ادبیات د ماشوم نړۍ ژوند بڼه

رنګین کب او د هغه ملګري [د ماشومانو کیسې]

لیکنه: عصمت صالح

د یاران درنو لوستونکو ماشومان د نړۍ ښکلي، نرم‌زړي او عاطفي مخلوق دی؛ ډېر عجیبه نړۍ لري؛ ډېر ژر غوسه کېږي؛ ژړا، پرېشاني او کله ناکله په ډېرو ساده مسایلو غَور کوي. خو که د ماشوم ښه روزنه ونشي، ځینې ماشومانه خویونه پکې پاتې کېږي.

د ماشوم روزنه یوازې دا نه چې ښې جامې ور واغوندو، ماړه یې وساتو، چکر پرې ووهو او… بلکې دا روزنه خورا مهمې نقطې رانغاړي چې یو له هغو یې ماشوم ته وخت ناوخت کیسې ویل دي، او یا هڅول، چې پخپله یې ولولي.

داستانونه د هغه آینې مثال لري چې ټول ژوند پکې ښکاري، مانا داستان ته د ژوند تصویر هم ویلای شو. نو که ماشومان یې ولولي، یا ورته ولوستل شي، نه یوازې به سات ورته تېر شي، بلکې په ژوند کې به پر ځینو مهمو شیانو او څیزونو هم پوه شي.

اوس نو راځئ که د خپلو ماشومانو تر څنګ یاست او یاران لولئ، نو دا کیسه ورته ووایئ، خو د کیسې تر ختمېدلو وروسته لارښوونه ورته وکړئ چې په دې داستان کې مهمې نقطې په نښه کړي او پر دې پوه شي د دې کیسې اصلي مفهوم څه و.

رنګین ماهی او د هغه ملګري

ژباړه: عصمت الله صالح

رنگین کب او د هغه ملگري په ټولګي کې ناست وو. اته پښې لرونکې ښوونکې وویل: “ګرانو زده‌کوونکو نن زموږ ټولګي ته د فرشتې په نامه یو کس راځي چې کورنۍ یې تازه په تازه د غرب له اوبو څخه دلته راغلې ده.”

پفي کب په دې وخت کې خپلو وزرونو ته ټکان ورکړ او ویې ویل: “ما مخکې هم هلته ژوند کړی دی”

اته پښې لرونکې وویل: “څومره ښه! ما خو تر اوسه هغه ځای نه دی لیدلی، او ډېره به خوشحاله شم چې که د هغه ځای په اړه پوه شم. پفي کبه کولی شې چې د هغه ځای په اړه موږ ته وغږېږې؟”
پفي کب وویل: “هغه یو ډېر عجیب او غریب ځای دی. د اوبو رنګ یې ارغواني دی، د نباتاتو پاڼې یې دومره لویې دي چې آن د اوبو تر سطحې پورې رسېدلې دي.”
اته پښې لرونکې ښځې وویل: “واه واه څومره جالب! له هغه ځایه زموږ بل ملګری هم نوی راغلی.”

لږ وروسته فرشته راغله او اته پښې لرونکې ښځې وویل: “هلکانو دا فرشته ده.” فرشتې هم ټولو ته سلام ورکړ.

اته پښې لرونکې ښځې فرشتې ته وویل: “ګرانې فرشتې کېدای شي چې د هغه ځای په هلکه هلکانو ته معلومات ورکړې، چې ته ترې راغلې یې؟”
فرشتې وویل: “هغه ځای له دې ځای سره دومره توپير نه لري، یوازې همدومره چې د هغه ځای د اوبو رنګ شین او رڼې دي، خورا رڼې او پاکې دي.”
رنګه کب فرشتې ته وویل: “ما لومړی فکر وکړ چې د هغه ځای اوبه به ارغواني وي!”
فرشتې وویل: نه، داسې نه ده.” په دې شېبه کې ټولو کبانو په حیرانتیا «پف کب» ته وکتل، او ټولو فکر کاوه چې پفي کب دروغ وویل. خو پفي کب په زاریو وویل: “زما هدف دا و چې کله لمر پر هغه ځای کې ډوبېږي، اوبه یې ارغواني رنګ اخلي.”
اته پښې لرونکې ښځې پفي کب ته په مهربانۍ وویل: کومه خبره نه ده. زما هم ستا غوندې دا ډول عجیبې کیسې خوښېږي.”
وروسته له غرمې ټول کبان په اوبو کې د بېړۍ په خوا ډوب شول، لاړل چې په کومه څنډه کې لوبې وکړي. ګازرې پفي کب ته وویل: “فرشتې ته ووایه چې بېړۍ څنګه غرقه شوه.”

په دې وخت کې ټول کبان پر پفي کب ور ټول شول او په یوه غږ یې ورته وویل: “ژر کوه، ورته ووایه!”
پفي کب وویل: “یوه تیاره او توپاني شپه وه، بېړۍ له ډېرو درنو بارونو ډکه وه، د لارې په اوږدو کې د بېړۍ مشر وویل چې باید له بېړۍ څخه ځینې شیان او توکي کم کړي، نو امر یې وکړ…”
په دې وخت کې ناڅاپه فرشتې په حیرانۍ وویل: “او هغه بارونه یې ټول د سمندر اوبو ته وغورځول!” بیا یې پفي کب ته په شرمندوکي انداز وویل: “بښنه غواړم چې ستا خبرې مې پرې کړې، اصلاً زما دا کیسه ډېره خوښېږي.”

رنګین کب په حیرانۍ له فرشتې وپوښتل: “یعنې تا هم دا کیسه اورېدلې ده!؟”
فرشتې وویل: “هو، دا مشهوره کیسه د بېړۍ د غرقېدلو په اړه ده. چې له تیږو سره یې ټکر کړی و.”

زردک کب له پفي کب څخه وپوښتل: “ولې تا ویل چې دا کیسه همدلته پېښه شوه.”

مروارید وویل: “مګر هغه ځایونه چې کاڼي پکې نه وي بیا نو د فرښتې خبره سمه ده.”

دم تیغی کب وویل: “زما په نظر چې همداسې ده. “رنګه کب له پفي کب څخه وپوښتل: “رښتیا راته ووایه، آیا موږ ته دې خیالي کیسه وویله؟”

په دې شېبه کې د ټولګي زنګ ووهل شو، پفي کب خوشحاله او په منډه ټولګي ته روان شو.

وروسته له غرمې اته پښې لرونکې ښځې په ټولګي کې وویل: “ګرانو ماشومانو زموږ نننی درس د مرغلرو د ځمکې په اړه دی. په تاسو کې تر دې دمه څوک هغې ښکلې او په زړه‌راښکوونکې ځمکې ته تللي یاست!؟

فرشتې وویل: “هو. زه تللې یم.”

پفي کب وویل: “زه هم تللی یم.”

اته پښې لرونکې ښځې وویل: “ډېر ښه! زه غواړم چې د هغه ځای په اړه پر ډېر څه پوه شم. فرشتې اول ته ووایه!”

فرشتې وویل: “په هغه ځای کې چې هر طرف ته وګورې له مرغلرو ډک دی. که یوه شګه  هم د دې مرغلرو منځته وغورځل شي، له څه مودې وروسته په مرواریدو (ګرانبیه غمی) بدلېږي، مګر د مرواریدو پیدا کول خورا سخت دي. ما تر دې دمه یوه دانه هم نه دي پیدا کړي.

پفی کب ژر وویل: “مګر ما یوه پيدا کړه!”
رنګین کب په شیطاني انداز وویل: “کېدای شي دا خبره دې هم دروغ وي.”

ټول کبان ډاډه شول چې پفی کب مروارید نه ده پیدا کړې او هېڅ وخت هغه سیمې ته نه دی تللی.

خو پفی کب په بیړه چغې کړې: “باور وکړئ، زه واقعاً هغه ځای ته تللی یم.”

په دې وخت کې اته پښې لرونکې ښځې وویل: “هلکانو چُپ شئ. کله چې پفي کب وايي چې زه هغه ځای ته تللی یم، نو حتماً تللی دی.”
وروسته اته پښې لرونکې ښځې له شاګردانو څخه وغوښتل چې که هر کس په کور کې مروارید لري، نو سبا یې د ټولګي ته ورسره راوړي.

سبا ورځ پفي کب وویل: “ښوونکې، ما یوه مروارید راوړې ده.”

خو هېڅ کب د هغه پر خبرو باور نه کاوه، خو کله چې پفي کب له خپلو سترګو څخه مروارید راوویست، ټولو وویل:

“وای څومره ښه برېښي.”

“خورا لویه ده.”
“تا واقعاً یوه مروارید پیدا کړې ده”
فرشتې هم پفی کب ته وویل: “دغه تر ټولو ښکلې مروارید ده. زه چې تا ته ګورم، ته یوازینی کب یې چې له اندازې زیات یو شی پېژنې.”
پفی کب په خندا وویل: “هو، همداسې ده.”
فرشتې وویل: “زه د بحري/ سمندري اړوند داستانونو ډېر جالب کتابونه لرم، چې یو ځای یې لوستلی شو.”

پفی کب وویل: “په دغو کتابونو کې هغه د بېړۍ د غرقېدلو کیسه راغلې ده؟ ما هغه په میلیونونو ځله لوستلې ده، مګر هغه داستان مې دومره خوښېږي، چې یو ځل بیا یې له تا سره یو ځای ولولم.”

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عصمت صالح

تبصره مو ولیکئ