فبروري 25, 2021

ښاغلیه! – مېرمنې یې دې نه لولي

  • لیکوال: ډاکټر اصغر نیا
  • ژباړه: ملیحه ناصري
  • ښاغلیه! مننه دې هېره نه شي. په دې کار دې د هغې له وجوده ستوماني باسې .
  • کله یې د ډېر کار کولو لپاره هغې ته ډالۍ واخلئ، داسې به هغه ژوند ته زړه ښه کړي .

  • ښاغلیه! که مېرمنه دې غلې ناسته وه، ورته شله کېږه مه چې څنګه مړه پړه یې. پرېږده یې چې روحاً راسمه شي.

  • ښاغلیه! ښځې غواړي چې نور یې د کار پر ارزښت پوه شي او پر ژبه راوړل شي، دا دویمه یې مهمه خبره ده .

  •  وخت پېژندنه هغه درناوی دی چې یوه مېرمنه یې غواړي .

  • ښاغلیه! کله چې د هېڅ کار حوصله نه لري، نصیحت ورته مه کوه، په کراره یې پرېږده چې یوازې پاتې شي .

  • کله کله یې پرېږده چې د ټولویزیون کنټرول کوونکی (ریموټ) دا واخلي.

  • ښاغلیه! د دسترخوان پر سر پام ورته کوه، له تا نه به خوشحاله وي .

  • ښاغلیه! د کور پاکي درته اړینه ده، که د مېرمنې روغتیا دې؟ باوري یم چې روغتیا ښيې .

  • ښاغلیه! هېڅکله دې مېرمن له نورو سره مه پرتله کوه، پرېږده چې څه رقم ده هغسې وي .

  • د هغې ښکلاوو ته کتل او ورته ویل یې ستاسو مینه د هغې زړه کې ډېروي.

-د کور خراب توکي ورته جوړوه چې هر ځل یې زړه کې ونه ګرځي چې نه یې راته جوړوي.

  • ښاغلیه! تر سر مینځلو وروسته حمام پاکوه، ته نه پوهېږې چې دا کار ښځې څومره خوشحالوي.

  • ښاغلیه! مېرمنې ایثار او له ځان تېرېدنه خوښوي، خو که له حده زیات شي بیا يې اجحاف یا زیانمنېدل ځای نیسي.

  •  له حده ډېر نصیحت مه ورته کوئ، د ښځو (دا وکړه، دا مه کړه)  نه خوښېږي.

  • کله کله یې په داسې کارونو حیرانه کړئ چې ځوانۍ کې مو ورته کول، پرېږده چې پوه شي، تېر لا نه تېر .

  • ښاغلیه! (میاشتنۍ ناروغۍ) ښځه له باطني او ظاهري پلوه کمزورې او بې حوصلې یا غوسه‌ناکه کوي، آیا دا ورځې پېژنې!؟

  •  د ښځې د خوندیتوب لپاره دې څه کړي؟ ځینو کارونو ته اړتیا ده .

  • ښاغلیه! له مینې ډک ژوند، پالنې او ساتنې ته اړتیا لري.

  •  ښاغلیه! حضرت محمد (ص) وايي: “کله چې د بنده ایمان ډېر شي، له ښځو سره یې مینه زیاتېږي” له دې نو انکار نه دی پکار .

  • د مېرمنې د عقایدو، فکرونو او نظریو پر وړاندې بې پروا مه اوسه، کېدای شي شهکارونه وي .

  • ایا له مېرمنې سره همفکري نه خوښوې؟ وايي له یوه نه دوه ښه دي، ستا په اند څنګه دی؟

  •  د مېرمنو او ماشومانو هغه نارینه ښه اېسي چې (ډک) لاسونه کور ته ننوځي، دا دود مه هېروه .

  • په بېلابېلو ځانګړو ورځو کې د یوه پیغام وراستول هغه خوشحالوي، دا ارزانه لاره وکاروه .

  • د اولادونو تر مخ مو له مېرمنې سره په درناوي چلن کوئ، دا کار تاسو درون ښکاره کوي.

  • ښځې ځان ته د درناوي په خاطر خپل ګډ ژوند ته وفادارې دي، بېځایه ګومانونه هغوی ته سپکاوی ګڼل کېږي، ښځې له نارینه سره توپير لري!

  • په دنده کې کاري مېلمستیاوې یا اړیکې د هغوی نه خوښېږي، کله کله د هغوی په خوښه مېلمانه را وغواړئ.

  • کله چې ناروغه وي، مه ورته وایاست چې ته (تل) ناروغه يې، دا ځل ستاسو وار دی چې پام پرې وکړئ.

  • د اولادنو تر مخ مو مېرمنې ته ووایاست چې (مینه) درسره لرم، هغوی باید پوه شي څومره نېکمرغه کورنۍ لري.

  •  ښاغلیه! څوک په رخصتیو کې خپل وېښتان نه اصلاح کوي؟ حتماً همغوی چې تر کوره دباندې خلک ورته مهم دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*