سینما او موسیقي

پښتون زلمی په هالیوډ فلمونو کې لوبیږي

کله چې بخت ویښ شي نو خوبونه په رښتیا بدلیږي، همداسې د یوه پښتون ځوان خوب هم رښتیا شو.

د خیبر پښتونخوا یوه زلمی مشهود عالم به نژدې وخت کې د هالیوډ فلم بازار ته وړاندې کړي.

هالیوډ د نړۍ لویه سینما ده او په زیات شمېر فلم ستورې لري، همدارنګه په زیات شمېر فلمونه هم نندارې ته وړاندې کوي او زیاتې پیسې هم ګټي.

د جمناسټیک ورزشکار، د خیبر پښتونخوا ځوان چې وړاندې په کرک سیمه کې اوسېده شاوخوا پنځه کاله وړاندې امریکا ته مهاجر شوی.

مشهور عالم د هالیوډ په جنګ لرونکي عشقي کوچني فلم (دي کیور) کې مرکزي رول لوبوي، په دغه فلم کې به د فلم اتل د یوه خطرناک وائروس لرونکي باچا څخه د ځان ژغورلو په هڅه کې وي.

د هالیوډ دغه اکشن فلم به راتلونکی کال د سینما پر پردو روښانه شي، خو لومړي څرک یې مینوالو ته تلوسه پيدا کړې ده.

په فلم کې د مشهود عالم تر څنګ به ګلین بیګرلي هم شامل وي، د فلم د لارښود چارې بیا احمیت اتالي مخ ته بیايي.

پښتون زلمی مشهود عالم وایي چې د هالیوډ یا انګلیش سینما په فلمونو کې یې د ولن یا منفي رول خوښیږي او غواړي په راتلونکی کې منفي رول ولوبوي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی