مارچ 5, 2021

د یوې مېرمنې ځانګړنې

  • ژباړه: ملیحه ناصري

یو نارینه له خپلې مېرمنې کومې غوښتنې لري؟
ځينې داسې خویونه شته چې یو نارینه غواړي د هغه په مېرمن کې وي او دا هماغه خویونه دي چې د نارینه پام ځان ته را اړوي.
ډېری وخت ویل شوي چې نارینه په اړیکه کې خو نیسي، یو شی ژر نه خوښوي او کړنې يې د وړاندوینې وړ نه وي. د هغوی نه یو په بل پسې ډېر نښتل خوښېږي او نه یو له بله ډېر لرېوالی، خو په ښځو کې ځينې داسې کړنې شته چې د نارینه له سترګو لرې نه پاتې کېږي او تل یې ستاینه کوي. دا هماغه کارونه او ځانګړنې دي چې یو خاوند یې له خپلې مېرمنې د لیدو هیله لري او د ښه واده وړاندوینه کوي.
په کړنو او خویونو کې د ښځمنتوب لطافت
ښځې له ښځمنتوب پرته لکه بې پاڼو ګل داسې وي. د ښځو ښځمنتوب هغه څه دي چې د نارینه‌وو نارینتوب برابروي او د ژوند د یوې اړینې ورکې شوې برخې په توګه یې لټوي. ډېر وېښتان، ښځینه حرکات، کړنې، شخصیت دا ټول هغه څه دي چې یوه مېرمن یې باید ولري او هېڅکله باید د نارینه په څېر چلن ونه کړي. دا کارونه هغه وخت له یوې ښځې لیدل کېدای شي چې خپل ښځه‌توب ومني او وپېژني. اصلاً دا له جنسي پلوه پر نفس باور لرل دي چې د یوې ښځې په توګه اړیکه ټینګه کړي. او د خپلو کړنو په مرسته د خپل خاوند پام ځان ته واړوي، نو باید ښځمنتوب رابرسېره کړي او خاوند ته خپل احساسات څرګند کړي.
د مېلمه‌پالنې او ملګرتیا خوی ولري
هره ښه ښځه باید مېلمه‌پاله او ښه ملګري وي. په ورین تندي د هغه د مېلمنو او ملګرو مېمله‌پالنه وکړي. د نارینه‌وو هغه ښځه خوښه وي چې د ده د ملګرو، کورنۍ او دوستانو درناوی کوي.
فردي خپلواکي ولري
که یوه ښځه غواړي چې د خاوند پام ځان ته واړوي یا نه، خو فردي خپلواکي باید ولري. د هېڅ نارینه داسې ښځه نه خوښېږي چې په بل پورې تړلې وي. نارینه‌وو ته د هغوی وخت ډېر ارزښت لري، که ښځه وغواړي د دوي وخت بېځایه ونیسي کېدای شي غوسه یې هم راوپاروي، نو خپل ژوند دې کوي، ځان ته یوه بوختیا ولري، تفرېح وکړي، له خورلڼو سره دې یې چکر ته لاړه شي. داسې بع خاوند هم د مېرمنې وخت ته ارزښت ورکوي.
خوشحاله او مثبت‌اندې دې وي
ټول نارینه غواړي خوشحاله واوسي او له ژونده خوند واخلي. پر دې بنسټ هېڅکله نه خوښوي چې له داسې مېرمنې سره یې سروکار وي چې خپه او منفي فکره وي. هغه ښځې چې غواړي په غوسو او چغو د نارینه پاملرنه ځان ته واړوي د هغه د روح لپاره لکه زهر داسې دي. د ښځو دغه منفۍ‌اندۍ ګواښوونکې دي او کولی شي نارینه هم منفي فکری کړي .
په پای کې باید ووایم چې خوښ او خوشحاله کسان جذابیت لري.
نارینه غواړي مېرمنه یې لوړ فکر او همت ولري
دا د نارینه او ښځینه‌وو ترمنځ په ذهني کچه یوه جرقه ګڼل کېږي. دا ځانګړنه په ښځو کې ډېره ښه ده. هېڅ شی د ذهن ښایست نه شي ماتولی. د یوه نارینه د لیدلوري پر بنسټ کله چې عاقلانه پرېکړې وکړی شي، منطقي چلن وکړي، هغوی ته وړاندیزونه ولري او ژوند ماناداره کړي، دا کارونه ډېر جذاب او خوښوونکي دي. موخه لرل، مسلکیتوب، هیلې او د مسلک یا دندې لپاره موخه لرل دا یوازې نارینه‌وو کې نه، په ښځو کې هم ډېر جذابیت راولي او نارینه ډېر زیات هڅوي.
مهربانه وي او تواضع ولري
د هېڅ نارینه داسې مېرمنه نه خوښېږي چې له نورو سره بد چلن کوي، هغوی سپک او خوار ګڼي یا ځان ورته ترې لوړ برېښي. نارینه غواړي له مهربانو او زغم لرونکو ښځو سره واوسي چې نورو سره نرمي کوي او بېځایه قضاوتونه نه کوي.
ساده‌ګي او رښتینولي
کله چې دروغ وايئ، اړ کېږئ چې په نورو دروغو مخکیني دروغ پټ کړئ. دا د دې لامل کېږي چې بې پامه دومره دروغ ووایئ چې څرګندېدل یې نه بښونکي شي. هڅه دې وکړي چې صادقه وي او تقلبي ژوند جوړ نه کړي، ځکه بلاخره د مخ نقاب یې لوېږي او هر څه راښکاره کېږي.
پر نفس باور او درناوی ورته ولري
په ښځو کې تر پر نفس  باور لرلو ډېر، بل هېڅ شی جذابوونکي نه دي. وقار، ارامتیا، سلیقه او ځانپېژندنه هغه ځانګړنې دي چې یو نارینه جذبولی شي. پر نفس مثبت بارو د جذبولو لوړ توان لري. منفي بارونه هېڅکله یو نارینه نه شي جذبولی، نو که ښځو ته ځان بدرنګه ښکاري له نارینه دې د ستاینې تمه هم نه کوي، ځکه هغه یې بیا ښایسته نه شي ګڼلی.
شوخ مزاجه دې وي
که شوخ طبیعته نه وئ ژوند به درته سخت او درباندې بار شي. نارینه شوخ طبعه وي او داسې مېرمنه غواړي چې د دوي ټوکو ته وخاندي. داسې ښځه غواړي ولري چې خندوونکی بنډار ورسره وکړي او شوخه وي.
غواړي مېرمنه یې جذابه هم وي
ټولې ښځې ښایسته دي، خو ټولې بیا جذابې نه دي. په داسې حال کې چې هره ښځه کولی شي پر ځان د باور لرلو له مخې ځان ښکلی او جذاب کړي. سمې جامې واغوندي، د خوښۍ احساس ولري، مودبانه چلن وکړي او پاکه سوتره وي.
 
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي