې، له ژور خفګان سره مخ شوی دی.

جانسن خپله ویلي، چې ځینې وختونه ورڅخه مسئلې هیرېږي، خو دی ډېره هڅه کوي، چې مبارزه وکړي.

د جانسن په ټکو چې کرکټ له فشار او ډېپرېشن څخه لرې ساتلی و؛ خو اوس چې خپلې خونې ته ورستنېږي، کورنۍ سره یو ځای کېږي، نو وخت پکې لګېږي.

دغه چټک توپ اچوونکي زیاته کړې، چې د کرکټ پرمهال یې خپل ژورخفګان کابو کړی و او اوس یې له ستونزې سره مخ دی.

مېچل جانسن او لوبې یې

هغه په ۲۰۰۷ کال کې د اسټرالیا لوبډلې ته راغی او تر ۲۰۱۸ پورې لوبډلې سره مل و.

۷۳ ټېسټ لوبو کې یې ۳۱۳ وېکټې اخیستي، یوه لوبه کې یې ۶۱ منډې ورکول او ۸ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.

دولس ځلې یې پنځه، پنځه او درې ځلې یې لس، لس وېکټې اخیستي دي.

۱۵۳ یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۳۹ وېکټې ترلاسه کړي، د ۳۱ منډو په ورکولو سره یې ۶ وېکټې اخېستل غوره بالېنګ دی.

درې ځلې یې پنځه، پنځه وېکټې ترلاسه کړي دي.

دېرشو شل اوریزو لوبو کې یې ۳۸ وېکټې خپلې کړي، یوه لوبه کې ۱۵ منډې ورکول او درې وېکټې اخیستل یې غوره توپ اچونه ده.

د آی پي اېل په ۵۴ لوبو کې یې ۶۱ وېکټې ترلاسه کړي دي.

نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې له لوبو سره مخه ښه وکړه او عادي ژوند یې غوره کړ.

هغه د اسټرالیا د کوینزلېنډ سیمې اوسېدونکی دی، په ۱۹۸۱ کې زېږېدلی او اوسمهال ۳۸ کاله عمر لري.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ