سپورټ کرکټ

د شاپور ځدران یوې غلطۍ د مِس عینک لوبډله له اتلولۍ بې غمه کړه

سپورټ یاران

د کرکټ مبصرین او نړیوال ماهرین وایي، چې د لوبو په ګټلو کې د ټاس ګټلو ونډه پنځوس سلنه ده، ځکه کوم لوبډلمشر چې ټاس وګټي، د ویشتن ځای، هوا حالاتو او د ساحې له کنډېشن سره سمه پرېکړه کوي.

لوبډلمشر د ټاس په ګټلو سره داسې پرېکړه کوي، چې د ده لوبډله یې پراساس بریالۍ شي.

ځکه د توپوهنې او یا هم توپ اچونې انتخاب د ټاس ګټونکي لوبډلمشر سره وي.

په نړیوالو او نورو سوداګریزو لیګونوکې چې کله یو لوبډلمشر ټاس وګټي؛ نو د توپ وهنې او یا هم توپ اچونې پرېکړه په هغه صورت کوي، چې د ده لوبډله د کوم حالت لپاره مناسبه وي.

مثلاً د هندوستان کرکټ لوبډله تل تکیه په چېس باندې کوي؛ یعنې دوی په خپله توپ وهنه ډېرې لوبې ګټي او کله چې ټاس ګټي؛ نو تر نوي سلنې پورې بلنه مقابلې لوبډلې ته ورکوي، ځکه دوی حالت ته په کتو پرېکړه کوي او په خپلو توپوهونکو ډاډه وي، چې هدف پوره کولی شي.

همداسې د انګلستان، اسټرالیا او نورې لوبډلې هم داسې پرېکړې کوي، چې هلته پیچ، هوا او نورو عواملو ته ګوري، که چېري پرې لومړۍ توپ وهنه مثبته وي؛ نو لومړی بېټېنګ کوي او که لومړی پرې توپ اچونه مثبته نو توپ اچونه کوي.

لوبډلمشر څنګه معلومه کړي، چې لوبغالی لومړۍ توپ وهنې که توپ اچونې ته مساعد دی؟

لومړۍ سرچینه ورته د پیچ رپورټر، له هرې لوبې وړاندې تر ټاس ویشتلو مخکې د کرکټ یو ماهر او مبصر لوبغالي ته ښکته کېږي او له هغه ځایه د ویشتن ځای یا پیچ په اړه معلومات ورکوي.

که پیچ رپورټر وویل چې ویشتن ځای د لومړۍ توپ اچونې لپاره برابر دی او چیس پرې سخت دی؛ نو د ټاس ګټونکې لوبډلې لوبډلمشر لومړی توپ وهنه کوي.

که رپورټر وویل چې لوبغالی د چیس لپاره برابر دی، بیا د ټاس ګټونکي لوبډلمشر لومړی توپ اچونې پرېکړه کوي.

خو شاپور ځدران او ورسره رهبرۍ یې برعکس کار وکړ، د شپږیزې لیګ په پایلوبه کې ولي امین د پیچ رپورټ ورکړ، هغه وویل چې ویشتن ځای د لومړۍ توپ وهنې لپاره ډېر برابر دی او د هدف پوره کول پرې ستونزمن دي.

ځکه پیچ د دویمې پانۍ لپاره یو څه کنده کېږي، د لوبغاړو له پښو، بېټ او توپ سره سولېږي او بیا دویمه پاڼۍ کې توپ اچونې سره په سوېنګ او بانس کې ډېره مرسته کوي.

شاپور ځدران که څه هم ټاس ګټلی و، د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه او همغه وو، چې د ۱۴۰ منډو په هدف پوره کولو کې د یو ځواکمن بېټېنګ لاین سربېره ناکام شو.

دویم، کله چې د باران د کېدو اټکل وي او لوبډلمشر ټاس ګټلی وي؛ نو لومړی توپ وهنه کوي، ځکه له باران وروسته بیا لوبه سخته وي او دویمه لوبډله په چیس وخت کې له ستونزو سره مخ کېږي.

تېر ته په کتو د شاپور پرېکړه پرځای وه

که له پایلوبې وړاندې د بند امیر او مِس عینک کرکټ لوبډلو پایلوبې ته د تګ په موخه لوبې ته نظر واچوو هلته هم د مِس عینک لوبډله له ستونزو سره مخ وه؛ خو د شاهدالله کمال او افسر ځاځي شاوخوا اتیا منډو ملګرتیا وکولای شول، چې بندامیر ښاماران کرکټ لوبډله ماته کړي او مِس عینک پایلوبې ته ورسوي.

ښایي شاپور له همدې وجې دویمه توپ وهنه انتخاب کړې وه، خو پرېکړه کې ناکام شو.

کابل بازان په اتلوليو کې له سپین غر او مِس عینک سره مساوي شول

شپږیزه کرکټ لیګ په ۲۰۱۳ کال کې تاسیس شوی، چې لومړی پړاو یې سپین غر وګاټه، دویم پړاو یې ۲۰۱۴ کې مِس عینک وګاټه، درېیم پړاو یې ۲۰۱۵ کې سپین غر وګاټه، څلورم پړاو یې ۲۰۱۶ کې کابل بازان وګاټه، ۲۰۱۷ کې یې پنځم پړاو بند امیر خپل کړ، ۲۰۱۹ کال کې یې اتلولي مِس عینک اخېستې وه او ۲۰۲۰ کې یې اتلولي کابل بازان ترلاسه کړه.

نو له دې سره کابل بازان، مِس عینک اتلان او سپین غر زمریان کرکټ لوبډلې په دوه، دوه ځله اتلولۍ ګټلو سره مساوي شول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ