مرونال ټاکور:د شاهرخ خان سره د فلم جوړولو ارمان لرم

هندۍ اکټره مرونال ټاکور وايي هيله لري چې د شاهرخ سره په عاشقانه فلم کې رول ادا کړي.

مرونال ۲۸ کلنه ده ،د مرهيټي فلمونو سره سېنما ته داخله سوه ،په تلوېزيوني پروګرامونو کې يې برخه واخيسته چې وروسته يې په بټلا هاوز او سوپر ۳۰ فلمونو کې تر کار کولو وروسته د فلمي لارښوودانو توجه ځانته جلب کړه.

دې په يوې نوې مرکه کې ويلي چې هيله لري د باليووډ د باچا شاهرخ خان سره د کل هونا هو او وير زهرا په څېر فلمونو کې رول ادا کړي،دا وايي د شاهرخ خان سره ځانګړې مينه لرم،او ټول هغه فلمونه چې په باليووډ کې جوړسويدي د شاهرخ خان رومانټيک فلمونه پکښې ځانګړي دي

دې په ۲۰۱۸ز کې د لندن انډيان فلم فيسټوال څخه د لب سونيا فلم پرسر د نوي اکټرې ايوارډ وګټی،همدارنګه په ۲۰۱۹ز کې يې د نوي ځلېدونکي فلمي ستوري ايوارډ وګټی.

ټاکور وايي چې کله يې د عامر خان تري ايډيوټز فلم وکتی په ژوند کې يې ځانګړی تغير راغی ،دا وايي غواړم د ژورناليزم په برخه کې ماسټري واخلم.

وروستي مطالب